د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحريک انصاف د ګرانۍ پر ضد احتجاجونه وکړل


په لاهور کې د جون په ۱۹مه د تحريک انصاف د غړو مظاهره.
په لاهور کې د جون په ۱۹مه د تحريک انصاف د غړو مظاهره.

د پاکستان تحريک انصاف غړو او پلویانو د ملک په بېلابېلو برخو کې د ګرانۍ پر ضد مظاهرې کړې دي او له حکومته یې د اقتصاد سمولو غوښتنه کړې ده.

د جون پر ۱۹مه، مظاهره چيان په پېښور، لاهور، ملتان، کراچۍ او ځينو نورو ښارونو کې سړکونو ته ووتل او هغه کاغذونه یې په لاسونو کې نیولي ول چې د ګرانۍ او حکومت ضد نعرې پرې ليکل شوې وې.

احتجاج کوونکو ته د تحريک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د ويډيو لېنک له لارې وينا وکړه. هغه ادعا وکړه چې وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان اېتلافي حکومت د اقتصاد بهترولو لپاره هېڅ پلان نه لري. "حکومت بجلي، تېل او د ورځني ضرورت شيان دومره ګران کړي چې د خلکو ژوند یې سخت کړی دی."

خو د اېتلافي حکومت چارواکي د خراب اقتصاد پړه د عمران خان پر تېر حکومت اچوي او وايي چې کله نوموړی د اپرېل په مياشت کې د عدم اعتماد تحريک له لارې له وزيراعظمۍ ليرې شو نو ګراني وار له مخه زیاته وه او اقتصاد خراب وو.

د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د جون پر ۱۷مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د عمران خان حکومت د پيسو له نړيوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د قرض اخیستو لپاره يوه داسې لوظنامه کړې چې اوسنی حکومت مجبور دی چې عملی یې کړي. د هغه په وينا، له موافقې سره سم، د قرض خلاصولو شرایط سخت دي نو ځکه حکومت مجبور دی چې ځينې سخت ګامونه واخلي.

د حکومت په دې ګامونو کې د پېټرولو، خاورو تېلو او ډیزلو نرخونه زیاتول شامل دي. د خزانې وزارت د جون پر ۱۵مه د پېټرولو د یو لیټر بیه ۲۴، د ډيزلو یې ۵۹ او د خاورې تېلو هغه ۲۹ روپۍ زیاته کړه. اوس يو ليټر پېټرول په څه کم ۲۳۴، ډیزل په څه د پاسه ۲۶۳ او د خاورو د تېلو نرخ څه د پاسه ۲۱۱ روپۍ دی.

حکومت په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د تېلو په نرخونو کې درې واره اضافه کړې.

XS
SM
MD
LG