د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اب و هوا بدلون په پاکستان کې د ولس پرمختيا او سوکالي ټکني کړي


د بلوچستان په پښین کې له وچکالۍ ځمکه چاودېدلې
د بلوچستان په پښین کې له وچکالۍ ځمکه چاودېدلې

په ملګرو ملتونو کې د بشري مرستو انسجام ادارې (اوچا) د روان ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۲مه په خپور کړي يو رپورټ کې ويلي چې د اب و هوا بدلون نړيوال بحران د پاکستاني ولس د پرمختيا او سوکالۍ چارې له ګواښ سره مخامخې کړې دي.

د رپورټ ترمخه، پاکستان په پرله پسې توګه د سختې ګرمۍ او وچکالۍ څپو ترڅنګ سېلاوونه، د ځمکښوېدنې پېښې او سمندري توپانونه تجربه کړي دي.

پاکستان د نړۍ د هغو ملکونو په ډله کې حسابېږی چې د اب و هوا بدلون د خلکو، په تېره د ښځو ژوند خورا اغېزمن کړی دی.

دا چې پاکستان ولې د اب و هوا د بدلون مسلې ښکار دی او د دې خطر کچه څومره لويه ده؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د پېښور پوهنتون د ماحولياتي زده کړو د څانګې استادې ډاکټرې بشری خان د اکتوبر پر درېيمه مشال راډيو ته وويل، د پاکستان جغرافيايي موقعیت د دې لامل شوی چې هلته د اب و هوا د بدلون اثرات زيات ښکاره شي.

''پاکستان چې په کومه جغرافيه کې قرار لري، دا يو لوی فيکټور دی. موږ بايد پر دې پوه واوسو چې پاکستان کوم غټ صنعتي هېواد نه دی او په دې توګه د کاربن ډايي اکسايډ او ميتېن په څېر د ګیسونو اخراجوونکی هم نه دی. خو له بده مرغه پر دې هېواد د اب و هوا د بدلون اغېز سېوا دی. د هغې وجه دا ده چې زموږ په شمال کې د نړۍ مهم واورين کمرونه دي. دا کمرونه يا غرونه يوازې د پاکستان نه بلکې د ټولې سيمې اب وهوا کنټرولوي. د حرارت درجې له لوړېدو سره دا واورين کمرونه ويلي او په لاندې سيمو کې د سېلاوونو لامل کېږي. پاکستان د رقبې له پلوه وړوکی هېواد دی. که په شمال کې يوه قدرتي پېښه وشي نو اثر يې په دوو ورځو کې کراچۍ ته رسېدلی وي.''

ډاکټرې بشری خان زياته کړه چې د اب و هوا بدلون تر بل هر څه زيات د يوه هېواد د وګړو لپاره د خوړو د کمښت لامل کېدای شي. د نوموړې په خبره، په دې توګه د سړيو په پرتله د ښځو کاري صلاحيت او د هغوی ژوند خورا اغېزمنېږي.

“د تودوښې کچې (درجه حرارت) لوړېدو مسله يوې خوا ته، خو په نيږدې راتلونکي کې ښايي موږ د خوړو د کمښت له ستونزې سره مخ شو. په تېره زموږ ښځو ته، چې ماشومان زېږوي او پالي، که مناسب خواړه و نه رسي نو له هغوی سره سره د ماشوم صحت ته خطر پېښېږي. د دې ترڅنګ، د پاکستان په زياتره سيمو کې د کور د اوبو ضرورتونه ښځې پوره کوي. له لیرې کوهانو او چشمو په منګو کې اوبه راوړي. دوی د دې لويو فاصلو په وهلو کې له يوشمېر ټولنيزو ستونزو هم کړېږي.”

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي، پاکستان د خپلو وګړو د خوړو ضرورتونو پوره کولو لپاره تر ډېره د اب و هوا بدلون له پلوه پر خپله حساسه ځمکه او د اوبو او ځنګلونو پر منابعو تکيه کوي.

د رپورټ ترمخه، د پاکستان د ۴۲ فيصده وګړيو د ژوند دارومدار پر زراعت دی. خو زياتوي چې د اب و هوا بدلون او په نتيجه کې يې د خوړو د کمي پيدا کېدونکې ستونزه به په تېره د ښځو او ماشومانو پر صحت او ژوند زيات اغېز وکړي. د ماشوموالي په ودونو، تر وخته مخکې د ماشومانو زېږېدو او پر ښځو د کورني تشدد په پېښو کې به اضافه وشي.

همدې مسلو ته په پام په اسلام اباد کې د عوامي ورکرز پارټۍ يوه مخکښه او د عورت ازادي مارچ يوه فعاله عصمت رضا شاهجهان وايي، پاکستان د نړيوالو د غوښتنو په منلو د خپلې کليوالې ابادۍ ژوند ورګران کړی دی. د نوموړې په وينا، د پاکستان د پرمختيا او خوشالۍ لپاره ضروري ده چې هلته کارخانې ولګي او ولس يې په روزګار شي.

''غرب د درېيمې نړۍ حکومتونو ته وايي چې پر خپلو ځمکو زياتې ونې ولګوئ. د دې معنا دا چې ولس نور له عوامي او شاملاتي ځمکو د خپل ژوند ضرورتونه نشي پوره کولی. د کليو غريب خلک به خپل څاروي څنګه مړوي؟ د خشاک لرګي به له کومې کوي؟ حکومت هغوی ته ګيس هم نه ورکوي. پر هغې يوازې د ښاري سيمو خلک مزې کوي. حال دا چې د پاکستان شاوخوا ۷۰ فيصده ابادي په کليو کې ده. پر دې سربېره، د هوا د الودګۍ مسله ده. يا دا پر سيمه مو چې کوم جنګ وشو. د يوې ښځې چې يو ماشوم مړ شي نو دوه به نور پيدا کوي. او که ورته ناروغه شو نو د علاج لپاره يې پيسې هم نه وي. د څښلو صفا اوبه هم نشته. دې هر څه د پاکستان د عامو خلکو ژوند خورا سخت کړی دی. د دې مسلو د حل لپاره له حکومت سره کوم بندوبست نشته. موږ د غرب دا خبره نه منو چې د هغوی کارخانې به کاربن ډايي اکساييډ اخراجوي او زور به يې دلته له موږه وځي. موږ تر هغې له زړو پيداواري رشتو، جاګيردارۍ نظام او قبايلي سوچ او کړنو نشو راوتلای چې په سيمه کې مو صنعت وده نه وي کړي.''

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د تېرې سېپټمبر مياشت پر درېيمه د چين په پلازمينه بيجنګ کې د دوامدارې پرمختيا پر موضوع جوړې يوې غونډې ته په خپله ويډيويي وينا کې وويل چې حکومت يې د غربت خاتمې او د اب و هوا بدلون مسلې حل ته په خپل کاري پلان کې لومړيتوب ورکړی دی.

نوموړي په دې لړ کې د خپل حکومت د “احساس” او “بلين ټري څونامي” پروژو يادونه وکړه.

خو د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند يوې غړې شګفتې ملک د اکتوبر پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې د حکومتي دعوو برعکس په صوبه کې د يو ارب ونو لګولو منصوبه له ناکامۍ سره مخ شوې.

''د اب و هوا بدلون پر موضوع د ښځو لپاره د پوهاوي پروګرام نشته. بلخوا حکومت وايي چې دا مسله به د اربونو ونو په لګولو حلوي. خو دا تشې تورې خبرې دي. په اسمبلۍ کې د “بلين ټري څونامي” پروژې په اړه زما د يوې پوښتنې په ځواب کې پارليماني کمېشن جوړ شو. د حکومتي او اپوزيشن ګوندونو غړيو د صوبې بېلا بېلو سيمو ته ګډ سفرونه وکړل. حکومت دعوه کوله چې په بنو کې يې ۱۰۰۰۰ ونې لګولې دي. هغه يوازې ۳۰۰ وې. همداراز د حکومت په کاغذونو کې ليکل شوي وو چې د پېښور په هر يونين کونسل کې به ۱۳ لکه بوټي لګول کېږي. خو موږ ته معلومه شوه چې په يو يونين کونسل کې هم تر ۱۰۰ زيات بوټي نه دي لګول شوي.''

په کوټه ښار کې د څښلو اوبو زښته ډېر کمی دی
په کوټه ښار کې د څښلو اوبو زښته ډېر کمی دی

د شګفتې ملک د نيوکو په ځواب کې د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د حکومتي تحريک انصاف ګوند يوه غړې عايشه بانو وايي چې دوی په قومي او هم صوبايي اسمبليانو کې د اب و هوا بدلون او د هغې د اثراتو موضوع په بيا بيا پورته کړې. د نوموړې په خبره، د صوبې حکومت په کلني بجټ کې د اوبو د کمي ستونزې د حل لپاره يوه اندازه پيسې هم بېلې کړې دي.

''د صوبې په زياتره سيمو کې د کور اوبه پوره کولو ذمه واري د ښځې وي. په عين وخت کې يوازې پاکستان نه بلکې په ټوله نړۍ کې د ځمکلاندې اوبو سطح په کښته روانه ده. دا مسله بيا د صوبې په جنوبي ضلعو کې زياته ده. هلته ځناور او انسانان له يوه ډنډه اوبه څښي. ما د خپلې حلقې د پرمختيايي بجټ يوه زياته برخه پيسې د اوبو د کمي مسالې په حلولو لګولې دي. صوبايي حکومت مو دا ځل په خپل کلني بجټ کې د باراني اوبو د زېرمولو (ذخيرې) پروژو لپاره پيسې بېلې کړې دي. ما د صوبې اعلا وزير ته وړانديز کړی چې موږ بايد د اب و هوا له بدلون سره د تړليو مسلو د څېړلو او د هغو د حل لپاره يوه ځانګړې اداره ولرو. موږ په قامي او هم د صوبې په اسمبلۍ کې کاري ډلې جوړې کړې دي چې حکومت ته د اب و هوا بدلون په اړه وړانديزونه ورکړي. په دې کې زياته توجه د ښځو د صحت او خير ښېګڼې چارو ته کېږي.''

ملګرو ملتونو روانه لسيزه، يعنې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۳۰ز کاله موده د چاپېريال د نظام د بحالۍ لسيزې په توګه نومولې ده.

په عين وخت کې اسيايي پرمختيايي بانک او نړيوال بانک د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۱۹مه په خپور کړي يو ګډ رپورټ کې خبرداری ورکړی چې پاکستان به د اب و هوا بدلون مسلو له وجې ښايي د کال شاوخوا ۳،۸ اربه ډالره اقتصادي تاوان وويني.

په رپورټ کې زياته شوې چې د اب و هوا له بدلون سره تړلې مسلې ښايي په راتلونکي کې د پاکستان د غريبو خلکو او لږکيو ډلو ژوند لاپسې خراب کړي.

XS
SM
MD
LG