د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو ژبې نړیواله ورځ: د ژبې پرمختګ لپاره نور څه کيدلی شي؟


ځيني پښتو کتابونه په يوه المارۍ کې
ځيني پښتو کتابونه په يوه المارۍ کې

د مې په ۲۹مه، د پښتو ژبې ورځ لمانځل کېږي. دا ورځ په لومړي ځل د ۲۰۱۲م کال د مې پر ۲۹مه په کابل کې د يوې غونډې چې چارواکو او لیکوالانو پکې ګډون درلود، پر مهال ولمانځل شوه.

په دې غونډه کې پرېکړه شوې وه چې دا ورځ به هر کال په همدغه ورځ لمانځي او د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره به په بېلابېلو اړخونو خبرې کيږي.

د دې ورځې د لمانځلو وړاندیز، کمپيوټر پوه نور رحمان ليوال، په کابل کې د ۲۰۱۰م کال د جولای پر ۱۰مه د پښتو کنفرنس په مهال کړی وو. تر دې مخکې د ليوال د کمپيوټرونو او سافت وييرونو جوړولو شرکت پا کمپنۍ، ليوال سافټ، د پښتو ژبې لومړی کيبورډ يا د کمپيوټر ليکدړه هم بازار ته راایستلې وه.

د پښتو ژبې تاریخ

د يوشمېر تاريخپوهانو په وينا پښتانه اريايان دي او د دوی ژبه پښتو هم د اريايي ژبو له ډلې څخه ده. کله چې زرګونه کاله وړاندې اريايان د بلخ په شاوخوا سيمو کې اباد شول نو د يو بل د پوهولو لپاره دوی په يوه ژبه ګړېدل چې "اريک" بلل کېدل او همدغې ژبې ته د اريايي ژبو مور ويل کېږي. خو د وخت په تېرېدو سره له اريک څخه نورې ژبې هم پيدا شوې چې يوه يې پښتو ده.

د ژبو په نړيوال اطلس کې د پښتو ۱۰۴ لهجې يا ګړدودونه ثبت شوي دي.
اصف صمیم

په کابل کې مېشت د پښتو ژبې ليکوال او څېړونکی حبيب الله رفيع وايي چې اريک د وخت په تېرېدو سره په بېلا بېلو لهجو کې ووېشل شول او وروسته هغو لهجو يا ګړدودونو د ژبو بڼه واخيسته او ځان ته ژبې ونومول شوې.

هغه زیاته کړه: "کله چې اريايان د افغانستان په شمال کې سره خواره شول نو ورو ورو د دوی له ژبو لهجې جوړې شوې او دا لهجې ورو ورو په ژبو واوښتلې. ويدي او اويستايي د هغه پير لرغوني ژبې دي چې په دې منطقه کې يې سرودونه درلودل. په دې سرودونو کې مخکې له دې چې ليک رامنځ ته شي، د ځوانانو لپاره درسونه ورکول کېدل او د ژوند لارې چارې ورښودل کېدلې."

د پښتو ژبې ګړدودونه

د ډېری تاريخپوهانو په اند کله چې پښتو شاوخوا ۳۵۰۰ کاله وړاندې له اريک څخه بېله شوه نو د وخت په تېرېدو سره پخپله په يو شمېر ګړدودونو کې وويشل شول. په جلال اباد کې مېشت د پښتو ژبې ليکوال او ژبپوه محمد اصف صميم وايي چې پښتو پر ۱۰۴ ګړدودونو وېشل شوې چې تر ټولو پخوانۍ يې وڼېڅي ده.

هغه زیاتوي: "په پښتو کې د ګړدودونو ګڼوالی بېخي ډېر دی. د ژبو په نړيوال اطلس کې د پښتو ۱۰۴ لهجې يا ګړدودونه ثبت شوي دي. په دې کې زړه لهجه وڼېڅي ده چې اوس هم د جنوبي پښتونخوا (بلوچستان) په ځينو سيمو کې ويل کېږي او د ژبې هغه پخوانۍ نښې پکې پاتې دي."

له مېلاد دمخه د پښتو ژبې ډبرليک

د يوشمېر لرغون پېژندونکو او تاريخپوهانو په نظر په لرغونو اثارو کې هم د پښتو ژبې څرک تر سترګو کېږي. حبيب الله رفيع وايي د لرغونپوهانو له کېندنو وروسته له ۵۲۲ څخه تر ۴۸۶ ميلاد وړاندې کلونو کې د لومړي داريوش د واکمنۍ پر مهال د ايران په بېستون غره کې د پښتو ډبرليکونه موندل شوي چې د دې ژبې پر لرغونوالي دلالت کوي.

نوموړی زیاتوي: "د داريوش په کتبو کې د پښتو متنونه او نښې خوندې دي. د ده د واکمنۍ پر مهال په موندل شويو ډبرليکونو کې يې پر يوه باندې د پښتو درې کرښې شته چې هغه د پښتو زوړ شعر بلل کېږي.

نی اریکه آهم = نه اړیکی وم

نی دروجنه آهم = نه دروغجن وم

نی زورکره آهم = نه زورکړونی وم"

د جرمني ژبپوه سباستيان هاينه چې د نړۍ په څه باندې ۳۵ ژبو او ګړدودونو باندې ګړيږي وايي چې پښتو د افغانستان د نورو ژبو ترڅنګ اويستا ته ډېره نيږدې ده. هغه وايي: "پښتو اويستا ژبې ته تر ټولو نيږدې ده. د افغانستان تر څنګ په پښتونخوا کې هم ځينې ژبې شته چې وړوکې ژبې دي او په مستقيمه توګه له پښتو سره تړلي دي. يوه د برکي يا کانيګرم ژبه ده چې ځينې وګړي دې ته ارمړي وايي. د پنجشېر په شاوخوا کې ويل شوې ژبه پراچي، د مُنجان ژبه او نن ورځ په پاکستان کې د ايدغا په نامه مشهوره ژبه هغه څلور وړوکې ژوندۍ اريايي ژبې دي چې مستقيم له پښتو سره تړلې دي."

د ژبو ډلې يا ژبکورنۍ

د ژبپوهنې له پلوه د نړۍ ټولې ژبې د ژبپوهنې په ۱۴۲ ډلو يا ژبکورنيو کې وېشل شوي چې تر ټولو لويه ژبکورنۍ Indo-European يا هندو اروپايي ده چې د نړۍ په شاوخوا ۶۰ هېوادونو کې ۴۴۵ ژبې پخپله لمن کې رانغاړي او تر درې اربه [بليونه] زيات ويونکي لري.

د پښتو ژبې اوسنی اصلاح شوی ليکدود نيږدې ۱۱۰۰ کاله پخوانی دی
معصوم هوتک

په کاناډا کې مېشت ليکوال او ژبپوه محمد معصوم هوتک وايي چې پښتو د هندو اروپايي ژبو کورنۍ کې د ارياني ژبې په شمال ختيځ ښاخ پورې تړاو لري او دا ژبه د پښتنو غوندې لرغونی تاريخ لري خو د هغه په خبره د اوسنۍ پښتو اصلاح شوی ليکدود څه باندې ۱۱۰۰ کاله وړاندې رامنځ ته شوی دی.

هغه وايي: "موږ د پښتو ژبې د ليکنې په باب يوازې په خيراللغات کې يو روايت لرو چې د سلطان محمود غزنوي (۹۷۱ – ۱۰۳۰ز) په وخت کې ابوالحسن ميوندي ته چې د سلطان وزير و، وظيفه ورکړل شوه چې د پښتو ژبې لپاره الفبا جوړه کړي. ځينې خلک خصوصاً علامه عبدالشکور رشاد په دې عقيده دی چې ابوالحسن ميوندي د پښتو الفبا اصلاح کړله او د خيراللغات په روايت کې هم د اصلاح کليمه راغلې ده. نو د اصلاح د کليمې غوښتنه خو دا ده چې ترمخه يو شی موجود و چې بيا دوی اصلاح کاوه."

اوسمهال د پښتو مقام

د ژبو د نړيوالې معتبرې سرچينې "ايتنالاګ" له څېړنې سره سم د ژبو د وېش پر اساس پښتو په ژونديو او باثباته ژبو کې حسابل کېږي او د ويونکو د شمېر له پلوه د نړۍ په لومړيو لويو ۴۰ ژبو کې ځای لري.

په پېښور کې څېړونکی او د باچا خان مرکز د کلتوري برخې مشر، ډاکټر خادم حسېن وايي په پښتو ژبه کې اوسني بدلونونه د دې لامل شوي چې پښتو د نړيوالو ژبو په لومړي قطار کې دروي. "په نړۍ کې د پښتو يوشمېر راډيو او ټي وي چېنلونه فعاليت کوي او هغو سيمو ته هم خپل غږ رسوي چيرې چې انټرنېټ نشته. بلخوا نوو ځوانانو په پښتو ژبه ليک لوست پيل کړی او په تېرو څو کلونو کې يوازې په پېښور کې د نثر زرګونه کتابونه چاپ شوي دي. مخکې به زياتره شاعري چاپېدل. درېيمه خبره دا ده چې د ټولنيزو رسنيو له برکته پښتو ژبه ډېر زيات کاروونکي لري."

خادم حسېن زياتوي چې پر دې سربېره يو خوا په نړۍ کې دا بحثونه زيات شوي او بلخوا په پښتنو کې دا پوهه او احساس را ژوندی شوی چې لومړنۍ زده کړې بايد په مورنۍ ژبه وي.

په نړۍ کې تر ټولو زيات پښتانه يا پښتو ويونکي په پاکستان کې استوګن دي چې د دې هېواد د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د څه باندې ۲۰۷ مليونه نفوس څخه شاوخوا ۳۸ مليونه نفوس لري چې ۱۸.۲۴ سلنه کېږي. پښتو له پنجابي وروسته د پاکستان دويمه لويه ژبه ده.

بلخوا د بېلا بېلو سرچينو او څېړنو له مخې د افغانستان له اټکل شوي ۳۵ مليونه نفوس څخه يې څه باندې ۵۰ سلنه پښتانه دي او پښتو هلته د ملي او رسمي ژبې حيثيت لري. پر دې سربېره د نړۍ په يوشمېر نورو هېوادونو کې هم پښتانه ژوند کوي چې شمېر يې څه باندې پينځه مليونه ته رسيږي. دا ډول په نړۍ کې د پښتنو يا پښتو ويونکو شمېر تر ۶۰ مليونه يا شپږ کروړه اوړي.

د ژبې پرمختګ لپاره نور څه کيدلی شي؟

که څه هم پښتو په لومړي ځل په ۱۹۸۴ز کال کې په کمپيوټر کې وکارول شوه خو له هغه وروسته اوس سلګونه وېبپاڼې، راډيو او ټېليويژن چېنلونه لري. پښتو په ۲۰۱۶ز کال کې د انټرنېټي پلټونکي ماشين ګوګل ژباړن برخه هم وګرځېده. خو ډاکټر خادم حسېن وايي چې پر دې هر څه سربېره بيا هم پښتو له سياسي، اقتصادي اوټولنيزو ننګونو سره مخامخ ده.

د پښتو د پرمختګ لپاره ضروري ده چې دا د اقتصاد او نصاب ژبه شي
خادم حسېن

هغه زیاتوي: "نن چې له کومو ننګونو سره پښتانه مخامخ دي نو له همهغو ننګونو سره پښتو ژبه مخامخ ده. د پښتنو پر خاوره جنګونه او ناامني ده. دلته په پښتونخوا کې پښتو د تعليم يا نصاب ژبه نه ده ګرځول شوې. د عوامي نېشنل ګوند حکومت په دې اړه هڅه کړې وه خو د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت هغه هڅه په شا کړه. بلخوا پښتو د اقتصاد ژبه نه ده ګرځېدلې. کومه ژبه چې د اقتصاد برخه وګرځي نو په هغې کې تشخص، کلتور او سياست پرمخ ځي. پر دې سربېره رياست د قامي او مورنيو ژبو د ختمولو عمل پرمخ وړي چې دا يو سياسي چېلنج دی."

بلخوا محمد معصوم هوتک د پښتو ژبې راتلونکي ته هيله مند ښکاري او وايي چې د تېرو دوو پېړيو پرتله په تېرو ۴۰ کلونو کې پښتو ژبې ته زښت زيات کار شوی دی. هغه وايي: "په دا وروستيو ۴۰ کلونو کې د پښتو شعر په برخه کې او ورپسې د کتابونو، ليکنو، ترجمو او نوې ټېکنالوجۍ په برخه کې پښتو ډېر واضح پرمختګ کړی دی. په تيرو ۴۰ کلونو کې دغې ژبې داسې خېز وهلی دی چې له ډېرو زړو ژبو سره يې ځان برابر کړی دی. مليونونه کسان په دې ژبه خبرې کوي. خصوصاً د ۴۰ کلونو جنګونو او سياسي جنجالونو د پښتو لپاره دا ګټه ورسوله چې د نړی ډېر خلک د پښتو له نامه سره اشنا شول."

د پوهانو په نظر ژبه د هر قام د کلتور، شناخت او تشخص د ملا تير وي او له همدغه پيژندګلوۍ او تشخص سره د قام وسيلې او واک تړلی وي.

د ژبپوهنې له بېلا بېلو معتبرو سرچينو سره سم دا وخت په نړۍ کې څه باندې ۷۰۰۰ ژبې ويل کېږي چې پر دريو برخو وېشل شوي دي. لومړۍ برخه چې د دې ژبو څه باندې اته سلنه تشکيلوي، Institutional Languages يا اداري ژبې بلل کېږي چې د سرکار يا دفتر ژبې دي او د ورکېدو يا فنا کېدو له خطره وتلي دي. په دويمه درجه کې Stable Languages يا باثباته ژبې دي چې څه باندې ۵۱ سلنه کېږي او د زياتو ويونکو درلودلو تر څنګ ماشومان هم دا ژبې زده کوي يا خبرې په کوي. په درېيمه درجه کې Endangered Languages يا هغه ژبې دي چې ماشومان يا نوی نسل پرې خبرې نه کوي او د نورو لويو ژبو د غلبې له کبله د فنا کېدو له خطر سره مخامخ دي. د نړۍ په ۷،۱۱۷ ژبو کې له خطر سره د مخامخ ژبو شمېر ۲،۹۲۶ دی چې څه کم ۴۱ سلنه کېږي.

اړوند

XS
SM
MD
LG