د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي، د افغان مېرمنو ملاتړ ته دوام ورکوي


افغان مېرمنې په کابل کې د اجباري حجاب پر ضد مظاهره کوي.
افغان مېرمنې په کابل کې د اجباري حجاب پر ضد مظاهره کوي.

یوه ورځ وروسته له دې چې یو شمېر ښځو په کابل کې د طالبانو د اجباري حجاب پر ضد لاریون وکړ، اوس سپینه ماڼۍ وايي، د بشري حقونو په ننګه د پورته شویو غږونو څخه له هرې ممکنې لارې ملاتړ کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون (د مې پر ۱۰مه) په خپل رسنیز کنفرانس کې په کابل کې د اجباري حجاب په ضد د ښځو لاریون ته په اشارې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دا هغه ښځې دي چې له لسیزو راهیسې په مېړانه د ظلم او د طالبانو پر وړاندې درېدلي.

ساکي وايي: "او دا چې ایا دې موږ حیران کړي یوو چې دوی یعنې "ښځې" پر واټونو اعتراض کوي؟ نه. دا هغه ښځې دي چې له لسیزو راهیسې په مېړانه د ظلم او د طالبانو پر وړاندې درېدلي. تاسو په دې پوهېږئ چې موږ به له هرې ممکنې لارې د دوی له هڅو او مېړانې او کوم جرئت چې دوی لري، ملاتړ ته دوام ورکوو."

په کابل کې د اجباري حجاب پر ضد لاریون کوونکو معترضو ښځو پرون ادعا وکړه، چې طالبانو یې د اعتراض مخه نېولې او سپکې سپورې یې ورته ویلي.

که څه هم طالبانو د ادعا په اړه تازه څه نه‌ دي ویلي، خو له دې وړاندې یې یو شمېر معترضې ښځې زندان ته اچولي او وروسته یې منلې چې معترضې ښځې یې د ضمانت په مقابل کې ازادې کړي دي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د نجونو، ښځو، بشري حقونو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه د طالبانو تګ‌لاره او کړنې، له متحده‌ایالاتو او نړیوالې ټولنې سره د دې ډلې اړیکې ټاکي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون (د مې پر لسمه) په خپل خبري کنفرانس کې د ښځو په اړه د طالبانو تګ‌لاره د بشري حقونو خلاف عمل وبلله او زیاته یې کړه، که همداسې دوام وکړي، له ټولې نړۍ سره به د طالبانو اړیکې خرابې کړي.

پرایس وویل: "د افغانانو غوښتنو او د نړیوالې ټولنې تمې ته د طالبانو ځواب به، نه یوازې له طالبانو سره زموږ اړیکې، بلکې له طالبانو سره د نړۍ اړیکې وټاکي. موږ پوهېږو چې له طالبانو سره تر هغه وخته پورې عادي اړیکه نه شو نیولای چې هغوی د افغانستان د ټولو خلکو حقونو ته پوره درناوی وکړي."

نېډ پرایس
نېډ پرایس

پرایس زیاته کړه، طالبان له نړیوالې ټولنې مشروعیت غواړي او دا مشروعیت د ټولګډونوالي او د نجونو او ښځو د حقونو په ساتنې او له دوی سره په چلند پورې تړلی دی.

د طالبانو له‌خوا پر نجونو او ښځو د اجباري حجاب فرمان داسې مهال له سختو غبرګونونو سره مخ دی چې طالبان دا د افغانستان کورنۍ موضوع بولي او وايي، نړیواله ټولنه حق نه‌لري چې په دې اړه نظر ورکړي.

د حجاب په اړه د طالبانو د فرمان یوه برخه
د حجاب په اړه د طالبانو د فرمان یوه برخه

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (د مې پر لسمه) خبرداری ورکړ، که دوی احساس کړه چې طالبان د ښځو په اړه خپلې پرېکړې نه لغوه کوي، داسې لارې او وسیلې شته چې طالبان به له ډېر فشار لاندې راولي.

XS
SM
MD
LG