د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ښځينه خبریالانو په پټ مخ خپرونې پېل کړي


د طلوع ټيليويژن خبریاله تهمينه عثماني
د طلوع ټيليويژن خبریاله تهمينه عثماني

په افغانستان کې د طالبانو په امر ښځینه خبریالانې او د خپرونو کوربنې د مې پر ۲۲مه له پټو مخونو سره پر ټیليویژن راغلې.

د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې د طالبانو مشر هیبت الله اخونزاده امر کړی وو چې ښځې دې په ولسي ځایونو کې مخونه پټوي. د مې پر ۲۱مه امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت هغو ښځو ته هم د مخونو پټولو په اړه ورته امر وکړ چې په ټیليویژن راځي.

د افغانانو ديني کلتور د مخ پټول نه بلکې یو اوږد څادر پر سرول دي. ښځينه خبریالانې دې د طالبانو امر نه مني
حامد کرزی

خو ښځو لومړی دا امر ونه مانه او د مې پر ۲۱مه له ښکاره مخونو سره پر ټیليویژنونو راغلې خو د مې پر ۲۲مه پر ټولو چینلونو ښځینه کوربنو مخونه پټ کړي وو او د خبرونو ویلو پر مهال یې یوازې سترګې ښکاریدلې.

د کابل د یوې خصوصي تلوېزیون یوه ویانده چې نه غواړي نوم او غږ يې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د دوی دفتر ته د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکي ورغلل او امر یې وکړ چې له دې وروسته بايد ښځې خبریالانې په خپرونو کې مخ ښکاره نه کړي.

پر شمشاد ټي وي او نورو ټيليويژنونو هم مېرمنې د پټ مخ سره راښکاره شوې. په دوی کې نه یوازې د خبرونو وياندې بلکې د نورو ورځنيو خپرونو چلونکې هم وي.

په رسنيو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بېلابېلو بندیزونو له امله په زرګونو خبریالانو يا دندې پريښې او يا هم د خوندي ژوند په لټه نورو هېوادونو ته کډه شوې دي. د رسنيو د ازادۍ لپاره د کار کوونکو نړيوالو ادارو په وينا کومې خبریالانې چې لا هم په افغانستان کې کار کوي، هغوی له ګټو ستونزو سره مخامخ دي.

د طلوع ټیليویژن کوربنې سونیا نیازۍ اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې د مخ پټول يې نه غوښتل او مقاومت یې کړی. هغه زیاته کړې چې دا او همکارانې یې د مخونو پټولو په خلاف وې خو وي ويل چې پر دفتر یې فشار وو چې ښځې به خامخا مخونه پټوي نو ځکه یې له مجبورۍ په پټ مخ خبرونه پر مخ یوړل.

د طلوع ټيليويژن نارينه خبریالانو د مې په ۲۲مه، په سهارنۍ جلسه کې د خپلو ښځينه همکارانو په ملاتړ ماسکونه اغوستي وو. د دې رسنۍ د خپرونو مدير، خپلواک ساپي پر فيسبوک ليکلي: "نن موږ غميدلي یو."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د هغه مهال د ولسمشر محمد اشرف غني منتحب او جمهوري حکومت ختم او پر ځای یې خپله سختدريځه واکمني پيل کړه. دوی پر نجونو له شپږم ټولګي پورته په تعليم هم بندیز لګولی دی. همداراز ښځې له محرم بغير له کوره نه شې وتلی او په دفترونو کې د ښځينه کارکوونکو شمير د پام وړ کم شوی دی. په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره ورځې بېلې شوې او پر ټيليويژن خپريدونکو هغو ډرامو پابندي ده چې ښځې پکې لوڅ سر وي.

نړيوالو پر طالبانو غږ کړی چې پر ښځو دې له جبري امرونو له منلو لاس واخلي. په دوی کې امريکا، اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه شامل دي چې وايي د طالبانو په راتګ سره په افغانستان کې د لاسته راغلو بشري حقونو تروړل په تیزۍ سره روان دي.

د مې په ۲۰مه، د سي اين اين ټيليويژن سره په يوه مرکه کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر طالبانو غږ وکړ چې خپلې سختدريځه کړنې دې بس کړي. نوموړي وويل چې مخ پټول د افغانانو کلتور نه دی. "افغانستانه له ۱۴۰۰ کاله راهیسې يو مسلمان هېواد دی. دلته چادري ښايي ۲۰۰ کاله مخکې راغلې وي خو زموږ د افغانانو رواجي حجاب مخ پټول نه بلکې يو اوږد څادر پرسرول دي. زه د ټيليويژن وياندانو ته وايم چې د طالبانو دا امر دې نه مني ځکه چې د افغان کلتور په خلاف دی. زه پر طالبانو غږ کوم چې سمدستي دې د نجونو ښوونځي پرانيزي."

اړوند

XS
SM
MD
LG