د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب وايي له نارينه پرته، بشپړ پرواز کول د ښځو پياوړتيا په لور ګام دی


د فلای اې ډېل هغه عمله چې له نارينه بغير پرواز بشپړ کړ
د فلای اې ډېل هغه عمله چې له نارينه بغير پرواز بشپړ کړ

په سعودي عرب کې د لومړي ځل لپاره ټول هوايي پرواز ښځینه عملې ترسره کړ.

سعودي عرب دا کار د ښځو د پياوړتيا پر لور يو مهم ګام بللی دی. د مې په ۲۱مه دا الوتنه د فلای اې ډېل شرکت لخوا د ریاض او جدې ښارونو ترمنځ شوې ده.

د فلای اې ډېل شرکت ویاند عماد اسکندر ثاني ویلي، دا د A320 ډوله الوتکې الوتنه وه چې په کامیابۍ سره وشوه او تاريخ یې جوړ کړ.

د دې اووه کسیزې عملې ډېری برخه د سعودي عرب مېرمنې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG