د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چاغي کې د ايف سي ځواک په لاس د يو ډرایور د وژنې پر ضد مظاهرې دوام لري


د بلوچستان چاغي سيمه (انځور له ارشيفه)
د بلوچستان چاغي سيمه (انځور له ارشيفه)

د اپريل په ۱۹مه د بلوچستان په چاغي کې ځايي خلکو او ډرايورانو د امنيتي ځواکونو په لاس د يو ډرايور د وژنې پر ضد احتجاج ته دوام ورکړی.

دا احتجاجونه د اپريل په ۱۶مه تر هغې وروسته پيل شول چې سرحدي ځواکونو يو ډرايور هغه مهال ځای پر ځای وواژه چې کله یې له افغانستانه بلوچستان ته مال وړونکو ګاډو څخه تالاشي اخیسته.

د امنيتي ځواکونو په حواله بي بي سي راپور ورکړی چې يو ډرايو ته د ګاډي ودرولو وويل خو هغه ونه دريد نو ځکه پرې ډزې وشوې. دا ډرايور حميدالله بلوچ نومېده چې ځای پر ځای ووژل شو. خو د نوموړي ورور محمد ابراهيم بي بي سي ته ويلي چې ورور یې ګاډی ودرولی او هغه ترې وتلی وو نو بیا ولې پرې ډزې شوې؟

د اپريل په اتلسمه شوې مظاهره په چاغي کې د سرحدي ځواکونو (ايف سي) مرکز مخې ته وشوه چې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې اته احتجاج کوونکي زخميان کړل. احتجاج کوونکي هغو سرتیرو ته سزا غواړي چا چې ډزې کړې دي.

د بلوچستان وزيراعلی دفتر ويلي چې پلټنې یې پيل کړي دي او له ځايي چارواکو یې د پېښې تفصيل غوښتی دی. حکومت د مظاهرو ختمولو لپاره د احتجاج کوونکو سره مذاکرات هم کړي دي خو څه پرمختګ پکې نه دی شوی.

د بلوچستان په اسمبلۍ کې په دې اړه بحثونه شوي او د اپريل په ۱۸مه، د دې پېښې په غبرګون کې د بلوچستان نېشنل پارټۍ غړي د پاکستان له قامي اسمبلۍ څخه د احتجاج په توګه ووتل.

دا ګوند د اپريل په لسمه د وزيراعظمۍ له چوکۍ څخه د عدم اعتماد تحريک له لارې لیرې شوي عمران خان پر ضد د هغه اپوزیشن برخه وو چې اوس یې حکومت جوړيږي. د دې حکومت جوړولو لپاره د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف د وزيراعظم په توګه ټاکل شوی دی.

د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر جان مينګل د اپريل په ۱۸مه پر ټويټر ليکلي چې که په بلوچستان کې داسې پېښې کيږي نو بيا به څنګه د دې حکومت سره يو ځای پاتې شي؟ هغه زیاته کړې چې لومړيتوب یې بلوچستان او د بلوچستان خلک دي چې هېڅ جوړجاړی به پرې ونه کړي.

XS
SM
MD
LG