د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خيبر پښتونخوا کې بارانونو ۷ کسان وژلي


په خيبر پښتونخوا کې دا ځل واورې هم ډېرې شوې دي
په خيبر پښتونخوا کې دا ځل واورې هم ډېرې شوې دي

په خیبر پښتونخوا کې چارواکي‌وايي چې په صوبه کې د بارانونو روانې څپې لږ تر لږه ۷ کسان وژلي او په لسګونو کورونو ته یې زیان اړولی دی.

د سرکاري امدادي ادارې، ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي د جنورۍ په ۲۳مه مشال رېډیو ته چې د بارانونو له امله له ۱۵ زیات کسان ژوبل شوي هم دي. د هغه په وينا تر ټولو ډير زیان په شانګله کې خلکو ته اوښتی.

فیضي زیاتوي: "اوسنيو بارانونو په خیبر پښتونخوا کې اووه کسان وژلي دي. له ۱۵ څخه ډېر ژوبل دي. تر ټولو لويه پېښه په شانګله کې د ځمکې ښوييدو وه چې خلک یې لاندې کړې وو. درېيمه ورځ ده چې د لټون عمليات روان دي. تر اوسه مو نهه کسان له خاورو راویستلي دي چې پينځه پکې مړه دي."

د خيبر پښتونخوا حکومت لا واردمخه خبرداری ورکړی وو چې بارانونه په غرنيو سيمو کې ويجاړی رامنځته کولی شي. د موسمياتو محکمې ويلي وو چې د جنورۍ تر ۲۴مې پورې په ځينو ځايونو کې د ‌ډېرې واورې کېدو امکان دی.

د خيبرپښتونخوا سېلاني سيمو کې د مري غوندې پېښې مخنيوی څنګه کېدای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:23 0:00

د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي‌ اېم اې) مشر شریف حسین مشال رېډیو ته ويلي چې دوی ته د رسېدلو راپورونو ترمخه‌، بارانونه ډير ورانی د صوبې په لسو ضلعو کې اړولی. هغه د جنورۍ په ۲۳مه وويل چې امدادي کارکوونکي‌یې د خلکو په خوندي ساتلو بوخت دي.

حسین زیاته کړه: "موږ یو فنډ لرو. په کومو ځايونو کې چې په داسې قدرتي افت کې څوک مړ شي نو هغه ته درې لکه او ژوبل شوي تن يو لک روپۍ ورکوو. که د چا کور ړنګ شوی وي نو هغه ته پر يو لک روپيو سربېره خېمه او خوراکي توکې هم اخلو."

نوموړي زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا په ځينو سیمو کې دا ځل ډيره واوره شوي خو د دوی کارکوونکي د لارو په پاکولو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG