د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د پښتونخوا لفظ تر خوشال خټک وروسته په لومړي ځل سیاست ته صمد خان اڅکزي راوړ''


په کوټه کې د عبدالصمد خان اڅکزي تلینغونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی وینا کوي. ۲۰۲۱، ۰۲ ډیسېمبر

نن د ډیسېمبر پر دویمه نېټه د پښتنو د يو وتلي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۸م تلين په مناسبت په کوټه کې يوه لويه ولسي غونډه وشوه.

دغې غونډې ته د ګوند مشرانو د عبدالصمد خان اڅکزي پر ژوند او مبارزې سربېره پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په اړه ويناوې وکړې.

دې تلینغونډې ته محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل چې په بلوچستان صوبه کې د سیاست زڼی عبدلصمد خان اڅکزي ایښی دی. د ده په وینا دلته هېچا سیاست نه پېژانده، د دې صوبې ځینې سیاسي مشران لکه خیر بخش مري او عطاءالله مېنګل ښايي هغه وخت لا ماشومان ول یا زوکړي نه ول چې عبدالصمد اڅکزي دلته د پښتنو او بلوڅانو په ګډه صوبه کې سیاست کولو.

د پښتونخوا میپ مشر وویل چې غوث بخش بزنجو هم هغه وخت هلک وو، د بلوڅانو مشر میر ګل خان نصیر له خان شهید سره د هغه په غورځنګ انجمن وطن کې ملګری وو. د نوموړي وینا وه چې د بلوڅانو دا ټول سیاسي مشران په دې رضا ول چې پښتانه دې خپله د ګورنر صوبه جوړه کړي. اڅکزي زیاته کړي ځینې خلک داسې ناسم فکر خپروي چې ګواکې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د بلوچستان وېش غواړي. د ده په خبره چې دوی د اصلي بلوچستان نه کله تقسیم غوښتی، نه یې خوښه ده او نه دا حق لري. د پښتونخوا میپ مشر وینا وه دوی هغه بلوچستان (بریټیش بلوچستان صوبه) غواړي چې پښتانه په کې اکثریت کې دي او دا صوبه دوی هرومرو جوړول غواړي.

محمود خان اڅکزي وویل کله چې انګرېزانو اول وار صمد خان اڅکزی له څلورو نورو ملګرو سره ونیولی نو په هغو کې د خان شهید مشر ورور عبدالسلام خان اڅکزی، ایوب خان اڅکزی (وروسته کابل ته کډه شو) او یو یې ماما وو.

عبدالصمد خان اڅکزي ته د هغه وخت پولیټیکل اجنټ چې اونګېټ نومېدی وویل، چې ته (عبدالصمد خان ) دلته سیاست کول غواړي او د برېتانوي راج د یوه افسر او استازي په توګه دوی هېڅکله په دې سیمه کې هېچا ته د سیاست کولو اجازه نه ورکوي. او عبدالصمد خان اڅکزي ته یې وویل یا به سیاست پرېږدي یا به دې بندي کوو. او دا یې هم ورته وویل چې د دغه بند سزا به انګرېز نه بلکې ستا د قام وګړي درته اوروي. نو پر دې مهال د عبدالصمد خان ځواب دا وو چې ته د انګرېز افسر په توګه مجبور یې او زما د قام خلک هم مجبوره دي او زه خپل سیاست ته مجبوره یم.

د پښتونخوا میپ مشر په خپله وینا کې وویل، چې عبدالصمد خان اڅکزی د پاکستان له جوړېدو پس یوازینی پښتون سیاستوال وو چې دا فکر یې وړاندې کړ چې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته په اوسني پاکستان کې له بولانه تر چتراله میشت پښتانه یې په یوه صوبه کې چې نوم یې پښتونخوا یا پښتونستان وي راټولول یا رایوځایول غوښت.

د محمود خان اڅکزي وینا وه چې د بولان مانده د پښتنو او بلوڅانو ترمینځ د وېش قدرتي پوله ده. په بولان کې د ښي لاس اوبه د بلوڅانو له سیمې رابهېږي او د کیڼ لاس اوبه لکه له څانګې، سیوۍ او د پښتنو له نورو سیمو وربهېږي ځکه مو دا ترمینځ پوله ده.

محمود اڅکزي وویل چې وروسته عبدالصمد خان اڅکزي سیاسي تحریک ورور پښتون خبره دغه وه چې ټول انسانان برابر دي، له هېڅ انسانه د ژبې، مذهب او توکم پر بنیاد کرکه نه لرو.

په کوټه کې د عبدالصمد خان اڅکزي تلینغونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی وینا کوي. ۲۰۲۱، ۰۲ ډیسېمبر
په کوټه کې د عبدالصمد خان اڅکزي تلینغونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی وینا کوي. ۲۰۲۱، ۰۲ ډیسېمبر

د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزي وینا کله چې د باچا خان مشر ورور ډاکټر خان په پاکستان کې ون یونټ جوړ کړ او د دې ملک ټولې صوبې یې ماتې کړې، ون یونټ د دې لپاره جوړ شو چې له بنګال سره د اوسني پاکستان د وګړو ابادي برابره راوستل شي. نو یو یې مشرقي پاکستان کړ او بل یې مغربي پاکستان کړ او ملک یې په دوو صوبو ووېشلو. نو ډاکټر خان یې د مغربي پاکستان وزیر اعظم کړ. د محمود خان اڅکزي په وینا صمد خان اڅکزي به ویل هغه وخت دی نظر بند وو نو د بلوچستان ګورنر یې د پخواني پوځي صدر ایوب خان ورور جوړ کړی وو. نو د ده په وینا ډاکټر خان او د ایوب خان ورور به ما ته ویل چې په مغربي پاکستان کې د پښتنو ابادي لږ ده او راشئ چې د دې پاکستان کومکیان شو نو پښتانه به ډېره ونډه یوسي. دی زیاتوي چې صمد خان اڅکزي دا خبره نه ورسره منله او دا وو چې ډاکټر خان خپل ورور باچا خان او صمد خان اڅکزی دواړه یې جیل ته واچول.

د کوټې دې جلسې ته په وینا کې د پښتونخوا میپ مشر دا ادعا هم وکړه چې د نیشنل عوامي پارټۍ په منشور کې دا نقطه هم عبدالصمد خان اڅکزي اچولې وه چې په پاکستان کې به صوبې د ژبې پر بنیاد جوړېږي.

د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزي وینا وه چې د پښتونخوا لفظ د پښتنو د ستر ملي اتل خوشحال خټک پس په سیاست کې په لومړي ځل عبدالصمد خان اڅکزي راوړی دی او د ګوند نوم یې نیشنل عوامي پارټۍ پښتونخوا کړ. او نن پښتونخوا د پښتنو د سیاست مهم جز ګرځېدلی دی.

عبدالصمد خان اڅکزی چې له مرګ وروسته يې په خان شهيد شهرت وموند، د ۱۹۰۸ز کال د جولای پر اتمه نېټه د ګلستان په عنايت الله کارېز سيمه کې زېږېدلی و.

نوموړي په ۱۴ کلنۍ کې په سياست پیل وکړ خو د ژوند شاوخوا درې لسيزې يې لومړی د انګرېز او بيا د پاکستان په زندانونو کې تيرې کړې او خپلې زياتره زده کړې يې هم هلته تر سره کړې.

عبدالصمد خان اڅکزي د پاکستان له جوړېدو مخکې او بيا وروسته د پښتنو په ملي او سياسي مبارزه کې ځانګړې رول لوبولی و او په ۱۹۳۶ز کال کې يې د انجمن وطن په نوم ګوند جوړ کړ. هغه پر دې سربېره د پښتو ادب او صحافت په ډګر کې هم ځانګړی نقش درلود او د استقلال په نوم پر ورځپاڼې را ايستلو سربېره يې يوشمېر کتابونه ليکلي او ژباړلي دي.

د ۱۹۷۳ز کال د ډېسمبر پر دويمه نېټه د کوټې په سيد جمال الدين افغاني واټ کې د شپې پر څلور بجې هغه وخت نامعلومه کسانو د ده کور ته دوه بمونه ور وغورځول کله چې دی ويده و. د همدې بمي چاودنو په نتيجه کې نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

عبدالصمد خان اڅکزی او باچا خان
عبدالصمد خان اڅکزی او باچا خان

هر کال پر دویم ډیسمبر د پښتون ملي مبارز،خان عبدالصمد خان اڅکزي د تلین لمانځغونډې کېږي.

دا چې خان عبدالصمد خان اڅکزی څنګه شخصیت و او د ملي مبارزې مرام او هدفونه یې څه ول؟

پر خان عبدالصمد خان اڅکزی د ځانګړو کتابونو او لیکنو لیکوال شوکت ترین وایې چې خان شهید یو ستر ملي مبارز او پښتون مشر و:

"د پښتون افغان په تاریخ کې په سیاسي، صحافتي، علمي او ژبنیز تاریخ کې ځان ته ډېر لوړ مقام لري، چا چې د خپل ۶۶ کلن عُمر نیمه برخه یاني ۳۲ کاله په نظربندیو او زندانونو کې تېر کړي دي. په جهان کې هېڅ یو داسې مثال نشته چې یو سړي دې نیم عُمر په زندان کې او نیم عمر په ستړیو کې تېر کړي."

شوکت ترین وایې چې خان شهید د سیاسي او ملي مبارزې له لارې خپل قام او ملت ته خدمت وکړی:

"خان شهید مرام او هدفونه دا ول چې پښتون دې خپلواکی او سرلوړی شي. نه یوازې پښتون، بلکې د بلوڅو او سیندیانو د حقوقو لپاره هم د نوموړي هلې ځلې څرګندې دي. خپلو مرامونو او مقصدونو ته د حقیقت رنګ ورکولو په خاطر نوموړي پر ۲۰م می،۱۹۳۸ د (انجمن وطن) په نامه د یو سیاسي ګوند بنسټ کښېښود، چې د دغ ګوند مقصد هم لکه مخکې چې مو وویل، خپلواکي، بلوچستان او پښتونخوا کې سیاسي اصلاحات او پښتنو ته د انسان په سترګه کتلو تحریک وو."

د عبدالصمد خان اڅکزي ژوند او مبارزه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:00 0:00

لیکوال،شوکت ترین زیاتوي، چې خان شهید د ملي مبارزې تر څنګ، یو هر اړخیزه شخصیت هم درلود.

"د خان عبدالصمد خان ځانګړتیا دا ده، چې له خوشال خان خټک را وروسته، په ټول پښتون افغان تاریخ کې داسې جامع الکمالات شخصیت ترسترګو نه راځي، چې هغه په یوه وخت کې سیاست، صحافت،ژباړې، فقه، اسلامي علوم او ژبه؛ دا ټول په خپل شخصیت کې رانغاړي."

عبدالصمد خان اڅکزي ښځو ته ارزښت ورکاوه

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مخکښې ثنا اعجاز ۲۰۱۸ز کال کې د عبداصمد خان اڅکزي پر تلین (د خان شهيد په نظر کې د مېرمنو د سياسي او ټولنيز کردار ارزښت) تر سرليک لاندې يوه ليکنه کړې وه.

دا کاږي چې د ملتپاله سیاستوال خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د سياسي بصيرت، لرلید، صحافت او په تېره د پښتو ژبې لپاره د هغه په خدماتو په بېلابېلو ژبو کې ډېرې ليکنې شوې دي خو د مېرمنو د حقونو په اړه د نوموړي څرګندونې او عملي اقدامات تر ټولو زيات ارزښت لري. ړومبی تاسو پر دې خبروم، خان شهيد به له خپلې لور سره چې وليعهد نومېدله ډېره مېنه درلوده او په دې او څلورو واړو زامنو کې يې هېڅ توپير نه کاوه.

عبدالصمد خان اڅکزی ناست دی، شا ته یې لور ولیعهد او دوه نورکسان ولاړ دي
عبدالصمد خان اڅکزی ناست دی، شا ته یې لور ولیعهد او دوه نورکسان ولاړ دي

که څه هم هغه وخت په ګلستان کې د جينکو سکول نه وو خو خان شهيد خپله لور د ګلستان د هلکانو سکول ته د زده کړو لپاره ولېږله او هغې له (ګلستان ګورنمنټ بوايز سکول) څخه تر لسمه (مېټرک) پورې تعليم وکړ. سکول ډېر لیرې وو نو وليعهد به سکول ته په سايکل تله راتله خو بيا يې د مور بي بي د ناروغۍ له وجې خپلې زده کړې جاري و نه ساتلې.

د خان شهيد لخوا مېرمنو ته د درنښت ورکولو اندازه د نوموړي له کتابه ((زما ژوند او ژوندون)) نه هم مالومېږي. خان شهيد د خپل کتاب پیل د خپلې مور له نومه کوي او د خپل پلار ذکر وروسته کوي. نوموړی ليکي چې (زما د مور نوم دلبره او د پلار نوم مې نورمامد خان دی.)

خو په پښتنه ټولنه کې نن هم يو سړی نه غواړي چې د پردیو خلکو تر مخ د هغه د خویندو او میندو نومونه واخیستل شي. خان شهيد په خپل کتاب کې له مېرمنو او په ځانګړې توګه له کونډو سره د امتيازي رواياتو يادونه کړې او دا يې بد ګڼلي دي. خان شهيد په خپل کتاب کې د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې د ځينو رواياتو لکه د ښځو او سړو ګډ اتڼ او ګډو ناستو يادونه او پر دې د ملايانو اعتراضونو ته کتنه کړې.

پر خپلې لور ولیعهد د باور او اعتماد نتيجه وه چې کله به خان شهيد جېل ته ولاړی نو د محمود خان اڅکزي په ګډون د نورو وروڼو د تعليم او تربيت خيال به وليعهد ساتلو. نوموړې به د کور ماشومانو ته قران پاک او پښتو ژبه هم ښودله. د کور مهمې اقتصادي چارې به هم وليعهد خور بي بي سمبالولې. پر دې سربېره نوموړې به د خپل پلار کپړې هم پخپله ګنډلې.

​که په سياست کې د ښځو پر ارزښت خبره وشي نو خان شهيد به په سياسي سفرونو کې خپله لور له ځان سره بیوله. ولیعهد له خپل پلار عبدالصمد خان اڅکزي سره د افغانستان په سفر کابل ته هم تللې وه او پر ټولنینزو رسنیو دغه تصویر ډېر ترسترګو کېږي. نوموړي به له زندانه هم له خپلې لور سره د خطونو له لارې مالومات شريکول.

XS
SM
MD
LG