د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوال به کله خپلو سیمو ته ستانه شي؟


د رپورټونو له مخې، د شمالي وزیرستان څه کم لس زره کورنۍ لا هم د افغانستان په خوست ، پکتيکا او نورو سیمو کې د کډوالۍ ژوند کوي.
د رپورټونو له مخې، د شمالي وزیرستان څه کم لس زره کورنۍ لا هم د افغانستان په خوست ، پکتيکا او نورو سیمو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکي وايي له افغانستان څخه ستانه شوي کډوال تر هغه وخته د دته خېل تحصیل د زوي سیدګۍ او مدا خيلو سیمو ته نشي لېږلای تر څو چې دا سیمې د دوی په وینا پاکې شوې نه وي.

د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي په بیا بیا د یو سیمې لپاره د "کلیر" اصطلاح د دې لپاره کاروي چې ګواکې دا سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده.

خو د قبایلي ضلعو او په ځانګړې توګه جنوبي او شمالي وزیرستان سیمې که څه هم پوځ د دوی په وینا پاکې اعلان کړې دي خو وسله والو بیا هم هلته پرلپسې بریدونه او چاودنې کوي.

د شمالي وزيرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان وايي، کله چې په یوه سیمه کې د وسله والو پرضد د پوځ پراخ عملیات تر سره شي نو بیا د ولس د اوسیدو په معیار د پوره کولو لپاره د "ليول درې" په اصطلاح د صفايي عملیات پیل شي.

د ده په وینا، دا ځکه چې تر جنګ وروسته په هغه سیمه کې د ناچوديدلو موادو د موجودګۍ امکان وي ، نو هغه بیا صفا کېږي.

ده وویل، "موږ اوس ځکه له ډیر ااحتیاطه کار اخلو چې تر دې مخکې مو د جنوبي وزیرستان کډوال خپلو سیمو ته ستانه کړل نو هلته بیا د ماين چاودنو پيښې به ډيرې کيدې."

ده زیاته کړه چې اوس دوی په تحصیل دته خيلو کې د هر بنکر د صفايي عمل پیل کړی دی خو د ده په وینا، د دې کار سر ته رسول په سېول انتظامیه پورې تړاو نه لري.

نوموړي وویل، "ځکه موږ ته نيټه نده معلومه ، خو موږ ژمن يو چې ډیر په عزت سره به د مده خيلو او زوي سیدګۍ سیمې خلک خپلو سیمو ته ستونوو."

له افغانستانه راستنې شوې ۴۴۷۵ کورنۍ وايي چې دوی له سختو ستونزو سره مخامخ دي او د بکا خيلو د کډوالو د کيمپ تر څنګ د ټوچي دریاب پر غاړه په خيمو کې ژوند کوي.

دوی له حکومت څخه د لا نورو مالي او خوراکي مرستو غوښتنه کوي.

د دې کډوالو يو مشر ملک غلام رحمت د فرورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې دوی به هله خپلو سیمو ته ځي چې هلته پوره بنیادي سهولوتونه برابر شي.

ده وویل، "موږ داسې سيمې ته نه ځو چې امن نه وي، موږ به داسې علاقې ته ځو لکه څنګه چې بنو ، پیښور او اسلام اباد غوندې سهولتونه ولري."

د ده په وینا، اوس چې په هغو سیمو کې کوم حالات دي نو د دوی لپاره ممکنه نه ده چې ور ستانه شي.

د رپورټونو له مخې، د شمالي وزیرستان څه کم لس زره کورنۍ لا هم د افغانستان په خوست ، پکتيکا او نورو سیمو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

دا کورنۍ په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت بې کوره کړل شوې وې چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي وو.

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظاماتو ادارې ویاند احسان داوړ د فرورې په ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې د ۲۰۲۱م کال د ډېسمبر له لسمې نېټې یې تر اوسه ۴۴۷۵ کورنۍ له افغانستانه ستنې کړې دي.

احسان داوړ وويل چې دا کورنۍ به هغه وخت خپلو سیمو ته ستنېږي چې کله د دوي سیمې د اوسيدو وړ شي، هغه ځکه چې په دې سیمو کې امنيتي ځواکونه دا مهال په درې پړاوه کې عملیات کوي.

ده وویل، "یو خو ناچاوديدلي مواد او په مځکو کې ښخ بمونه ناکاره کوي او بل دغو سیمو کې د څښلو د اوبو، د تعليمي او صيحي سهولتونو انتظامات برابروو او د دې تر څنګ به په دې سیمو کې بازارونه هم جوړول وي."

د احسان داوړ په وینا، تر دې وروسته به د زیانمن شویو کورونو او استوګنې جاج اخیستل کيږي.

XS
SM
MD
LG