د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پوځ: د جنرال فیض حمید په اړه وروستۍ تبصرې نامناسبې دي


پاکستان جمهوري غورځنګ په تېرو وختونو کې تور پورې کړی وو چې جنرال حمید په ۲۰۱۸ز کال کې د عمران خان په انتخاباتي بریا کې رول لوبولی وو - پخوانی انځور.
پاکستان جمهوري غورځنګ په تېرو وختونو کې تور پورې کړی وو چې جنرال حمید په ۲۰۱۸ز کال کې د عمران خان په انتخاباتي بریا کې رول لوبولی وو - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) ویلي دي چې د پېښور د کور کمانډر (قول اردو) په اړه د سیاسي مشرانو "بې احتیاطه تبصرې نامناسبې" دي.

ای اېس پي ار د مې پر ۱۲مه، په یو بیان کې ویلي چې جنرال فیض حمید "وړتیاوې لرونکی او مسلکي افسر" دی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې مخکښ رول لوبولی دی.

فیض حمید له ۲۰۱۹ز کال څخه د ۲۰۲۱ز کال تر اکتوبره د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر هم پاتې شوی دی چې په اړه یې په وروستیو کې د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) مشرانو څرګندونې کړې وې.

د پاکستان پیپلز ګوند له ګډ مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري څخه چې د مې پر ۱۱مه په کراچۍ کې د خبري غونډې پر مهال پوښتنه وشوه چې ایا جنرال فیض حمید ته "سلامي (سیلوټ) کوي او که نه"، نو هغه یې په ځواب کې وویل چې "فیض حمید بېچاره یوې خوا ته شوی دی." زرداري وروسته البته په بیان کې وویل چې دا خبره یې په "بې پامۍ" کې کړې وه.

پر هم هغه ورځ بي بي سي اردو د دفاعي چارو وزیر او د مسلم لیګ (ن) له مخکښ سیاستوال خواجه اصفه پوښتنه وکړه چې که وزیراعظم شهباز شریف د پوځ د نوي مشر د ټاکلو پرېکړه کوي نو ایا جنرال فیض حمید به وګوماري او که نه؟ نوموړي په ځواب کې ویلي ول چې که د فیض نوم د رتبې له پلوه د مشرۍ په نوملړ کې وي نو په اړه یې غور کېدای شي.

تر دې یوه ورځ وروسته د مسلم لیګ (ن) مرستیالې مشرې مریم نواز په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د پوځ مشر باید داسې کس وي چې "بې داغه شهرت" ولري او "له نیوکو او شکونو پاک" وي.

د ای اېس پي ار تر بیان وروسته د هغې ادارې مشر مېجر جنرال بابر افتخار د پاکستان له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې پوځ په سیاسي چارو کې هېڅ کار نه لري نو سیاسي مشرانو ته هم په کار دي چې د یوه لوړپوړي افسر په اړه دا ډول څرګندونې و نه کړي.

ټاکل شوې چې د پاکستان د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دندې موده د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې پای ته ورسي او جنرال افتخار ویلي دي چې نوموړی د خپلې دندې موده غځول نه غواړي.

د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) له لوري د جنرال فیض حمید په اړه د څرګندونو لامل هغه تورونه او شکونه دي چې په تېرو کلونو کې د ای اېس ای د مشرۍ پرمهال پر هغه پورې شوي دي. پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د تحریک انصاف د واکمنۍ پر مهال په بیا بیا تور پورې کړی وو چې حمید په ۲۰۱۸ز کال کې د عمران خان په انتخاباتي بریا کې رول لوبولی وو چې پوځ او انتخاباتي کمېشن رد کړی وو.

جنرال افتخار د مې پر ۱۲مه له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې پوځ له ګوندونو غواړي چې هغه اداره دې په سیاسي چارو کې نه ښکېلوي چې د هېواد د پولو د دفاع رول په سمه توګه ولوبولای شي.

XS
SM
MD
LG