د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: اهل تشیع او سني مشران د سیمې پر امنیت غږېدلي


په کورمه کې د اهل تشیع او سنیانو غونډه
په کورمه کې د اهل تشیع او سنیانو غونډه

د کورمې د ساتین په اېف سي کلا کې د اهل تشیع او سنيانو مشرانو په غونډه کې د سیمې پر امنیت او د خپلمنځي باور جوړونې په اړه خبرې شوې دي.

دا غونډه د جولای پر ۳۰مه د حکومتي او امنیتي چارواکو تر څار لاندې تر هغې وروسته شوې چې په وروستیو کې د بېلا بېلو پېښو له وجې د شیعه ګانو او سنیانو اړیکي ترینګلي شوي دي.

په دې کې یې یوه پېښه د جولای پر ۲۵مه شوې چې په سده کې د خلکو په احتجاج او تاوتریخوالي کې یو کس ووژل شو.

د زینت علي تر وژنې وروسته اهل تشیع احتجاج وکړ خو حکومت وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي او لږ تر لږه دوه مشکوک کسان یې هم نیولي دي.

له دې پرته د جون په پای کې د ابراهیمزیو او بالشخېلو د اوسېدونکو او د پاړه څمکنیو ترمنځ د مرغې چینې ځمکې لانجې پر سر په پېنځه ورځنۍ نښته کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل شول.

د سیمې اهل تشیع او سني مشرانو په بیا بیا ټینګار وکړ چې دا پېښې له فرقو او دین سره هېڅ تړاو نه لري، خو پر دې سربېره په سیمه کې حالات ترینګلي شول.

د غونډې پایله

د سدې ملک حاجي سلیم خان اورکزی وايي، د جولای ۳۰مې په غونډه کې پر دې سلا شول چې د سیمې امن ته لومړیتوب ورکوي او د خبرو له لارې ټولې لانجې او شخړې هواروي.

د اهل تشیع د سازمان – انجمن حسینیه – مشر حاجي سردار حسین وايي، شخصي پېښې او ګټې له مذهب او فرقو سره تړل نه دي په کار.

ده وویل، همداراز، خلک باید په ټولنه کې د نورو د تکلیف او تاوان سبب و نه ګرځي.

حسین زیاتوي چې حکومت دې هم په سیمه کې خپله عملداري باوري کړي.

د مري موافقه

په ۲۰۰۷ز کال کې په کورمه کې د اهل تشیع او سنیانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې وې چې تر هغې یو کال وروسته په ۲۰۰۸ز کال کې د دواړو خواوو او بېلا بېلو قبیلو مشران د پاکستان په مري ښار کې کښېناستل او یوه موافقه یې لاسلیک کړه.

د هغې موافقې په یوه ماده کې راغلي ول چې مشران او انتظامیه به د شاملاتي ځمکو د ملکیت ټاکلو هڅې کوي.

په تړون کې ویل شوي ول چې لانجې به د ځمکې د ګټې او مالیو د اسنادو چې کاغذات مال بلل کېږي له لارې هوارېږي او که قانوني کاغذونه نه وي نو بیا به د پښتنو له دود، دستور سره سم فیصله کېږي.

پر دې موافقې سربېره تر اوسه په کورمه کې د ځمکو لانجې نه دي هوارې شوې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG