د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې هدفي بريدونه: حکومت يې د مخنيوي څه تګلاره لري؟


په میرلي کې د ۲۰۲۰ز د فبرورۍ پر لومړۍ پر ګاډي په برید کې یو کس وژل شوی وو - د ارشیف انځور. انځور
په میرلي کې د ۲۰۲۰ز د فبرورۍ پر لومړۍ پر ګاډي په برید کې یو کس وژل شوی وو - د ارشیف انځور. انځور

د شمالي وزيرستان په هدفي بريدونو کې د ولسي وګړو د وژنو پر ضد که يوې خوا ته په سيمه کې احتجاجي مظاهرې شوي نو بلخوا د وزيرستان منتخب استازو د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ او هم په قامي اسمبلۍ کې د دغو پېښو پر ضد غږونه پورته کړي، خو دا استازي وايي چې حکومت هېڅ د قناعت وړ ځواب نه ورکوي.

د اګست پر ۲۷مه په شمالي وزيرستان کې په يوه هدفي بريد کې د دې سيمې د ځوانانو د تنظيم د مشر نور اسلام داوړ تر وژنې وروسته ځايي خلکو يو وار بيا احتجاج وکړ او له حکومته يې وغوښتل چې نور د بېګناه ولسي وګړو د وژنو مخه ونيسي.

دا موضوع په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي مير کلام وزير هم د اګست پر ۳۱مه د اسمبلۍ په غونډه کې پورته کړه.

خو نوموړي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل، تر دې مخکې يې هم په تېرو دوو کلونو کې څو ځله په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو پر موضوع خبرې کړي او له حکومته يې د هغو د مخنيوي غوښتنه کړې، خو ده زياته کړه چې حکومت پر ځای د دې چې د ده پوښتنو او غوښتنو ته ځواب ووايي، ځان ناخبره واچوي.

"ما په صوبايي اسمبلۍ کې دا خبرې په بيا بيا کړي چې د ضرب عضب عملياتو په نتيجه کې له خلکو وسلې واخيستل شوې، هغوی کډوال شول، تاوانونه يې وشول او بيا چې کله خپلو کليو ته ستانه شول نو لږ تر لږه دا هيله خو يې وه چې په امن کې به ژوند وکړي. خو موږ وکتل چې له ۲۰۱۸ز کال راهيسې د هدفي وژنو لړۍ بېرته پيل شوه. ما په اسمبلۍ کې حکومت ته په دغه اړه پوره معلومات ورکړي او ورته مې ويلي چې د هدفي وژنو شمېر تر ۵۰۰ اوښتی. خو د افسوس خبره دا ده چې حکومت وايي، اول به زما دروغ او ريښتيا معلوموي. موږ روزانه د خپلو ځوانانو او مشرانو جنازې او فاتحې کوو او حکومت هېڅ خبر هم نه دی."

موږ د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه هڅه وکړه چې په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان له استازي محسن داوړ سره هم د هدفي بريدونو پر مسله خبرې وکړو، خو د بيا بيا ټېليفون کولو باوجود مو رابطه ورسره و نه شوه.

خو نوموړي د جولای پر اتمه نېټه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وينا کې په شمالي وزيرستان کې په يوه هدفي بريد کې د يوه ځايي قبايلي مشر د وژنې پېښې په يادولو سره غوښتنه وکړه چې حکومت بايد پر دې مسله د خبرو لپاره د پارلمان ګډه غونډه وبلي.

"نن سهار د شمالي وزيرستان په تپي کلي کې نامعلومه کسانو د ملک عبدالرحمان په نوم يو قبايلي مشر په يوه هدفي بريد کې وواژه. تر دې دوه ورځې مخکې د هورمز کلي يو مشر صلاح الدين په يوه هدفي حمله کې وژل شوی و. زه دلته بيا بيا چيغې سورې وهم، چې زموږ په سيمه کې ترهګر بېرته منظم شوي دي. موږ قربانۍ ورکړې، له خپلو کليو او کورونو مو کډې وکړې، خو د هغه هر څه باوجود زموږ د خلکو د هدفي وژنو لړۍ يو وار بيا پيل شوې. ما د پاکستان ولسمشر ته يو خط هم ليکلی. مهربانې وکړئ په وزيرستان کې د ترهګرۍ او هدفي بريدونو پر موضوع د پارلمان ګډه غونډه راوغواړئ. نن خو يوازې زه لګيا يم، سبا چې دا مسله په ټول پاکستان کې خپره شي، نو هله به خلک زموږ خبره جدي ونيسي."

د شمالي وزيرستان د ځوانانو د تنظيم يو فعاله غړي سنيد داوړ د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل، پر دې سربېره چې مشر يې نور اسلام داوړ، په هدفي بريد کې ووژل شو، دوی هوډ کړی چې د سيمې د خلکو د حقونو له مبارزې به په شا نه شي.

"د شمالي وزيرستان د خرابو حالاتو اثر د دې ضلعې پر هر يو اوسېدونکی دی. په ځانګړې توګه سياسي او مدني فعالان د خپل امنيت له پلوه زيات اندېښمن دي. موږ وخت په وخت احتجاجونه، خبري غونډې او د سيمې له مشرانو او همدا راز له حکومتي چارواکو سره جرګې مرکې کوو. د کورنيو غړي مو زموږ لپاره پرېشانه وي چې هسې نه موږ هم ووژل شو. خو زموږ ملګرو هوډ کړی دی چې د سيمې د امن او د خپل يوه ښه راتلونکي لپاره به خپله مبارزه جاري ساتو."

بلخوا د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر شفيع الله ګنډاپور د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د هدفي بريدونو د مسلې د حل لپاره له ۲۰۱۹ز کال راهيسې په بنو کې د ترهګرۍ ضد پوليسو ځانګړی دفتر پرانيستل شوی چې يو افسر او څو تنه پوليس سرتېري يې په شمالي وزيرستان کې هم فعاليت کوي.

د ګنډاپور د معلوماتو پر اساس، د ترهګرۍ ضد پوليسو روان کال يوازې په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو څلور او د ترهګرۍ ۶۱ پېښې ثبت او د هغو په تور يې ۲۵ کسان ګرفتاره کړي دي.

ګنډاپور زياته کړه چې په سيمه کې د ترهګرۍ او هدفي وژنو پېښو د مخنيوي لپاره پوليس او د پاکستان امنيتي او استخباراتي ادارې په ګډه کار کوي.

د خيبرپښتونخوا په حکومت کې د محنت او ثقافت چارو وزير شوکت علي يوسفزي هم د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه له مشال راډيو سره په خبرو کې د ترهګرۍ او هدفي وژنو مسلې د يوه لوی چيلينج په توګه يادې کړې خو زياته يې کړه چې مخنيوي لپاره يې حکومتي او امنيتي ادارې خپل ټول وسايل کاروي.

"موږ کوښښ کوو چې په قبايلي ضلعو کې د ترهګرو پټن ځايونه ختم کړو. د هدفي وژنو مسله زموږ لپاره يو غټ چېلنج دی. موږ غواړو چې د دې مقابله وکړو او خلکو ته په امن کې د ژوند کولو فرصت برابر کړو. مخکې به وسله والو په ولسي ځايونو کې چاودنې کولې، خو اوس يې ستراتيژي بدله کړې او ولسي خلک په نښه کوي. زموږ امنيتي او استخباراتي ادارې هڅه کوي چې د ترهګرۍ او هدفي وژنو مخه ونيسي."

په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازی مير کلام وزير وايي، دا مهال په شمالي وزيرستان کې د پوليسو، پوځ، ليويز او ايف سي سرتېرو ټول شمېر شاوخوا ۵۰،۰۰۰ ته رسي، خو د ده په خبره چې له دې باوجود د سيمې د خلکو ژوند ته خطرونه پېښ دي.

وزير، چې خپله د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۳۰مه په شمالي وزيرستان کې له يوه هدفي بريده روغ وتلی و، زياته کړه چې په سيمه کې د بشپړ امن لپاره د حکومت او هم پوځ ريښتونی هوډ اړين دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG