د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو او حماس ترمینځ جګړه دوام لري


د مې پر ۱۲مه د جګړې په مهال د غزې په شمال کې له ودانیو لوګي خیژي.
د مې پر ۱۲مه د جګړې په مهال د غزې په شمال کې له ودانیو لوګي خیژي.

اسراییلي ځواکونو د مې پر ۱۷مه د شمالي غزې په جبالیه سیمه کې د حماس جنګیالیو سره جګړه کړې ده.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا ترهګره ډله ګڼل شوې ده.

دا جګړې هغه وخت پیل شوې چې یوه اوونۍ مخکې اسراییلي ځواکونه بېرته دې سیمې ته ستانه شوي دي. په همدې وخت کې، په جنوبي غزه کې وسلوالو په رفح سیمه کې په ټانکونو برید کړی دی.

په داسي حال کې چې جګړه پراخه شوې، د امريکا ځواکونو ویلي چې په مرستو بار ټرکونو له ساحل څخه حرکت پيل کړی چې د دې لپاره يې يو عارضي لار جوړه کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې د مرستو د ویش لپاره یې پلانونه نهايي کړی دی. د دوی په وينا د ځمکې له لارې د ټرکونو کاروانونه لاهم د مرستې ترلاسه کولو تر ټولو موثره لاره ده.

د مې له ۱۱مې راهیسې د رفح په څنډو کې د اسراييلیو ځواکونو او فلسطينیو وسلوالو ترمینځ د درنو نښتو له کبله د مرستو د لېږد نيږدې مهمو لارو ته رسېدل ګران شوي دي او ترڅنګ يې تر ۱۱۰،۰۰۰ زيات خلک چې شمال ته کډو کولو ته اړ شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د لویې ابادۍ لرونکي پر هغه رفح ښار د بشپړې حملې له وجې د لوی ناورین زېږېدو خطر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG