د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر خلک وايي، د تیرا ځنګلونو وهل دې ودرول شي


د خیبر تر څنګ د وزیرستان په یو شمېر سیمو کې هم خلک د ځنګلونو د وهل کېدو مخنیوی غواړي. (انځور: ارشیف)
د خیبر تر څنګ د وزیرستان په یو شمېر سیمو کې هم خلک د ځنګلونو د وهل کېدو مخنیوی غواړي. (انځور: ارشیف)

د خیبر ضلعې اوسېدونکي وایی چې په تیرا کې په غیر قانوني توګه د ځنګلونو وهلو او د قیمتي لرګیو د قاچاق لړۍ دوام لري چې د سیمې ښایست او چاپیریال یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

دوی وايي‌ اوس خو قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا مې شاملې شوې دي نو په کار ده چې د ځنګولونو محکمه د دې کار د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.

د یادې سیمې یو اوسېدونکي اسد خان اپریدي مشال راډيو ته وویل چې تر اوسه هلته په تیرا کې د ونو او قیمتي بوټو پر وهلو هیڅ بندیز نشته.

ده وویل، " په لر باغ کې ورته ارې لګېدلې دي، کټونه او دروازې ترې جوړیږي او په دې شکل کې یې قاچاق روان دی."

اسد خان اپرېدي زیاته کړه چې اوس د هغو قیمتي بوټو په وهلو هم پیل شوی دی چې په دوایانو کې کاریږي.

د سید کبیر اپریدي په نامه یو بل کس مشال راډیو ته وویل چې کله له تیرا میدان او تیرا راجګال څخه خلک کډوال شول نو له هغه وخته راهیسې د دې ځنګولونو په وهولو پیل شوی دی.

ده وویل، " لږ تر لږه له ۱۰ کلونو [راهیسې] دا لړۍ روانه ده ، موږ د ځنګلاتو له محکمې غوښتنه کوو چې د دې ځنګلونو تحفظ دې یقیني کړي."

په خیبر ضلع کې د ځنګلونو د محکمې مشر محمد شکیل په دې اړه مشال راډیو ته په لېږلي‌ پېغام کې لیکلي دي‌ چې په دې اړه یې هڅې پیل کړې دي.

نوموړي لیکلي، "موږ په راروانه اوونۍ کې هلته له مېشتو پوځي چارواکو او ځایي مشرانو سره یوه غونډه ایښې ده او د ځنګلونو د وهلو مخنیوي لړ کې به پکې مهمې پرېکړې وشي."

'جنوبي وزیرستان کې لاهم ځنګلونه وهل کېږي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خیبر تیرا دره له پيښوره شاوخوا ۱۰۰ کلومیټره لرې ده غرنۍ او له ځنګلونو ډکه سیمه ده.

د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي چې په ۲۰۱۶ کې یې دا سیمه له وسلوالو پاکه کړې وه او امن پکې بحال شوی وو.

د دوی په وینا، په دې وروستو کې دې قدرتي ښکلا لرونکې سیمې ته د سیلانیانو ورتګ هم پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG