د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: له ترهګرۍ ضد دريځ سره ولاړ يو


د بهرنيو چارو وزارت بيان وايي چې پاکستان په هره بڼه د ترهګرۍ غندنه کوي.
د بهرنيو چارو وزارت بيان وايي چې پاکستان په هره بڼه د ترهګرۍ غندنه کوي.

پاکستان ويلي چې له نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو له قراردادونو سره سم له ترهګرۍ ضد دريځ سره ولاړ دی.

د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت د اګست پر دويمه ناوخته تر هغه وروسته دا بيان خپور کړ چې د امريکا ولسمشر جو بايډن د يوې امريکايي بې پيلوټې الوتکې په بريد کې د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري د وژل کېدو اعلان وکړ.

په بيان کې د پاکستان د بهرينو چارو وزارت د وياند له خولې ليکل شوي چې هغوی په افغانستان کې د امريکا لخوا د ترهګرۍ ضد عملياتو په اړه د امريکا رسمي بيانونه او خبري راپورونه ليدلي دي.

په بيان کې زياته شوې چې پاکستان په هره بڼه د ترهګرۍ غندنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG