د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځينو پښتنو مېرمنو ادبي هڅو ته کتنه


د مشال راډیويي مجلې تازه ګڼه د مېرمنو د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې. په دې خپرونه کې د پېښور، کوټې او کابل ښځینه لیکوالو، شاعرانو او څېړونکو سره خبرې شوي دي.

د مېرمنو نړېواله ورځ هر کال د مارچ په اتمه نېټه لمانځل کېږي. دا خپرونه په هغه ورځ نه خپرېږي خو په هماغې اوونۍ کې ضرور خپرېږي نو ځکه مو اړینه وبلله چې مېرمنو ته یې ځانګړې کړو.

د ژوند د نورو ډګرونو په څېر پښتنې مېرمنې د شعر او نثر په تخلیق کې هم د نارینه وو سره اوږه په اوږه روانې دي. همت یې ځکه هم د ستایلو وړ دی چې دوی د نارینه لیکوالو په شان د لیکلو لپاره ځانګړی وخت نه لري بلکې د کور د نورو سختو کارونو سره سره خپلې ادبي هلې ځلې هم جاري ساتي.

د خپرونې په غږیزه بڼه کې په سر کې د لوییز ګلوک په نوم د هغې امریکایۍ شاعرې د یو شعر ازاده ژباړه اورېدلی شئ چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د ادبیاتو په څانګه کې د نوبل جایزه وګټله، دا نظم یو تصور نومېږي.

د هغې ورځې په هیله چې یوه پښتنه لیکواله یا شاعره هم دې ډګر ته ورسېږي چې د نوبل نړېواله جایزه وګټي خو پښتنې لیکوالې او شاعرانې که د خپلو کورنیو لږه ډاډګېرنه هم تر لاسه کړي نو فکر کوي د نوبل جایزه یې ګټلې ده او وايي: چې ګل دې راکړو په خندا شوې .... زه دې له ګله په خندا خوشاله یمه.

په خپرونه کې د دوو وتلو پښتنو ښځینه وو لیکوالانو مېرمن پروین ملال او سلمی شاهین مفصلې مرکې او د دوو نورو پېژندل شوو ښځینه وو لیکوالانو شفا کاکړ او ثمینه قادر څرګندونې هم اورېدلی شئ.

مجله دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:45:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

لیکواله شفا کاکړه د کوټې په پوسټ ګرېجوېټ کالج کې د پښتو ادبیاتو استاده ده. موږ د مشال راډیويي مجلې په غږیزه برخه کې د هغې خبرې راخېستي چې د پښتنو مېرمنو د ژوند د کشالو په اړه یې پکې څرګندونې کړې دي.

پروین ملال څو لسیزې وړاندې په کندهار کې زوکړې، په دې تېرو څو لسیزو کې له وطنه لرې مساپره پاتې شوې او اوس مهال د انګلستان په وېلز ښار کې ژوند کوي. پروین دافغانستان د اوس مهالو ښځینه شاعرانو په منځ کې ممتاز حیثیت لري او دهغې په شاعرۍ کې هغه دردونه له ورایه ښکاري چې نه یوازې دا بلکه دافغانستان ټولې میرمنې ترې تیرې شوي دي، دغه درد ، د پروین ملال شاعرۍ ته ډیر څه ورکړي دي.

ثمینه قادر په پښتو او اردو ژبو لیکل کوي او څو کتابونه یې چاپ شوې دي او د ګڼو پښتو او اردو ژبو ادبي تنظیمونو سره ناسته پاسته کوي. د ثمینې قادر خبرې هم تاسو د مجلې په غږیزه برخه کې په تفصیل سره اورېدلی شئ:

سلما شاهین د خیبر پښتونخوا په بغداده مردان کې د اپریل په شپاړسمه نولس سوه پنځه پنځوسم کال کې د امیر محمدخان کره پیداشوه.

امیر محمد خان د باچاخان د خدايي خدمت ګار غورځنګ له نږدې پلویانو څخه و او ددې خبرې طرفداره و چې په خپلو لوڼو هم د خپلو زامنو په شان لوړې زدکړې وکړي.

ښايي همداوجه به وه چې داکثرو پښتنو روایتي کورنیو په شان چا د سلما د تعلیم مخه ونه نیوله.

سلما شاهین وايي هغه مهال به یې په ریډیو کې د احمدخان او فضل ربې سندرې او بدلې ډیرې خوښیدلې او کله به یې چې په خپوانو کې واده و نو پخپله به یې هم د نورو جینکو سره په تمبل سندرې او ټپې ویلې.
سلما پرایمري، مډل او هايي سکول او بیا وروسته کالج هم په مردان کې ولوستل او بیا د ماسټرۍ لپاره د پېښور یونیورسټۍ په پښتو ډیپارټمنټ کې شامله شوه.

هغې نه یواځې په پښتو ادبیاتو کې MA وکړه بلکه وروسته یې د PHD یا ډاکټرۍ سند هم ترلاسه کړو او ډیر کلونه یې د پېښور یونیورسټۍ په په پښتو ډیپارټمنټ او پښتو اکیډمۍ کې د ښونکې، څیړونکې او مشرې په توګه هم تیر کړل.

نوموړې په اتم جومات کې وه چې د شعر ویلو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې وې خو اول شعر یې هغه مهال په امن اخبار کې چاپ شو چې دا په یونیورسټۍ کې د پښتو طالب علمه وه.

خو اوس یې د چاپ شوو کتابونو شمیره له شپاړسو اوړي چې نوی سحر، زه هماغسې وړه وی، او راویل یې شعري ټولګې دي، ناول یې که رڼا شوه په نوم چاپ شوی او د لنډو کیسو ټولګه یې کاڼي او اغزي نومیږي.

د تحقیق په میدان کې د روهي ادب په نوم د زرګونو نادرو ټپو ټولول او جدید نظم په پښتو کې په نوم د کتاب لیکل د یادولو وړ دي. سلما شاهین چین او کینیډا ته بهرني سفرونه هم کړي او په اردو ژبه يې د چین سفرنامه هم لیکلې ده.

XS
SM
MD
LG