د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت په ځنګلونو کې د اور وژلو ته کمېټۍ جوړې کړې دي


د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير محمود خان حکومتي چارواکو ته امر وکړ چې په راتلونکي کې د اور لګېدو ورته پېښو د مخنيوي لپاره د ضلعو په کچ کمېټۍ جوړې کړي.

د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير له دفتره د جون پر ۱۷مه د خپرې شوې يوې اعلاميې ترمخه، محمود خان د صوبې په بېلا بېلو سيمو کې د اورونو لګېدو پېښو په اړه د ځنګلاتو او پوليس محکمو له لوړپوړو چارواکو سره په پېښور کې يوه غونډه کړې ده.

خبرپاڼه لیکي چې په دې غونډه کې اعلا وزير ته د اورونو تازه صورتحال او له وجې يې د اوښتي تاوان په اړه معلومات ورکړل شول.

محمود خان حکومتي چارواکو ته امر وکړ چې په راتلونکي کې د اور لګېدو ورته پېښو د مخنيوي لپاره د ضلعو په کچ کمېټۍ جوړې کړي.

د نوموړي له امر سره سم، په کمېټیو کې بايد د ځنګلاتو، پوليسو، ځنګلي حيات، د ژغورنې يا رېسکيو محکمو ترڅنګ د ټولنې رضاکار وګړو ته هم غړيتوب او د فعاله کردار لوبولو موقعې ورکړل شي.

دا له هغه وروسته ده چې روانه جون مياشت، په خيبرپښتونخوا کې د اور لګېدو تر ټولو زياتې پېښې د ملاکنډ ډويژن په غرونو او ځنګلونو کې وشوې.

د کوز سوات د ځنګلاتو محکمې مشر افسر محمد وسيم د جون پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل، د پشکال بارانونو دا مهال ټول اورونه مړه کړي دي. د ده په خبره، د ضلعو په کچ اړونده حکومتي ادارو تر خپلې وسې کوښښ کړی چې د اورونو ځايونو ته پر وخت ورسي او مړه يې کړي. وسيم هيله من دی چې د کمېټو له جوړېدو سره به د دوی کارونه نور هم ښه شي.

ده وویل، "په دې کمېټیو کې به ضلعي انتظاميه، رېسکيو، سېول ډيفنس، ځنګلات، ځنګلي حيات او ولسي رضاکار، دا ټول شامل وي. موږ به تر هر څه له مخه هغه سيمې په نښه کوو او نقشې به يې جوړوو چيرته چې د اور لګېدو زيات امکان موجود دی. په هغو سيمو کې به د ژغورنې مرکزونه يا رېسکيو سټېشنې جوړوو چې ژر تر ژره د اور ځای ته رسېدګي وکړای شو."

ده هيله وښودله چې په راتلونکي کې دوی ته د اور وژنې الات هم ورکړل شي چې کمېټې خپل کار په ښه شان وکړي.

ده وویل، "دا اول ځل دی چې حکومتي ادارو او عامو خلکو د وروستيو اورونو وژلو لپاره ګډې هڅې وکړې. زموږ مرستيال کمېشنر د اورونو د قابو کولو لپاره له نورو ضلعو هم مرستې وغوښتې."

د کوز يا لوېر سوات د ځنګلاتو محکمې د مشر افسر (ډي اېف او) محمد وسيم په خبره، زياتره اورونه د خلکو پر شخصي ځمکو لګېدلي ول. نوموړي البته زياته کړه چې اورونو د دې ضلعې پر ۱۰۸۶ ايکړه ځمکه لګېدلي حکومتي ځنګلونه هم اغېزمن کړي دي.

موږ د ملاکنډ ډويژن د مرستيال کمېشنر شوکت علي يوسفزي ترڅنګ د سوات له کمېشنر جنيد خان سره هم ټيليفوني رابطې وکړې چې د اورونو له وجې د شوي نقصان او د نويو کمېټو په اړه ترې معلومات واخلو، خو هغوی ځواب و نه وايه.

د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير په مشرۍ د لوړپوړو حکومتي چارواکو د جون ۱۷مې غونډې ته ويل شوي چې په تېرو څو اوونيو کې د صوبې په بېلا بېلو سيمو کې پر غرونو او ځنګلونو د اور لګېدو ۲۸۳ پېښې شوې دي.

غونډې ته همداراز ويل شوي چې اورونه زياتره وچو واښو او جاړه ګيو ته لګول شوي ول او دا چې د حکومتي ځنګلونو يوازې ۲۲ ونې ترې اغېزمنې شوې دي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې پوليس به د اور لګوونکو د نيولو لپاره هڅې تېزوي او د اړونده قوانينو په رڼا کې به هغوی ته سختې سزاګانې ورکول کېږي.

دا چې د سوات پر ځنګلونو لګېدلي اورونه څنګه مړه شول او ځايي خلک په دغه اړه د حکومتي اقداماتو په اړهڅه وايي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د مېنګورې يو مدني فعال عثمان ولسيار وايي، پوليسو په مرغزار او نورو شاوخوا سيمو کې د اورونو لګولو په تور ځينې مشکوک کسان ګرفتاره کړي دي. خو نوموړی زياتوي چې هغه رنګ چې لازمه وه، حکومتي ادارو د اورو وژنې په کارونو کې چټکيتا و نه ښووه.

ولسیار د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، "خلک اندېښمن دي چې دا اورونه ښايي د يوه منظم سازش برخه وي. که حادثاتي وای، نو بيا خو به يو ځانی نيم کې لګېدلي ول. د سوات هر يو ځنګل ته اور ورته کړل شو. اعلا وزير اوس د کمېټو خبره کوي. حال دا چې تقريباً ټول ځنګلونه مو لمبه شول. دوی سوات ته يو جهاز را و نه لېږل شو چې پر اورونو اوبه وپاشي او مړه يې کړي."

نوموړي وویل چې د سوات په فضا کې هره شپه جهازونه ګرځي، مشقونه کوي، خو د اوبو پاشلو هغه یې د ده په وینا ونه ليدی.

ده وویل، "حکومتي ادارو فوري اقدام نه دی کړی. دوی کمېټې هله جوړوي چې خلکو تاوانونه وګالل. حکومت بايد ولس ته ورسي او د هغوی په سلا مشوره کار وکړي."

د پېښور پوهنتون د ماحولياتي زده کړو د څانګې يو پخوانی استاد او اوسمهال د صوبې د لوړو زده کړو له کمېشن سره د يوه سلاکار په توګه کارکوونکی ډاکټر شفيق الرحمان هم وايي چې په وروستيو کې د بلوچستان او ورپسې د خيبرپښتونخوا ځنګلونو ته اورونه قصداً عمداً لګول شوي. نوموړی البته زياتوي چې حکومت د اور وژنې په چارو کې خپل ظرفيتونه بايد لوړ کړي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "زه د اورونو دې پېښو ته د ماحولياتي ترهګرۍ نوم ورکوم. په پاکستان کې پر يوه وخت په بلها ځايونو کې کله هم اورونه نه دي لګېدلي. موږ بايد دې ته هم پام وکړو چې په پاکستان کې د اورونو دا لړۍ د جون پر پينځمه پيل شوه. دا نېټه په نړۍ کې د ماحولياتو د ورځې په توګه لمانځل کېږي. معنا دا چې د دې اورونو هدف زموږ د هېواد چاپېريال ته نقصان رسول دي."

ده زیاته کړه چې حکومت که د کمېټو خبره کوي نو بايد په اول سر کې د ځنګلونو د څار نظام پياوړی کړي.

ده وویل، "له حکومت سره د اور مړ کولو سم بندوبست هم نشته. موږ کتلي دي چې په امريکا او اسټراليا کې کله پر ځنګلونو اور ولګي نو د جهازونو په وسيله ورباندې اوبه او پاوډر پاشل کېږي. موږ هم بايد هغه ټېکنالوجي ولرو. او بله دا چې ارادتاً اورونه لګوونکي زموږ د قام دوښمنان دي. هغوی بايد ګرفتاره شي او سختې سزاګانې وويني."

د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير په مشرۍ د جون ۱۷مې په غونډه کې د اور وژنې د هڅو په لړ کې د جهاز د کارولو پر خبره هم ټينګار وشو.

تېره مې مياشت د بلوچستان د شېراني ضلعې پر غرونو تر اورونو لګېدو وروسته روانه جون مياشت د ملاکنډ ډويژن ترڅنګ د وزيرستان، مهمند، صوابۍ او هريپور په ځينو سيمو کې هم اورونه ولګېدل چې له رپورټونه سره سم، خلکو ته يې ځاني او مالي تاوانونه واړول.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG