د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان: د پښتو لیکوالو ته جایزې ورکړل شوې


د پښتو ژبې لیکوال او شاعران داسې غونډې ستایي او غوښتنه کوي چې داسې غونډې باید د حکومت له خوا جوړې شي.
د پښتو ژبې لیکوال او شاعران داسې غونډې ستایي او غوښتنه کوي چې داسې غونډې باید د حکومت له خوا جوړې شي.

د خیبر پښتونخوا په مردان کې د پښتو ادبي سنګر لخوا د سیمې شاعرانو او ادیبانو ته پر غوره ادبي خدماتو "د مشتاق مجروح" په نوم ادبي جایزې ورکړل شوې.

دا جایزې د نومبر پر ۲۶مه د یادې ادبې ټولنې تر سیورې لاندې په جوړه شوې غونډه کې ورکړل شوې دي.

په دې غونډه کې نازیه درانۍ ته پر ښه غزل لیکلو جایزه ورکړل شوه. فېض الوهاب فېض، مهراندېش، فېض ګدون او غمګین مایاري ته پر ښو افسانو او نثز لیکولو جایزې ورکړل شوې. یو شمېر نورو شاعرانو او لیکوالو ته هم پر غوره ادب جایزې ورکړل شوې.

د پښتو ژبې لیکوال او شاعران داسې غونډې ستایي او غوښتنه کوي چې داسې غونډې باید د حکومت له خوا جوړې شي.

د دوی په وینا، حکومت ته په کار ده چې د شاعرانو کتابونه چاپ کړي او د هغوی ستاینه وکړي.

د پښتو شاعر اولیکوال اکبر هوتي مشال راډیو ته وویل، " له ۱۸م ترمیمه وروسته کلتور او د ادب څانګه صوبو ته ورکړل شوې ده خو په دې اړه له مودې راهیسې د خېبر پښتونخوا د کلتور څانګه کنګل شوې او هېڅ داسې پروګرامونه نه کېږي چې د پښتو ژبې، کلتور او ادب ته ګټه ورسېږي."

د پښتو ژبې او کلتور د ودې لپاره هلې ځلې کوونکی نسیم مندوخېل مشال راډیو ته وویل چې داسې غونډې پښتو ته ډېره ګټه رسوي.

ده وویل، "جایزې ورکول یو ډېر ښه دود دی له دې د شاعرانو حوصله لوړېږي او بیا هڅه کوي چې د خپلې ژبې، قام او وطن خدمت وکړي."

د ده په وینا، په کار ده چې ادبي تنظیمونه وخت په وخت داسې پروګرامونه، غونډې او بنډارونه جوړ کړي.

د خیبر پښتونخوا د کلتور صوبايي څانګې مرستىیال ډايرېکټر رياض خان مشال راډیو ته وویل چې دوی د پښتو په ګډون د نورو سيمه يزو ژبيو د پرمختګ لپاره اقدامات کوي او د دې لپاره يې انډومنټ فنډ جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG