د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو ژبې تاريخ، اوسنی حالت او ننګونې


د پښتو ژبې تاريخ، اوسنی حالت او ننګونې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:24 0:00

د فبرورۍ ۲۱مه هر کال د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. کله چې د پاکستان تر خپلواکۍ يو کال وروسته په ۱۹۴۸ز کال کې حکومت "اردو" د دې هېواد د يوازينۍ ملي ژبې په توګه اعلان کړه نو د هغه وخت په ختيځ پاکستان يا اوسني بنګله دېش کې ولس د دې ګام مخالفت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې هلته زياته ويونکې ژبه "بنګالي" دې هم ملي ژبه وګرځول شي. وروسته د ۱۹۵۲ز کال د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه چې کله په ډاکا ښار کې د ډاکا پوهنتون زده کوونکو مظاهره کوله نو پوليسو ډزې ورباندې وکړې چې په نتيجه کې يې پينځه زده کوونکي ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. د مورنۍ ژبې ارزښت او د مظاهرې قربانيانو ته د درناوي په توګه ملګرو ملتونو په ۱۹۹۹ز کال کې د فېبرورۍ ۲۱مه د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه ونومول. احمد شاه اعظمي د همدې ورځې په تړاو د پښتو ژبې تاريخ، اوسني حالت او ننګونو ته کتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG