د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو د ترهګرۍ ضد پوليس وايي، پينځه وسله وال یې وژلي


د پېښور پوليس د ښار پر يوه سرک ګزمه وهي. عکس له ارشېفه
د پېښور پوليس د ښار پر يوه سرک ګزمه وهي. عکس له ارشېفه

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو یو افسر د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې د اپرېل نهمې پر ماخوستن ناوخته يې په هوېد سیمه کی د وسله والو پرضد عملیاتو کې پينځه وسله وال وژلي دي.

دې افسر زياته کړې چې کار روايي يې د استخباراتي ادارو د اطلاعاتو په بنياد له ځايي پولسو سره په ګډه کړې ده.

د پولسو په خبره، دې پينځو وسله والو، چې د پوليسو په ډزو وژل شوي، د تحريک طالبان پاکستان له يوې ځايي ډلې (اختر محمد ګروپ) سره تړاو درلود.

پوليسو همداراز ويلي چې له وسله والو دوه کلاشېنکوفونه، بارود او يو موټر سایکل د دوی لاسو ته ورغلي.

وسله والو د پوليسو د دې ادعاو په اړه تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د یادولو ده چې وسله والو په تېره يوه اوونۍ کې د بنو په جانيخېلو کی په درو بېلا بېلو هدفي بریدونو کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور کسان وژلي دي.

د بنو د سي ټي ډي پولیس چارواکي وايي، د اپرېل نهمې عمليات يې د وسله والو د همدې ډلې پر ضد ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG