د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا: حکومت دې د ايف سي ځواک واکونه کم کړي


عثمان کاکړ، مولانا فضل الرحمن او اختر مينګل
عثمان کاکړ، مولانا فضل الرحمن او اختر مينګل

د جميعت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ويلي وفاقي حکومت دې په بلوچستان کې سرحدي ځواکونو (ايف سي)‌ ته له حده ډېر ورکړي واکونه ختم کړي.

هغه د جون په ۲۰مه په اسلام اباد کې د بلوچستان په اړه راغوښتي ګڼ ګوندیزې غونډې وروسته، خبريالانو ته وويل چې په دې غونډه کې ګډونوالو غوښتنه کړې چې په بلوجستان کې دې د ايف سي ځواکونو د واکونو کمولو ترڅنګ، په ټول ملک کې په زور غېب کړل شوي‌کسان عدالتونو ته حاضر کړل شي.

فضل الرحمن همداراز زیاته کړه چې د وزیراعظم عمران خان حکومت به پرېنږدي چې په اين ايف سي ايوارډ‌ کې د صوبو برخه کمه او په اتلسم آييني ترميم کې بدلون وکړي. هغه زیاته کړه: ((په لسم اين اېف سي ايوارډ کې صوبو لپاره ۵۷ فيصده برخه بېله کړل شوې ده. حکومت غواړي دا راکمه کړي خو موږ دا کمی نه منو.))

اتلسم ترميم ليري کول او صوبو ته له اين ايف سي ايوارډ څخه د ورکول کېدونکو پېسو کمېدل نه شو زغملی
مولانا فضل الرحمن

اتلسم ترميم په پاکستان کې صوبو ته په روغتيا، تعليم او ځينو نورو برخو کې د پېسو لګولو ډېر واک ورکړی دی. همداراز صوبې کولی شي د مرکزي حکومت له خوښې بغېر ځيني پالیسيانې جوړې او عملي کړي.

وزيراعظم عمران خان د جون پر ۱۷مه په کراچۍ کې خبريالانو ته ويلي وو چې په دې ترميم کې ځينې داسې برخې شته چې ختمول یې پکار دي. د هغه په وېنا دا ترميم د ملک د ټول صورتحال په نظر کې نيولو سره نه بلکې په بيړه شوی دی.

په دې ګڼ ګونديزه غونډه کې د جميعت علمای اسلام (ف) سربیره د بلوچستان نيشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د بلوچستان ځينې نورو اپوزيشن ګوندونو غړيو ګډون کړی وو. خبري غونډې ته د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر اخترمينګل وويل مرکزي حکومت بلوچستان ته خپل حقونه نه ورکوي‌نو ځکه یې له اتحاده ووت.

اين ايف سي ايوارډ‌عجيبه سيسټم دی. مرکزی حکومت قرضداره وي خو بيا هم صوبو ته پېسې ورکوي. په دې ايوارډ کې شته خاميانې بايد ختمې شي
وزیراعظم عمران خان

اختر مینګل د جون پر۱۷ قامي اسمبلۍ کې د وېنا په وخت ويلي وو چې د ۲۰۱۸م کال په اګست مياشت کې په مرکز کې د تحريک انصاف سره له اتحاد کولو وړاندې د لادرکه کسانو موندل او په قامي اېکشن پلان عمل کولو نه علاوه، د صحت، تعليم، اوبو مسلې حل کول، خلکو لپاره د روزګار موقعې برابرول او دا شان ځينې نورې غوښتنې يې پر وړاندې ايښودې وي خو ۲ کاله تيريدو باوجود حکومت يې يوه غوښتنه هم پوره نه کړه نوځکه ترې بيليږي.

نوموړي په خبري غونډه کې صوبو ته د ترقياتي کارونو لپاره ورکول کېدونکو پېسو، يا اين ايف سي ايوارډ ذکر وکړ او وې ويل چې د حکومت له خوا په دې اړه جوړ کميشن کې بدلون غیر اييني دی. حکومت دا ځل په دې کمېشن کې د وزیراعظم عمران خان يو سلاکار وراضافه کړی چې اپوریشن ګوندونه یې د قانون خلاف کار بولي.

د دې ايوارډ په هکله وزيراعظم عمران د جون په ۱۷مه په کراچۍ کې خبريالانو ته ويلي وو چې په دې ايوارډ‌ کې موجودې نيمګړتياوې بايد ليري شي. هغه پوښتنه کړې وه چې دا څنګه سيسټم دی چې وفاق صوبو ته پېسې ورکوي او پخپله ۷۰۰ اربه روپۍ په خساره کې پاتې شي؟

د بلوچستان د ترقۍ لپاره راسره حکومت کړې وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه ورسره له کړې اتحاده ووځم
اختر مينګل

د پاکستان خزانې وزارت پر خپل ويب سايټ ‌ليکي چې اين ايف سي ايوارډ هغه پېسې دي چې د پاکستان وفاقي حکومت یې له ترلاسه کولو ټيکسونو او نور امدن څخه بېلوي او بيا پکې د صوبو او وفاق برخه ټاکي.

دا کار د صوبو د وګړو د شمېر يا نفوس مطابق د هغوی غربت او د امدن کچې ته په کتو سره کېږي.

په تاريخي لحاظ قامي دا پېسې د صوبو په ترقیاتي‌کارونو لګول کېدلې خو د تحريک انصاف حکومت له خوا د مې په دولسمه شوي يو نوټيفيکېشن ترمخه، شوی بدلون ښيي چې تر دې وروسته به د اين ايف سي ايوارډ څخه امنيتي ادارو او قدرتي افتونو د نظم لپاره هم پېسې ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG