د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې وسله والو د دوسلي تحصیل یو اوسېدونکی وژلی


د پاکستان امنيتي ځواکونو يو افسر په شمالي وزيرستان کې يو ځای ته اشاره کوي. (انځور له ارشيفه)
د پاکستان امنيتي ځواکونو يو افسر په شمالي وزيرستان کې يو ځای ته اشاره کوي. (انځور له ارشيفه)

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي وسله والو يو ځايي ولسي وګړی وژلی او تښتېدلی دی.

د ضلعې د پولیسو مشر عقیق حسین د اپريل په شپږمه مشال راډیو ته وویل چې وسله والو پرون د دوسلي په کم سروبي سیمه کې پر حضرت الله ډزې وکړې او هغه یې وواژه. د ده په خبره، وسله وال تر حملې وروسته تښتېدلي خو دوی پلټنې کوي. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

له تېرو شاوخوا څلور کلونو راهیسې په شمالي وزیرستان کې په هدفي حملو کې د امنیتي سرتېرو، حکومتي چارواکو او سیمه ییزو مشرانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د مارچ پر ۲۲مه هم وسله والو د بلدیاتي انتخاباتو یو نوماند مصور داوړ وژلی وو.

له پرونۍ وژنې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر شپږ ته رسېدلی دی. تېر کال په دغه قبایلي ضلع کې ۶۳ هدفي بریدونه شوي ول چې پرضد یې یوشمېر مظاهرې هم وشوې. خو انتظامیه او امنیتي چارواکي وايي، د وسله والو ضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او ټینګار کوي چې په سیمه کې د امنیت باوري کولو ته ژمن دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG