د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ښه او بد طالبان دواړه په نښه کوو'


پاکستانی پوځ له بنو د وزیرستان لور ته خوځېږي
پاکستانی پوځ له بنو د وزیرستان لور ته خوځېږي

پاکستاني پوځ ویلي، د شمالي وزیرستان عملیات ((د پاکستان د بقا جګړه ده)) او دا به په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره لار برابره کړي.

پاکستاني پوځ ویلي، د شمالي وزیرستان عملیات ((د پاکستان د بقا جګړه ده)) او دا به په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره لار برابره کړي.

دا خبره تېر ماښام د پوځ د عامه اړیکو (ای اېس پی ار) ویاند مېجر جنرال عاصم باجوه خبریالانو ته وکړه. ده دعوه وکړه چې دا عملیات ((د ښو او بدو طالبانو)) له توپیر یا فرقه پرته کېږي. ده وویل، په عملیاتو کې د حقاني شبکې وسله وال هم په نښه کوي.

د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې په شمالي وزیرستان کې یې ۱۱ نور وسله وال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) بېګا وویل، تېره ورځ یې د وسله والو شپږ پټنځایونه هم ړنګ کړي دي او دا چې تر اوسه په عملیاتو کې ۱۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. ازادو سرچینو او وسله والو د پوځ د دې دعوو پخلی نه دی کړی. هلته په میرامشا کې ځینو کسانو مشال راډيو ته په ټیلي فون ویلي چې دوی که په یوه یا دوه ورځو کې له سیمې و نه وتل نو له لوږې به مړه شي. دا کسان وايي، ټوله سیمه خالي ده او بمباري روانه ده نو ځکه نشي وتلای. دوی وايي، په سیمه کې شاوخوا ۷۰ کسان بند پاتې دي.

پاکستان وايي، د شمالي وزیرستان ولس د ترهګرۍ پر ضد قرباني ورکړې ده او د کډوالو مرسته کول د دوی ذمه واري ده.

دا خبره، تېره ورځ په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم د اوونیزې خبري غونډې پر وخت وکړه.

تسنیم اسلم زیاته کړه، د پوځي عملیاتو د ځپل شویو لپاره دوی له هېڅ بهرني هېواد یا مرستندویه ادارو مرستې نه دي غوښتې. هلته امریکا د وزیرستان د بې کوره شویو لپاره د ۸۰ لکه ډالره د مرستو اعلان کړی دی. نن په اسلام اباد کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دې پیسو سره به د کډوالو د خوړو اړتیاوې پوره کوي. بیان زیاتوي، دا مرسته د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې (یو اېس اې ای ډي) د پروګرام برخه ده.

افغان ولس دې له وزیرستانیو کډوالو سره مرستې وکړې

افغان ولسمشر حامد کرزي له شمالي وزیرستانه افغانستان ته له ورغلیو کډوالو سره د سمدستي مرستو غوښتنه کړې ده.

کرزي تېره ورځ«پنجشنبه» په خپله راډیويي وینا کې وویل، اړونده حکومتي ادارو ته یې سپارښتنه کړې ده چې بې کوره شویو کسانو ته د روغتیايي او نورو مرستو رسولو هڅه وکړي. ده له افغان وګړو هم د شمالي وزیرستان له کډوالو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله شاوخوا پینځه لکه خلک بې کوره شوي دي چې پکې زرګونه افغانستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG