د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو او میرلي کې درې کسان وژل شوي


پولیس وايي، د بنو په جاني خېلو کې وسله والو دوه ځايي کسان په هدفي برید کې وژلي دي.

د جاني خیلو د پولیس یو چارواکي عابد جان، نن د اپریل پر نهمه، مشال ریډیو ته وویل چې بیګا د شپې وسله والو دوه کسان وژلي دي چې د پولیسو اهلکار وو او په رخصتۍ کور ته ورغلي وو. ځايي اوسېدونکي وايي چې دواړه کسان په خپله حجره کې وژل شوي دي.

بلخوا د شمالي وزیرستان د میرلي په خیسور سیمه کې وسله والو یو ځايي تن په ډزو وژلی دی. د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر عقیق حسین مشال ریډيو ته وویل چې پرون، د اپریل پر اتمه، د خیسور علي خیل بازار سره نږدې مخ پټو وسله والو یو ځايي تن شیر مان الله باندې حمله وکړه او ویې وژلو. وژل شوی تن د اېف سي کارکوونکی وو چې د پولیسو په وینا په هدفي برید کې ووژل شو او برید ګر و تښتېدل. پولیس وايي چې د دواړو پېښو پلټنې یې پیل کړي دي او د نامعلومه کسانو خلاف مقدمه هم درج شوې ده. د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا روان کال په شمالي وزیرستان کې اوومه هدفي حمله ده چې د دې علاوه دوه هغه یې پر پولیسو شوي دي. په ۲۰۲۱ ږ کال کې په شمالي وزیرستان کې درې شپېته ۶۳ هدفي بریدونه شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG