د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې د یوه کس د وژنې ضد پاړه چنار کې احتجاج


د جولای پر ۲۶مه په پاړه چنار کې لسګونه خلکو د یوه کس د وژنې په غبرګون احتجاج وکړ.

دا احتجاج تر هغې یوه ورځ وروسته شوی چې په سده کې د دوو وروڼو د وژنې پر ضد د مظاهرې پر مهال بلوه ګرو د زینت علي په نوم یو کس ووژاه.

مظاهره کوونکو تر څه ساعته پورې د وژل شوي تن جسد هلته د پرېس کلب مخې ته اېښی وو او ځینو مشرانو یې ویناوې وکړې.

د سیمې یو مشر ملک دلدارحسین پر دغه مهال مظاهره کوونکو ته د وینا په ترڅ کې وویل، د زینت علي وژنې د سیمې ټول خلک خپه کړي نو حکومت دې د هغه وژونکي ژر تر ژره ونېسي.

پولیس وايي، په سیمه کې ځینو خلکو د بلوو هڅه کوله چې دوی یې مخه ونیوله او ځینې کسان یې ګرفتار هم کړل.

په عین حال کې د سدې یوه پولیس افسر د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جولای پر ۲۶مه یې زینت علي د وژنې په تور د پیر قیوم سیمې دوه اوسېدونکي نیولي دي.

لومړی څه پېښ شول؟

د سیمې د اوسېدونکو او چارواکو په وینا، د جولای پر ۲۵مه په کړمان سیمه کې وسله والو دوه وروڼه حیات الله او شین ګل وویشتل چې په غبرګون کې یې خلکو مظاهره پیل کړه.

دې مظاهره کوونکو د وژلیو مړي د سدې په څلور لاره کې ایښي ول او د ټل او پاړه چنار ترمنځ لاره یې تر پېنځو ساعتونو پورې تړلې وه.

په احتجاج کې ځینو کسانو پر امنیتي پوستو او د سپرلیو پر ګاډو هم کاڼي وورول.

د سیمې د خلکو او چارواکو وینا، مازیګر مهال د پیر قیوم د څپر کلي زینت علي د بلوه ګرو ترمنځ ګېر شو او هغوی ورباندې کاڼي وورول او ویې واژه.

د زینت علي تر وژنې وروسته

د انجمن حسینیه مشر حاجي سردار حسین مشال راډیو ته وویل، که په سیمه کې د شخصي شخړو په نتیجه کې احتجاجونه کېږي او بې ګناه خلکو ته تکلیف رسي نو دا د هېچا په ګټه نه ده.

په عین وخت کې د سدې ملک سلیم خان اورکزي مشال راډیو ته ویلي چې په کړمان کې د "بېګناه وروڼو" وژلو ضد احتجاج پر مهال چې هر چا ته زیان او تکلیف رسېدلی وي، غندنه یې کوي.

سردار حسین پر پولیسو غږ کړی چې د علي په وژنه کې ککړ کسان ونیسي.

د پولیسو دریځ

د کورمې د پولیسو مشر قریش خان پر دې موضوع له خبرو ډډه وکړه خو یوه بل امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته یې د نوم نه ښودو په شرط وویل، پلټنې یې پیل کړې دي او چې څوک هم د زینت علي او د دوو وروڼو حیات الله او شین ګل په وژنه کې ککړ ول، پر ضد یې کارروايي کوي.

دی وايي، د مظاهرې پر مهال د پولیس سرتېرو شمېر کم وو او خلک زیات ول نو ځکه د علي په ژغورنه کې بریالي نه شول.

د پولیسو د افسر په وینا، د مظاهره کوونکو په کاڼو درې پولیسان هم سرسري ژوبل شول.

دی زیاتوي چې پولیسو لا د وژنو رپورټونه نه دي دایر کړي خو په سیمه کې حالات تر کنټرول لاندې دي او د ټل – پاړه چنار سړک هم پرانیستی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG