د لاسرسي ځای

تازه خبر

د « تیرا » ځنګلونه بې درېغه وهل کیږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

مجید بابر

د خیبر ایجنسۍ حکومتي چارواکي وايي « تیرا » ته ستانه شوې کډوال د خپلو کورونو د ابادولو لپاره ځايي ځنګلونه وهي چې له کبله یې د سیمې چاپيریال ته سخته خطره پېښه ده.

د فاټا سکرټریټ د ځنګلونو د محکمې مشر حیات علي په دې اړه مشال راډیو ته وویل :

« موږ له دې جریانه خبر یو ، ستنو شویو کسانو د خپلو کورونو د ابادولو لپاره د ځنګلونو وهل پیل کړي دي. موږ ددې کار د مخنیوي لپاره جدي اقدامات پیل کړي دي. »

خو د تيرا د « باغ » سیمي د يوې ستني شوې کورنۍ یو ځوان واجد علي وايي دوی ځکه د ځنګلونو وهل پیل کړي چې حکومت له ښاري سیمو نه قبایلي سیمو ته د تعمیراتي موادو په ورتلو بندیز لګولی دی :

« د حکومت له طرفه چې موږ سره مرسته نه کیږي نو موږ څه وکړو ؟ په وچه ډاګه خو نشو کیناستلی، کورونه خو بیا ابادول غواړي، نو موږ مجبور یو چې ځنګلونه ووهو . »

د فاټا سکرټریټ د ځنګلونو د ادارې مشر حیات علي وايي د ستنو شویو کسانو د ستونزو د حل او د ځنګلونو د ژغورلو لپاره یوې کوټلې کړنلارې جوړولو ته اړتیا ده. دی وايي پکار ده چې د چاپيریال ساتنې لپاره هلې ځلې وشي.

حیات علي وايي حکومت ستنیدونکیو کورنیو سره یوازې د پنځه ویشتو زرو روپو مرسته کوي چې کافي نه ده. نوموړی همدارنګه وايي که د ځنګلونو د وهلو مخه ونه نیول شوه نو د قدرتي افتونو د راوتلو وېره لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG