د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: افغانستان ته د امریکا بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه ورځي


د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب د اګست پر ۲۸مه په کابل کې خبري غونډې ته وویل، پاکستان دې خپله فضا د افغانستان ضد استعمال ته نه پرېږدي. (عکس: ارشیف)
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب د اګست پر ۲۸مه په کابل کې خبري غونډې ته وویل، پاکستان دې خپله فضا د افغانستان ضد استعمال ته نه پرېږدي. (عکس: ارشیف)

په افغانستان کې واکمن طالبان وايي، د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له فضايي حدودو افغانستان ته ننوځي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب ادعا کړې چې پاکستان د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ورکړې ده چې افغانستان ته د رسايي لپاره د پاکستان فضايي حدود وکاروي.

ملا محمد یعقوب دا څرګندونې د اګست پر ۲۸مه په کابل کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

هغه وويل، "زموږ د معلوماتو له مخې بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوځي او د پاکستان هوايي حريم کاروي."

نوموړي زیاته کړه چې دوی له پاکستانه غوښتنه کوي چې خپل هوايي حريم د افغانستان پرضد ونه کاروي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د غبرګون لپاره د اژانس پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه په سپینه ماڼۍ کې وویل چې ايمن الظواهري په کابل کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې، د جولای پر ۳۱مه د شوي بې پیلوټه الوتکې برید اجازه ده ورکړې وه. تر هغه وروسته پر ټولنیزو رسنیو داسې ګنګوسې خپرې شوې وې چې ګواکې پاکستان د الظواهري په وژلو کې رول لوبولی وو.

خو د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای ایس پي ار - مشر میجر جنرل بابر افتخار د اګست پر پنځمه وویل چې پاکستان د القاعده شبکې د مشر اېمن الظواهري په وژنه کې هیڅ لاس نه لري.

نوموړي ویلي وو چې ځینې پاکستان مخالفه هېوادونه په دې اړه پر ټولنيزو رسنيو منفي پروپېګنډې خپروي خو دوی یې په سختۍ ردوي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شو خو لا هم د نړۍ یوه هیواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د اګست ۱۵مه: طالبان څنګه پر کابل واکمن شول؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:16 0:00

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر یو کال زیات وخت شوی دی خو د نړیوالو په وینا، داسې هیڅ نښې یې نه دي ښودلې چې ګواکې منځلاري شوي دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب دا څرګندونې له هغه وروسته کړې دي چې د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۲۵مه وویل چې د افغانستان په فضا کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې پروازونه کوي.

نوموړي په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د امريکايي الوتکو ګرځيدل د افغانستان له خودمختارۍ سرغړونه ده.

نوموړي وویل چې په دې اړه یې له امريکايي چارواکو سره په بيا بيا خبرې شوې دي خو دا یې ونه ویل چې دا الوتکې له ګاونډي پاکستانه ورځي او که په منځني ختيځ کې له امريکايي پوځي مرکزونو څخه.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې که امريکايان د کومې وسله والې ډلې په اړه اندېښنه لري نو د طالبانو له حکومت سره دې شريکه کړي.

ملګرو ملتونو د جولای پر ۱۹مه په خپل رپورټ کې ویلي ول چې د ایمن الظواهري په مشرۍ القاعده ډله له طالبانو سره نېږدې اړیکې پالي.

په رپورټ کې راغلي ول چې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ایمن الظواهري "هوساینه ډېره" شوې وه او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوې وې.

چې کله طالبانو کابل ونيوه او پر افغانستان يې واکمني پيل کړه نو د پاکستان حکومت ځينو حلقو دغه نوي بدلون ته په مثبته سترګه کتل.

خو اوس داسې ښکاري چې پاکستان، په ځانګړې توګه، خيبر پښتونخوا د وسله والو له يوه نوي خطر سره مخامخ شوې ده.

په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په پخوانيو قبايلي سيمو، په ځانګړې توګه، په شمالي وزيرستان او ورسره په سوات، کوز دير او ملاکنډ کې د ناامنيو تازه پېښو ځايي ولس او سياستوال اندېښمن کړي دي. هغوی د ناامنۍ دغه څپه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتګ سره تړي.

XS
SM
MD
LG