د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا حکومت قبايلي سيمو کې چاپيريال ته زيان رسوونکي کارخانې تړي


د خیبر خلک وايي، د سټیل میلونه زهرجنه هوا خوروي: انځور له ارشیفه
د خیبر خلک وايي، د سټیل میلونه زهرجنه هوا خوروي: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د چاپېریال ساتنې قانون اوس د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو په شان په قبایلي ضلعو کې هم تطبیقېږي.

په یاده صوبه کې د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر انور علي شاه د مارچ پر ۲۶مه نېټه مشال راډیو ته وویل، د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې له ورګډېدو وروسته د " اېنوایرمینټل پروټېکشن ایکټ " قوانین اوس په قبایلي ضلعو کې هم عملي کېږي.

د نوموړي په وینا، په قبایلي ضلعو کې د کارخانو مالکان مسوولیت لري چې د خلکو د روغتیا او د چاپېریال د خوندي ساتلو په موخه په سپارښتنو عمل وکړي. هغه وايي: "د سټیلو او نورو کارخانو مالکان د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره باید عصري وسایل وکاروي. د هرې کارخانې لپاره د هوا د ککړتیا د کنټرولولو سیسټم، ځانګړي فلټرونه او د ګردونو جمع کوونکي اوزار لازمي ګرځول شوي دي."

د نوموړي په وینا له دې کاره یې موخه دا هم ده چې د زهرجنو لوګیو د اخراج مخنیوي وشي.

د خیبر چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه د سټیلو داسې شپږ کارخانې تړلي چې د هغوی سپارښتنو ته یې پام نه کولو.

د باړې یو اوسیدونکي قسمت خان مشال راډیو ته وویل چې هلته یو شمېر کارخانې داسې هم شته چې د زهرجنو لوګیو د مخنیوي لپاره اقدامات نه کوي او د خلکو د روغتیا لپاره ګواښونه پېښوي. نوموړی وايي، له دې وجې د خلکو ژوند اغېزمن شوی او سالنډۍ په ګډون یو شمېر نور رنځونه یې له وجې مخې ته راغلې دي.

د یوې اندازې له مخې، په خیبر ضلع کې له ۵۰ زیاتې کارخانې لګول شوي چې تر ۲۰ پورې پکې یوازې د سټیلو هغه دي. د دغو کارخانو د ټولنې یو مشر د نوم د پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل، د فاټا له انضمامه وړاندې، هغوی باندې داسې قوانین نه وو خو اوس چې حکومت وضع کړي نو د عملي کولو لپاره به لاس په کار کېږي.

د چارواکو په وینا، د پاکستان د لویو ښارونو د هوا ککړتیا د صحت د نړېوالې ادارې لخوا له ټاکلي شوي حد نه څلور چنده لوړه ده.

XS
SM
MD
LG