د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايا د پاکستان متحده اپوزيشن به د لادرکه کسانو ستونزه حل کړای شي؟


د لادرکه کسانو د کورنۍ ښځې د مظاهرې په حال کې. انځور له ارشيفه
د لادرکه کسانو د کورنۍ ښځې د مظاهرې په حال کې. انځور له ارشيفه

د پاکستان واکمن ګوند تحريک انصاف خلاف له اپوزيشن سره يو ځای شويو ځينو ګوندونو واضحه کړې چې په زور د خلکو غيبولو د مسلې حل باید د راتلونکي حکومت په لومړيتوبونو کې وي.

د متحده قامي مومنټ مشر خالد مقبول صدیقي د مارچ پر ۳۰مه له پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) سره د وزیراعظم عمران خان پر ضد د درېدو په لړ کې د لوظنامې لاسليکولو پر وخت وويل چې د دې ملګرتیا یو شرط دا دی چې راتلونکی حکومت به په زور د خلکو تری تم کولو ته د پای ټکی ږدي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ ټول به په شریکه د لادرکه خلکو لپاره خپل کوښښ په ملي مبارزې بدلوو. زه ستاسو ټولو مشرانو په مخکې دا خبره بیا په څرګند ډول تکراروم چې لادرکه خلک به کېدای شي په ډېرو ټولنو کې وي، خو لادرکه کوونکي بايد په هيڅ مهذبه او اسلامي معاشره کې نه وي، نو د خدای لپاره دا مسله خپل مهم ټکی کړئ او پاکستان له دې عذابه وساتئ."

د بخښنې نړيوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل د مارچ پر ۲۹مه په خپل کلني راپور کې ويلي چې په پاکستان کې د امنيتي ځواکونو په لاس په زرګونو خلک لادرکه کړل شوي چې د موندلو لپاره یې خاص څه نه دې شوي.

د پاکستان پوځ دريځ لري چې د جبري لادرکه کړل شويو کسانو شمېر په زرګونو نه دی. د بشري حقونو ادارو په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د وياند، مېجر جنرل اصف غفور پر دې خبره سخت تنقید کړی وو چې ويل یې، نه غواړي څوک په زوره ورک کړي خو په جنګ کې هر څه جايز دي.

اوس د پاکستان د لویو سیاسي ګوندونو لخوا پر دې مسله خبرې کولو ځينو هغو کورنيو ته هيلې پيدا کړې چې خپلوان یې په زور ورک کړل شوي دي. په دوی کې د بلوچستان د کوټې اوسېدونکې، نرګس فیاض هم ده چې امنيتي ځواکونو یې مېړه اووه میاشتې مخکې له کوره له ځانه سره يووړ.

نرګس فیاض د مېړه د راخوشې کولو لپاره په احتجاج ده
نرګس فیاض د مېړه د راخوشې کولو لپاره په احتجاج ده

هغې د مارچ پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې د مېړه تر نيول کېدو وروسته یې زوی وشو خو تر اوسه یې پرې د احتجاج په توګه نوم نه دی ايښی.

"زما مېړه فیاض علي د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۳۰مه د شپې پر نهه بجې درېشي په غاړه او سپينو جامو والا کسانو يووړ. موږ ته یې وویل چې ۲۴ ساعته وروسته به هغه پرېږدي، خو رانغی. ما د هر سرکاري دفتر دراوزه وټکوله او حکومتي وزیرانو ته ورغلم خو مېړه مې پيدا نه شو."

نرګس فياض زياتوي چې مېړه يې له هيڅ ګوند سره تعلق نه لري او د هغې په وينا بې قصوره دی. نوموړې زياتوي، که پر مېړه يې څه شک وي نو عدالت ته دې راوړل شي او سزا دې ورکړل شي.

د جبري تښتونو او غيبولو د مسلې د حل لپاره پښتون ژغورنې غورځنګ هم ګڼې مظاهرې او جلسې کړې دي. د دې غورځنک يو پخوانی مرکزي مشر او له شمالي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ منتخب استازی محسن داوړ، چې اوس د ملي جمهوري غورځنګ په نوم خپل ګوند لري، وايي چې د عمران خان د حکومت پر ضد يې د اپوزيشن ملګرتيا په دې شرط کړې ده چې په زوره لادرکه کسان به موندل کېږي او غيبوونکو ته به یې سزا ورکول کيږي.

هغه زياتوي: "ماپخوا هم حکومتي او اپوزيشن مشرانو ته د لادرکه کسانو مسله په بيا بیا وریاده کړې ده او اوس مې هم ورته ويلي. اوس له اپوزيشن سره ډير قوت دی او که په همدې قوت سره هر قسمه حکومت راځي، نو کولای شي دا مسله ختمه کړي. البته د دې لپاره اراده او ښه نیت پکار دی چې راتلونکي حکمرانان یې بايد وښيي."

په پاکستان کې د غيب کړل شوو کسانو د مسلو د حل لپاره په ۲۰۱۱ز کال کې يو حکومتي کمېشن جوړ شوی. دې کمېشن د روان ۲۰۲۲ز کال په مارچ مياشت کې اسلام اباد های کورټ ته د يوې عدالتي کارروايي پر وخت په جمع کړي راپور کې ويلي وو چې د ۸۴۶۳ غیب کړل شويو کسانو څخه یې د ۲۲۴۹ کسانو کېسونه حل کړي دي. د راپور ترمخه ۵۵۰ کسان داسې دي چې د عدالت پر امر سربېره امنيتي ځواکونو نه دې خوشې کړي.

د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر سردار اختر جان مينګل چې کله په ۲۰۱۸ز کال کې له پاکستان تحريک انصاف سره په حکومت کې ملګری کېده نو د غيب کړل شويو کسانو د مسلې حل یې د شرط په توګه ایښی وو.

مينګل د مارچ پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې له حکومته د جلا کېدو یوه وجه همدغه وه چې د لادرکه کسانو مسله حل نه شوه. نوموړي زیاته کړه چې اوس یې له نورو حکومت مخالفه ګوندونو سره د عمران خان پر ضد د ملګرتيا يو شرط دا دی چې د لادرکه کسانو مسلې ته به حل راوباسي.

خو هغه ډېره هيله نه لري او زياتوي: "موږ يوازې د لادرکه کسانو نه، بلکې د ټول بلوچستان د مسايلو د حل لپاره يوه نقشه په مخکې ايښې ده. که څه هم که نيت او اراده وي، نو ټولې مسلې هوارېدلای شي خو په پاکستان کې دا روايت جوړ شوی چې څوک په اپوزيشن کې وي، نو يو ډول خبرې کوي او چې په حکومت کې راشي، بل ډول وي."

د پاکستان تحريک انصاف حکومت په زور د خلکو غيبولو مخنيوي لپاره يوه قانوني مسوده له قامي اسمبلۍ منظوره کړې ده خو تر اوسه دا بِل په قانون نه دی بدل شوی او د پارلېمان په بېلابېلو اړونده کمېټيو کې پرې بحثونه روان دي.

XS
SM
MD
LG