د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: د امنيتي ادارو زمه وارانو مبهمه دريځ د هغوی په "غيرجانبدارۍ" شکونه راولاړوي


پخوانی تصویر: مولانا فضل الرحمن او مريم نواز په يوه خبري غونډه کې
پخوانی تصویر: مولانا فضل الرحمن او مريم نواز په يوه خبري غونډه کې

د اپوزیشن ګوندونو اتحاد، پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمن د هېوادپه روانو سياسي حالاتو کې د امنيتي ادارو پر خاموشۍ پوښتنه راپورته کړې.

مولانا فضل الرحمن د اپريل په شپږمه په اسلام اباد کې د اپوزیشن ګوندونو د مشرانو سره تر غونډې وروسته، خبريالانو ته وويل چې د وزیراعظم عمران خان لخوا پر اپوزیشن تور لګولی چې د نړيوال سازش برخه شوي او د هغوی په خوښه یې عدم اعتماد تحريک راوړی. مولانا زیاته کړه چې دا هسې بې بنياده خبره ده. مولانا فضل الرحمن پر امنيتي ادارو غږ وکړ چې د هغه خط په اړه دې ولس ته ووايي چې حقیقت يې څه دی، د کوم په اړه چې عمران خان ادعا کوي چې نوموړی پکې ګواښل شوی دی.

د قامي سلامتيا د کمېټې غړي او د امنيتي ادارو استازي دي خپل دريځ واضحه کړي
مولانا فضل الرحمان

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه: "د قامي سلامتيا د کمېټې غړي او د امنيتي ادارو استازي دي خپل دريځ واضحه کړي. د هغوی د دريځ نه واضحه کېدو له وجې داسې ښکاري چې د دې ټولې لوبې شاته د هغوی د غيرجانبدارۍ ادعا مشکوکه شوه."

مولانا فضل الرحمن همداراز وويل چې د جمعې په ورځ به په ټول پاکستان کې مظاهرې کوي. د هغه په وينا دا مظاهرې به د پاکستان د اييني اقدارو او جمهوري ارزښتونو د ساتلو لپاره وي.

سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال تر دې مخکې د اپرېل پر پینځمه هیله ښوولې وه چې عدالت به د چارشنبې پر ورځ فیصله واوروي خو هغې پینځه کسیزه جرګګۍ پرون د اپرېل پر درېیمه د پیدا شوي صورتحال په اړه د حکومتي وکیلانو دریځ واورېد او اورېدنه یې تر نن سهاره وځنډوله.

د پاکستان سياسي کړکېچ: د ګوندونو او سپريم کورټ رول او چیلېنجونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:01 0:00

د اپريل په اوومه، د سپریم کورټ اورېدنې ته د پاکستان لوی څارنوال یا اټارني جنرل خالد جاوېد خان، د ولسمشر، وزیراعظم او د مخالفه ګوندونو وکیلان ورغلي دي. دا اورېدنه له تېرو پنيځو ورځو روانه ده. سپریم کورټ وايي، هڅه کوي چې په دې اړه ژر فیصله وکړي.

د اپريل په درېيمه، د قامي اسمبلۍ ډپټي سپیکر د وزیراعظم خلاف د عدم اعتماد تحریک رد کړ چې ورڅخه سمدستي وروسته عمران خان له ولسمشره د اسمبلیو د ماتولو غوښتنه وکړه. ولسمشر عارف علوي پر هم هغه ورځ قامي اسمبلي ماته کړه. مخالفه ګوندونو د ډېپټي سپیکر د اقدام ضد سپریم کورټ ته درخواست وکړ او هغه عدالت له خپلې خوا هم د سیاسي کړکېچ د ارزونې لپاره نوټس واخیست.

XS
SM
MD
LG