د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د تيلو بيو لوړولو پرضد د جون پر ۱۹مه احتجاج اعلان کړی


پخواني وزيراعظم عمران خان له واکه تر لېري کېدو وروسته حکومت ضد لاريونونه او غونډو ته دوام ورکړی ــ انځور له ارشيفه
پخواني وزيراعظم عمران خان له واکه تر لېري کېدو وروسته حکومت ضد لاريونونه او غونډو ته دوام ورکړی ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او د دې هېواد پخواني وزيراعظم عمران خان د تېلو د بیو زیاتېدو پرضد د جون پر ۱۹مه د احتجاجونو اعلان کړی دی.

نوموړي پرون (د جون پر ۱۶مه) پر خپلې رسمي ټوېټر پاڼې په ویډیويي بیان کې ویلي دي چې د تېلو په نرخونو کې "لوی زیاتوالی به د ټولنې د ټولو طبقو، په ځانګړي ډول، مزدورانو، بزګرانو او تنخا اخیستونکو لپاره د سختو مشکلاتو" لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون پر ۱۵مه د شاوخوا یوې میاشتې په موده کې په درېیم ځل د تېلو بیې لوړې کړې. له دې سره په هغه هېواد کې د یو لیټر پېټرولو بیه شاوخوا ۲۳۴، د ډیزلو نرخ څه د پاسه ۲۶۳ او د خاورو تېلو بیه ۲۱۱ روپۍ ته رسېدلې ده.

عمران خان په خپله وینا کې زیاته کړه چې "دومره زیاته ګراني" په پاکستان کې "هېڅکله نه وه راغلې" ځکه اړینه ده چې پرضد یې "سوله ییز احتجاج" وشي.

يوه پياله چای: د پاکستاني وزير بيان غبرګونونه پارولي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00

د پاکستان اېتلافي حکومت د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو وزیراعظم شهباز شریف پرون د تېلو بیو تر لوړېدو وروسته پر ټوېټر په بیان کې ويلي ول چې د ولس له مشکلاتو خبر دی او له دې پرته یې بله لاره نه لرله ځکه چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور موافقه کړې وه.

ای اېم اېف تېر کال تر هغې وروسته پاکستان ته د شپږ اربه ډالرو د درې کلن پور د قسط ورکړه ودروله چې هغه هېواد یې د شرطونو په پوره کولو کې پاتې راغی. د پیسو نړیوال صندوق پر اسلام اباد ټینګار کړی چې پر تېلو او انرژۍ دې رعایت ختم کړي. د مالي چارو وزیر مفتاح اسماعیل وايي، د تېلو د بیو لوړولو پرېکړه یې د ای اېم اېف د پور پروګرام بحالۍ لپاره کړې ده.

XS
SM
MD
LG