د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې لګېدلی ګرځبندیز تر دوو ورځو وروسته لرې کړل شوی دی


د کورمې انتظاميه په دې اړه د خپل دریځ له ورکولو ډډه کوي او نه هم هلته امنیتي چارواکي په رسمي او څرګنده توګه خبرو ته تیار دي.
د کورمې انتظاميه په دې اړه د خپل دریځ له ورکولو ډډه کوي او نه هم هلته امنیتي چارواکي په رسمي او څرګنده توګه خبرو ته تیار دي.

د کورمې انتظامیې په سدې بازار کې په تاوتریخوالي کې خلکو ته د مرګژوبلې تر اوښتو وروسته په سیمه کې لګولی ګرځبندیز اوس لرې کړی دی.

د کورمې ځايي خلک او امنیتي چارواکي وايي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ لګول شوی ګرځبندیز د حالاتو تر عادي کېدو وروسته د اګست پر ۲۷مه لرې کړل شوی دی.

د کورمې د سدې یو قبایلي مشر ملک عبد الولي خان مشال راډیو ته وویل چې دا ګرځبندیز د دوی، انتظامیې او امنیتي چارواکو ترمنځ د خبرو اترو په نتیجه کې ختم شوی دی.

خو ده وویل چې د دې مطالبو پوره کول د حکومت ذمه واري ده چې پر خلکو د ډزو تحقیقات وکړي، مړو او ژوبلو ته معاوضه او د مذهب سپکاوي په تور نیول شويو کسانو ته له قانون سره سمه سزا ورکړي.

د کورمې د سدې په بازار کې د اګست پر ۲۵مه خلک تر هغې وروسته وپارېدل چې یوې ډلې د پیسو لانجې پر سر پر دوو کسانو د مذهب سپکاوي تور پورې کړ.

ځايي چارواکو او عامو خلکو مشال راډیو ته ویلي وو چې تورنو کسانو لومړی په یوه دوکان کې پناه واخیسته خو چې د بلوه ګرو زور زیات شو نو پولیس ورغلل او دواړه کسان یې تاڼې ته ولېږدول.

د دې پېښې عیني شاهدانو مشال راډیو ته ویلي وو چې پارېدلو خلکو چې په تاڼې د ننوتو هڅه وکړه نو پولیسو یې د منتشرولو لپاره هوايي ډزې وکړې.

خو د سدې روغتون ډاکتر رحیم ګل مشال راډیو ته وویل، په تاوتریخوالي او ډزو کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي.

ده وویل، "د پولیسو او عوام ترمینځ تصادم شوی دی. وژل شوی یو کس جاوېد دی او بل نجیب نومېږي. زما په خیال دواړه د سدې اوسېدونکي دي."

د عیني شاهدانو او چارواکو په وینا، پارېدلو کسانو تاڼه محاصره کړې وه او هلته یې اته ګاډي وسوځول.

چارواکي وايي، د مذهب سپکاوي په تور تورن دواړه کسان خوندي دي. د کورمې د پولیسو مشر ارباب شفیع الله مشال راډیو ته ویلي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د سیمې یو خبریال نبي جان اورکزي د اګست پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د سدې پېښه دا څرګندوي چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا تر ګډېدو وروسته هم د پولیسو رویه بدله شوې نه ده.

د ده په وینا، نه په دې سیمو کې داسې پولیس تیار کړل شوي چې په یو ښه توګه د داسې مسلو حل راوباسي.

د کورمې یو بل اوسېدونکي فضل ربي مشال راډیو ته وویل چې د سیمې پولیسو دا هر ثه په غیر مسلکي طریقه پرمخ بیولي نو ځکه د ده په وینا مسله د حل کېدو پر ځای نوره خرابه شوه.

د کورمې انتظاميه په دې اړه د خپل دریځ له ورکولو ډډه کوي او نه هم هلته امنیتي چارواکي په رسمي او څرګنده توګه خبرو ته تیار دي.

خو د پولیسو یو لوړ پوري چارواکي د نوم او غږ نه ورکولو په شرط مشال راډیو ته وویل، دوی دا خبره مني چې پولیس ځواک یې کمزوری دی خو بیا هم د ده په وینا، په کمو وسایلو کې خپله ذمه واري سرته رسوي.

ده زیاته کړه، "چې کوم پولیس ځواک ته ضرورت دی هغه لا له موږ سره نشته، او د دې هدف په ترلاسه کولو کې به لس کاله نور لګېږي."

تر دې مخکې هم په کورمه کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د فرقه ییزو اختلافاتو له وجې حالات خراب شوي دي.

روان کال په سیمه کې د مذهب او د سپېڅلو شخصیتونو د سپکاوي د تورونو د درو جلا،جلا پېښو له وجې امنیتي وضع ترینګلې شوې وه خو د انتظامیې په مرسته د سیمې د شیعه او سني مشرانو تر جرګو وروسته حالات عادي شول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG