د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خپل دکان پښتو نوم ته ډېر خوشاله یم: جمیل خان


په بونېر کې د یو دکان نوم په پښتو ژبه لیکل شوی
په بونېر کې د یو دکان نوم په پښتو ژبه لیکل شوی

د خیبر پښتونخوا د بونیر کینګر ګلی کلي جمیل خان د جامو د خپل دکان نوم اوس په پښتو کې 'جمیل د ټوکو پلورنځي' ته اړولی دی.

د اکتوبر پر ۱۴ مه له مشال راډیو سره په خبرو کې جمیل خان وویل د خپل دکان په پښتو کې نوم ته ډېر خوشاله دی او داسې فکر کوي چې له دې سره به ولس د خپلو دکانونو او یا نورو ځایونو نومونه په پښتو کې لیکلو ته اړ شي.

په مالاکنډ کې 'د هنر کور' په نوم یوې ادبي ټولنې په بونیر کې د دکانونو نومونه په پښتو ژبه د لیکلو یو کمپېن پېل کړی دې چې له سېپټمبر میاشتې راهیسې پیل شوی دی او پر ټولنیزو رسنیو د دغو دکانونو ګڼ عکسونه هم خپاره شوي دي. د 'هنر کور' غړي وایي د دغه مهم د پیلولو مقصد یې د خلکو پام خپلې ژبې ته رااړول دي.

د بونیر د کینګر ګلی اوسېدونکي وایي اوس چې په بازار تېرېږي نو د خپلو دکانونو نومونه په پښتو ویني.

د هنر کور ادبې ټولنه چې ګڼ شاعران، لیکوالان، سندرغاړي او نور هنرمندانیې غړي دي،غواړي چې د دکانونو تختې/لوحې په پښتو کولو سره د خپلې ژبې خدمت تر سره کړي.

د دغه ادبي ټولنې یو غړي امجد شهزاد د اکتوبر پر ۱۴ مشال راډیو ته وویل دا مهم یې لومړی په بونېر کې پېل کړ او اوس به یې نورو سیمو ته هم غزويي.امجد شهزاد وایي غواړي چې د دې مهم له لارې پښتانه پښتو لیکلو ته وهڅوي، او دا چې د پښتو نومونو ته د خلکو پام واوړوي.

په بونېر کې د جامو ګنډلو د یو دکان نوم
په بونېر کې د جامو ګنډلو د یو دکان نوم

امجد شهزاد دا هم وویل چې د دوی پر املا او پر ځینو نومونو تنقیدونه هم شوي دي خو دوی کوشش کوي چې د باړه ګلي د پښتو ژبې د نړیوال کنفرنس په رڼا کې دغه املا ولیکي او په ځینو سیمو کې د خلکو خوښه هم په پام کې نیسي. نوموړی وایي خلک به ورو ورو دې خبرې ته رضا کوي چې خپل ټول نومونه پښتو ژبې ته واړوي.

امجد شهزاد دا هم وویل دغه مهم لومړی د بونېر په بهایي کلي کې پیل شو. د بهایي کلي یو اوسېدونکي احتشام پښتون چې په عمان کې ژوند کوي، له مشال راډیو سره یې په خبرو کې وویل دا خبره یې له ډېرې مودې نه په فکر کې وو خو لومړی یې کوشش کاوه چې خلک دې کار ته راضي کړي.

احتشام پښتون وایي له مالاکنډ سره سره ورته د کرمې او نورو ځایونو نه هم خلکو لیکلي دي چې دوی به ډېر زر د خپلو دکانونو او بازارونونو نومونه په پښتو ژبه بدلوي.

د بونیر کینګر ګلی کلي کې د دکانونو نومونه په پښتو کې د لیکلو کار پوره شوی دې. کینګر ګلی د پیر بابا سره نږدې پرته سیمه ده. د بونېر ګڼ اوسیدونکي په ملایشیا ،سعودي عرب او نورو عرب هېوادونو کې ژوند کوي.

د کینګر ګلی د بازار یو بل دکاندار حبیب الرحمان وایي ده او وروڼو یې اوس د خپل دکان نوم(حمان د ګېسونو لوی دکان) ته بدل کړ. نوموړی وایي خوشاله دي چې د دکانونو نومونه یې اوس په خپله ژبه پښتو لیکل شوي دي. نوموړی وایي په دغه سیمه کې ډېرو سېکانو چې پښتو یې مورنۍ ژبه ده د خپلو دکانونو نومونه په پښتو کې ولیکل.

د بونېر د موهن لال د دکان نوم
د بونېر د موهن لال د دکان نوم

د کینګر ګلی د ټولنیزو چارو یو فعال احمد موسا چې په خپل کلي کې د دکانونو لوحې په پښتو کې د لیکلو کمپېن پېل کړی دې، وایي لومړی یې د خپل کلي خلک دې ته راځي کړل چې د دکانونو نومونه دې په پېښتو ولیکل شي. نوموړي د اکتوبر پر ۱۴ مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل اوس هم د سیمې ۱۰ فیصده خلک ورسره دغه خبره نه مني خو دوی یې دې خبرې ته په رضا کولو بوخت دي.

احمد موسا وایي دا کار دوی په خپل سر کوي، که ځینې دکانداران ورته د نوم بدلولو خرچه ورکړي نو ښه ده ګني د دغې کار لپاره ټول ملګري پخپله پېسې راغونډوي.

بلخوا د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ مشر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزیر د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل د دکانونو نومونه په پښتو ژبه لیکلو سره به پښتو د معاش ژبې ته ورګډه شي.نوموړی وایي دغلته لېن دېن هسې هم په پښتو کې وي، خو دپښتو نومونو سره به خلکو ته د خپلولۍ احساس کیږي. نصرالله جان وزیر وایي د پښتو ټولې لهجې او ټول ټکي په لیکلو او وییلو کې جدا جدا ښايستونه لري او باید موږ د یو بل لهجه او ټکی ومنو ځکه پښتو یوه زړه ژبه ده او ګڼې لهجې او سیمه ییز نومونه لري.

نوموړی وایي باید د دکانونو نومونه په پښتو کې د لیکلو د مهم مرسته وکړای شي، ځکه چې یو خو به له دې سره د پښتو نومونه په خلکو کې مقبول او خوښ شي او بله دا چې پښتو به د اقتصاد، معاش او روزګار ژبې ته ورداخله شي.

XS
SM
MD
LG