د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خيبرپښتونخوا کې بارانونو ۱۷ کسان وژلي


د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په ۲۰۱۰ز سېلاوونو لوی زیان اړولی وو.
د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په ۲۰۱۰ز سېلاوونو لوی زیان اړولی وو.

په خیبر پښتونخوا کې د سختو بارانونو له کبله لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي دي.

د تورغر ضلعې یو پولیس چارواکی محمد نواز د سېپټېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې په لیرې پرته سیمه کې د سخت باران له وجې یوشمېر کورونه نړېدلي دي. د ده په خبره، د مرستندویه ادارو ژغورونکو له نړېدلو کورونو څخه تر اوسه پورې د ۱۱ کسانو مړي راایستلي دي.

هغه زیاته کړه چې د کورونو په ملبه کې د نورو کسانو د موندلو او راایستلو لټون روان دی.

محمد نواز وويل چې درې کورونه په بشپړه توګه ړنګ شوي او یو شمېر کورونو ته لږ زیان رسېدلی دی.

تورغر د خېبر پښتونخوا د هزاره ډویژن یوه لري پرته سیمه ده چې پکې د ځايي خلکو په وينا د ژغورنې حکومتي ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ سهولت نشته. حکومت څه موده وړاندې په دې سيمه کې د ريسکيو ۱۱۲۲ دفتر جوړولو منظوري ورکړې وه خو په اسمبلۍ کې د تورغر استازی لايق محمد خان وايي چې دا کار دې ژر تر ژره بشپړ شي.

هغه زياته کړه: "د ریسکیو ۱۱۲۲ د دفتر جوړولو باندې کار پیل شوی خو زموږ غوښتنه دا ده چې پر جوړېډو به يې ډېر وخت لګېږي نو ځکه غواړو چې د دفتر لپاره يو ځای په کرایه ونيول شي."

بل خوا د خيبرپښتونخوا د اېبټ اباد ښار چارواکو هم ویلي چې د غر ښوېدو په پېښه کې یوه ښځه، د هغې خاوند او یو ماشوم مړ شوی او درې نور یې ژوبل شوي دی.

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وړاندې مبارزې ادارې چارواکي وايي، اغېزمنو سیمو ته یې مرستي استولي خو په غرییزو سیمو کې د غرونو ښويېدو له وجې په رسد کې ځنډ راغلی. د چارواکو په وینا، د بارانونو او سېلاوونو له کبله لارې هم تړل شوي چې د خلاصولو هڅې یې روانې دي.

له ناورينونو سره د مبارزه ادارې ((پي ډي اېم اې)) د سېپټمبر پر شپږمه نېټه د هزاره او ملاکنډ ډویژن په ګډون په خيبر پښتونخوا کي د سپټمبر تر۱۲مې نيټې پوري د تېزو بارانونو خبردارې ورکړی وو او د ټولو ضلعو انتظامیې ته یې په ممکنه سېلاوونو د نظر ساتو امر کړی وو.

په پاکستان کې د پشکال بارانونه د سېپټېمبر تر نیمايي جاري وي چې پکې وخت نا وخت دا ډول پېښې کېږي.

XS
SM
MD
LG