د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځنګلونه مو پردیو ووهل، پرې مو ږدئ چې ورشو: د تیرا راجګل کډوال


د تیرا ښکلې وادي
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:01 0:00

د تیرا ښکلې وادي

د تیرا راجګل کډوال وايي له تېرو اتو کالو راهیسې په جمرود کې د خپل خپلوانو په کچه ودانیو کې ژوند کوي او ورځ تر بلې تر سختو کړاونو لاندې تېرېږي.

دوی وايي د کډوالو کیمپونو ته نه دي تللي ځکه یی حکومت مرسته نه کوي او نه یې کړې ده خو دوی غواړي چې بې له ځنډه زغرده خپلو سیمو ته ستانه شي.

د تیرا راجګل دولت خان کوکيخېل مشال ريډیو ته وايي چې کله په راجګل کې وسلوالو ډلو جګړې پیل کړې نو کورونه یې پرېښودل او هر څه تزې پاتې شول. دی زیاتوي دلته په جمرود کې هر تن ته خپل خپلوانو یوه کوټه ورکړې او لس او پینځه لس تنه پکې ژوند کوي. ډېر سخت ژوند دی.دولت خان له سرکاره غوښتنه وکړه چې نور دې یې نه کړوي او ژر تر ژره دې خپلو سیمو ته د ستنولو بندوبست وکړي.

د کوکيخېلو یو بل مشر فیض الله جان وايي، له کورونو یې خلکو سامانونه غلا کړي دي، ځنګولونه یې وهل کېږي. د نورو ضلعو وګړي یې لرګي وړي. او بیا ترې فرنیچرې جوړوي او خرڅوي یې.

دی زیاتوي له کورونو یې تیرونه، دروازې او هر څه غایب شول، پکار ده چې حکومت یې زر ولیږي چې د خپلو باقي پاتې ځنګلونو حفاظت وکړي. نوموړي غوښتنه وکړه حکومت له پکار ده چې اول هلته د ویجاړو کورونو او زیانونو سروې وکړي او معاوضې ورکړي.

د خیبر ډپټي کمشنر محمود اسلم وايي، دتیرا راجګل له کډوالو او کوکيخېل مشرانو سره رابطه شوې ده او د راتلونکې دوشنبې/ ګل په ورځ به له ده سره ویني او په هغه ورځ به د پي ډي اېم اې او نورو محکمو چارواکي هم ورغواړي چې د دوی غوښتنې وګوري او پوره یې کړي. نوموړی وايي د د ځينو قومونو د ویجاړو کورونو د بیا رغولو سروې او د معاوضو ورکولو پروسه یې د کورونا وایرس وبا له وجې ځنډولې وه خو اوس یې بیا پیلوي.

په تیرا راجګل کې کوکيخېل مېشت دي چې د یوې اندازې له مخې شل زره کورنۍ ترې بې کوره شوي دي. راجګل د ننګرهار له ځینو برخو سره لګېدلی چې له ګڼو ځنګلونو ډکه سیمه ده.

چارواکي وايي هلته په ۲۰۱۶ کې د خیبر ۴ په نوم د وسلوالو پرضد پوځي عملیات سرته رسېدلي دي او دغه سیمه له وسلوالو پاکه کړل شوې ده او د راجګال ټولې څوکې یی تر خپلې ولکې لاندې دي.

XS
SM
MD
LG