د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت: د خیبر پښتونخوا په ځنګلونو کې ۲۱۰ ځایه اور لګېدلی


د ځنګلونو او ځنګلي ژوند ادارې ویاند لطیف الرحمن د جون پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، په ځینو سیمو کې داسې اوازې دي‌ چې ګواکې حکومت د سوځېدلې ونې پر سر پیسې ورکوي‌ خو د ده په وینا، دا دروغ دي.
د ځنګلونو او ځنګلي ژوند ادارې ویاند لطیف الرحمن د جون پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، په ځینو سیمو کې داسې اوازې دي‌ چې ګواکې حکومت د سوځېدلې ونې پر سر پیسې ورکوي‌ خو د ده په وینا، دا دروغ دي.

د خیبر پښتونخوا د ځنګلونو ، ماحولیاتو او ځنګلي ژوند یا وایلډ لایف ادارې ویلي چې په تېرو دوو اونیو کې د صوبې د ځنګلونو په ۲۱۰ ځایونو کې د اور لګېدو له کبله پراخ زیان رسېدلی دی.

د خیبر پښتونخوا دا خبره د جون پر ۱۱مه ناوخته په خپاره کړي رپورټ کې کړې ده.

په رپورټ کې ویل شوي‌ چې په دې ۲۱۰ پېښو کې په ۵۵ ځایونو کې خلکو اور په ارادي توګه لګولی، په ۱۲ ځایونو کې د وچې هوا او ګرمۍ له کبله لګېدلی او د ۱۰۳ ځایونو د اورو لګېدو لامل لا نه دی څرګند شوی.

د ځنګلونو او ځنګلي ژوند ادارې ویاند لطیف الرحمن د جون پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، په ځینو سیمو کې داسې اوازې دي‌ چې ګواکې حکومت د سوځېدلې ونې پر سر پیسې ورکوي‌ خو د ده په وینا، دا دروغ دي.

نوموړي وویل، په ارادي‌ توګه د ارو لګوونکو پرضد ۳۷ مقدمې درج شوې دي‌ او ۲۱ کسان پکې نیول شوي‌ هم دي.


لطیف الرحمن زیاته کړه چې د جولايي‌ تر ۱۵مې به په خیبر پښتونخوا کې زیاته ګرمي وي‌ چې له کبله یې د ده په وینا، په ځنګلونو کې د نور اور لګېدو خطر موجود دی.

ده وویل چې د دوی د ادارې ژغورونکې ډلې به په دې سیمو کې موجودې وي‌ او خلکو ته به هم د اور وژلو تربیت ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان په شېراني او د افغانستان په ختیځو سرحدي‌ ولایتونو کې هم په ځنګل کې اور پراخ تاوانونه اړولي دي.

د ماحولیاتو پوهان وايي چې داسې پیښې پر ماحول هم ډېر منفي او ژور اغیز کوي هغه ځکه چې نړۍ او په ځانګړې توګه پاکستان له وړاندې لا د نړیوالې تودخې له اثراتو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG