د لاسرسي ځای

تازه خبر

له نوي حکومته هم مايوسه شوو، سردارمینګل


د بلوچستان نېشنل ګوند مينګل ډلې مشر او بلوڅ ملتپال سردار اختر مینګل ویلي، د بلوڅو چې له نوي حکومته کومې هیلې وې، اوسنی حکومت په هغه کې مکمل ناکامه شوی دی.


سردار اختر مینګل په يوه خبري غونډه کې يو ځل د پاکستان په اسخباراتو آيي ایس ايي او ملیشه ځواکونو تور ورلګاوو، چې همدوي د بلوڅو د مړيو په غورځولو کې لاس لري.

د بلوچستان پخواني وزیر اعلی او بلوڅو د ملتپال بلوچستان نېشنل ګوند مينګل ډلې مشر سردار اختر مینګل وايي؛

((په بلوچستان صوبه او پاکستان کې نوي حکومت هم د بلوڅو د ستونزو د هوارولو په لړ کې هېڅ ونه کړه او يو ځل يې بیا تور ولګاوه چې د بلوڅو ځوانانو د تری تم کولو، وژلو او بیا يې د خراب شويو مړيو د غورځولو تر شا د پاکستان د استخباراتو او ملیشه ځواکونو لاس دي))

سردار مينګل د دوشنبې په ماښام په خپل کور کې له رسنوالو سره په خبرو کې وویل:

په بلوچستان کې د پخواني واکمن پروېز مشرف له وخته پېل شوي پوځي عملیات نه يواځې روان دي، بلکې د ده په خبره د نوي حکومت له راتګ سره په کې شدت راغلی دی.

په بلوچستان کې د مشرف په رژيم کې په پېل شويو پوځي عملياتو کې شدت راغلی. په صوبه کې له بشري حقونو څخه سرغړونه ، د خراب شويو مړيو غورځول، د تری تم شویو کسانو په شمېر زیاتوالی دا هغه پالیسۍ وې، چې د ماضي واکمنو په بلوچستان کې پېل کړې وې. دا ټوله همداسې روان دي او په صوبه کې له نوي حکومته د بي این پي او د بلوڅو وګړيو هیلې اوس په آخري سلګيو دي

د مينګل ډلې مشر سردار اختر مینګل په دې خبري غونډه کې ادعا وکړه په بلوچستان کې پنځم پوځي اپریشن روان دی او د ده په خبره د استخبارات له خوا لاهم د بلوڅو د نسل د ختمولو ناکامه هڅې روانې دي.

د بلوچستان پخواني وزیراعلی زیاته کړه اوسني حکومت نه يواځې دوی مايوسه کړي، بلکې د ده په خبره د دوی په واکمنۍ کې په بلوچستان کې حالات نور هم د خرابوالي پر لور روان دي.

((اوسني واکمن د رياستي ادارو مخ ته بې بسه او بې اختیاره دي. په صوبه کې حالات نور هم د خرابوالي خواته د وړلو ناکامې هڅې روانې دي. جالاوان او وډهـ کې د ډيتهـ سکواډ په ذریعه د تجارانو معاشي قتل، په زرهاو وګړي د ډيتهـ سکواډ د چارواکو په منګولو کې ورکول او تېره شپه زما پر کور د لاسي بمونو برید بزدله کار دی. د بي این پي کارکوونکي له دغه ډول بریدونو څخه نه وېرېږي او نه يې له جدوجهده لرې کولای شي))

په پاکستان کې د يوولسم مې عمومي ټول ټاکنو ته په پام سره سردار اختر مینګل وویل په ټول ټاکنو کې يې د دوی پر ځای ځکه نور قوتونه په اقتدار کې راوستل، چې د ده په خبره په صوبه کې لويې لويې پروژې د بلوڅو په خوښه مکملې نه شي.

ینګل په صوبه کې روانو ټولو پروژو ته د بلوڅ دښمنه پروژو نوم ورکړ او د ګوادر بندر، ریکوډک، سیندک، دودر، څماولنګ او د پاکستان او ایران ګیس پايپ لاين يې د بلوڅ وګړيو د خوشۍ ضد وباله.

که څه هم سردار اختر مینګل په دې خبري غونډه کې د بلوچستان په ستونزو له اوسني حکومته مايوسي ښکاره کړه، خو د بلوچستان د نوي حکومت وياند جان محمد بليدي له لاهوره د ټيلي فون پر کرښه مشال راډيو ته وویل؛

(( اوسنی حکومت او ددې حکومت په ګډو ګوندونو کې دومره توان شته، چې دده په خبره په صوبه کې تر ډېره ځایه ستونځې هوارې کړي))

له دې سره چې سردار اختر مینګل په خبري غونډه کې د پاکستان د استخباراتو آيي ایس آيي او ملیشه ځواکونو نوم واخیست چې همدوي د صوبې د ناامنۍ او د بلوڅو د وژلو ذمه واره دي خو استخباراتو او ملیشه ځواکونو په وار وار ورته تورونه رد کړي او داسې ادعاوې يې ناسمې بللې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG