د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملېشه ځواکونو دې بلوچستان کې خلک نه اوچتوي: رپوټ


د لادرکو بلوڅو کورنۍ احتجاج کوي
د لادرکو بلوڅو کورنۍ احتجاج کوي

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن د اکتوبر پر دوهمه نېټه د بلوچستان په اړه په يوه رپورټ کې ويلي چې په دغه صوبه کې د امنيتي ادارو په لاس د خلکو ورکول بايد ودرېږي.

په رپورټ کې د داسې يوه قانون جوړولو غوښتنه شوې چې د خلکو په ورکولو کې ښکېلو کسانو ته سزا ورکول يقيني کړي. په رپورټ کې راغلي چې په دې صوبه کې د سړو تر څنګ ښځې هم ورکول کېږي.

د ۴۷۰۰۰ غېب کړل شوو بلوڅانو ليستونه مو چاروکو، عدالتونو او ملګرو ملتونو ته ورکړي دي. که حکومت یې نه مني دا جلا خبره ده.
ماما قدير بلوڅ

د تری تم کړیو بلوڅانو موندلو لپاره کارکوونکي تنظيم، Voice for Baloch Missing Persons مرستيال مشر، ماما قدير بلوڅ د اکتوبر پر درېمه مشال راډيو ته وويل د امنيتي ادارو له خوا د نيول شوو بلوڅ مېرمنو نومونه، د تری تمولو (غېبېدلو) نېټه او ځای په اړه يې چارواکو او عدالتونو ته معالومات ورکړي دي.

هغه زياته کړه: ''ډېرې ښځې يې له ډېره بګټي او کوهلو څخه پورته کړې دي. په دوی کې څه د مري قام او څه د بلوڅ قام دي. له دوی سره پنځوس ماشومان هم دي.''

ماما قدير بلوڅ له تېرو اتلسو کلونو راهيسې د تری تمو کسانو موندلو لپاره په بېلابېلو مظاهرو کې برخه اخلي او لېستونه یې جوړوي. هغه ادعا کوي چې ټول غایب کړل شوي بلوڅان ۴۷۰۰۰ کسان دي.

نوموړي وویل په سیند های کورټ کې یې په دې اړه يوه مقدمه هم روانه ده. ''موږ ټول لستونه ملګرو ملتونو او پاکستاني, چارواکو ته سپارلي دي. دا چې زموږ چارواکي یې نه مني دا جلا خبره ده خو ټول شواهد شته دی.''

د پاکستان حکومت د تری تمو کسانو شمېر تر سلو کم ښيي. د پاکستان بشري حقونو کمېشن د بلوچستان پر حکومت غږ کړی که پر یوه نيول شوي کس یې یو څه تور وي نو هغه دې د ورکولو یا پورته کولو پرځای عدالت ته بوځي.

ايف سي ځواکونه د سکرونو له کانونو پېسې يا قلنګ اخلي. په هر څه کې د دوی ښکېلتيا د صوبايي ملکي حکومت واک کمزوری کړی دی
د پاکستان بشري حقونو کمېشن


د بلوچستان کورنيوو چارو وزیر ضیاالله لانګو د اکتوبر په درېمه له مشال راډيو سره خبرو کې د امنيتي ادارو په دفاع کې وویل، ايف سي ځواکونه چې د ترهګرو پرضد کاروايي وکړي نو بيا پرې تور پورې شي چې د بشري حقونو سرغړونه کوي. د بشري حقونو ادارې دې د ترهګرو له خوا د بشري حقونو پر سرغړونو وغږيږي. ايف سي والا خو يوازې د ورځ دوو لپاره خلک پورته کوي، ترهګر خو یې وژني.

نوموړی زیاتوي: ''ځېنې وخت د جنګ په حالت کې ځېني کارونه وشي. ترهګر چې ترهګري کوي نو په هغه وخت کې داسې نه شي کېدلی چې موږ دې اېف ای ار وکړو. داسې خو به زموږ نور خلک ووژل شي.''

د لادرکو کسانو شمېر له هغه ډېر کم دی چې ادعا یې کېږي. ايف سي خواکونه د ترهګرو خلاف جنګېږي. د قلنګ اخیستو خبره سمه نه ده. که یو افسر اخيستې وي، مانا یې دا نه ده چې ټوله ايف سي په دې کار کې ښکېله ده
ضياالله لانګو


ضياالله لانګو د هغو بلوڅ وسله والو ډلو خبره کوي چې له پاکستان سره د بلوچستان ازادۍ لپاره جنګېږي. ايف سي ځواکونه د دې ډلو خلاف عمليات کوي. خو د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن د اکتوبر پر دوهمه خپاره کړي رپورټ کې د اېف سي ځواکونو پر پراخ اغېز نيوکې کړې دي.

دوی ويلي چې په صوبه کې په ډېرو شيانو کې د امنيتي ځواکونو مداخلت د صوبايي حکومت واک کمزوری کړی دی.

دوی په رپورټ کې موندلې چې امنيتي ادارې د سکرو له کانونو څخه پېسې اخلي چې د ځايي کاروباريانو په وینا کلنګ دی. خو د بلوچستان کورنيوو چارو وزير ضياالله لانګو وايي ايف سي ځواکونه په خپل سر کار نه کوي او که کوم افسر له چا پېسې اخيستې وي مانا یې دا نه ده چې ټول ايف سي ځواکونه بد دي.

XS
SM
MD
LG