د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ايران کې زده کوونکو حکومت ضد مظاهرې کړې دي


په ايران کې له اتو اوونیو راهیسې مظاهرې روانې دي (انځور د اکتوبر د مياشتې دی)
په ايران کې له اتو اوونیو راهیسې مظاهرې روانې دي (انځور د اکتوبر د مياشتې دی)

په ايران کې د پوهنتونونو زده کونکو د مهسا اميني لپاره د انصاف غوښتنه کړې او د حکومت پر ضد یې تازه مظاهرې کړې دي. ګڼو دوکاندارانو د نومبر پر پینځمه کاربندیز هم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکو د مظاهرچيانو پرضد پراخ عمليات کړي دي.

۲۲ کلنه مهسا اميني د سېپټېمبر پر ۱۶مه د پوليسو په بند کې تر کوما وروسته مړه شوې وه. هغه تر دې درې ورځې مخکې د حجاب په سمه توګه نه مراعتولو په تور نيول شوې وه.

د هغې مړينې، چې چارواکو یې لامل د زړه درېدل بللی وو، په ټول هېواد کې خلک پارولي او د حکومت ضد پراخ لاريونونه او احتجاجونه شوي دي چې اوس يې اتمه اوونۍ پیل شوې ده.

احتجاج کوونکي تور پورې کوي چې د ګشت ارشاد پولیسو مهسا اميني شکنجه کړې چې له کبله یې هغه مړه شوه. د ايران د بشري حقونو اوسلو مېشتې ډله وايي، په مظاهرو کې د ۴۰ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۷۷ کسان وژل شوي دي.

فعالانو ويلي دي چې امنيتي ځواکونو د نومبر پر پینځمه پلازمينه تهران کې په پوهنتونونو کې د مظاهرو د مخنيوي لپاره نوي تدابير عملي کړي چې پکې د زده کوونکو تالاشۍ اخیستل شامل دي او هغوی اړ باسي چې له مخونو ماسکونه (تمبوزک) لیرې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG