د لاسرسي ځای

تازه خبر

حمزه شهباز د پنجاب اعلا وزیر وټاکل شو


۴۷ کلن حمزه شهباز د پاکستان د اوسني وزیراعظم شهباز شریف زوی او د پخواني وزیراعظم نواز شریف وراره دی: انځور له ارشیفه
۴۷ کلن حمزه شهباز د پاکستان د اوسني وزیراعظم شهباز شریف زوی او د پخواني وزیراعظم نواز شریف وراره دی: انځور له ارشیفه

د اپریل پر ۱۶مه، پنجاب اسمبلۍ میا محمد حمزه شهباز شریف خپل نوی وزیر اعلا وټاکلو. هغه ۱۹۷ رایې خپلې کړلې.

د پنجاب د اسمبلۍ ټولې چوکۍ ۳۷۱ دي او د اعلا وزیر د جوړېدو لپاره ۱۸۶ رایې پکار وي خو حمزه شهباز تر دې هم زیاتې رایې خپلې کړلې. ۴۷ کلن حمزه شهباز د پاکستان د اوسني وزیراعظم شهباز شریف زوی او د پخواني وزیراعظم نواز شریف وراره دی.

په پنجاب اسمبلۍ کې د اپریل پر ۱۶مه لویه غوعا جوړه وه او غونډه له څو ساعته ځنډ نه پس شروع شوه او د غړو ترمنځ یې د اخ وډب پېښې هم ولیدل شوې. د رایو د بهیر پر مهال د پاکستان تحریک انصاف او مسلم لیګ (ق) ګوندونو غړو برخه وانخیسته او د باندې ووتل.

د پنجاب اسمبلۍ مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري د ووټونو د بهیر له بشپړیدو وروسته اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل، نن د جمهوریت د بریا ورځ ده.

تر دې وړاندې د اسمبلۍ د غونډې پر مهال د اخ و ډب په ترڅ کې د حمزه شهباز مخالف کاندید چودري پرویز الهي په ګډون د اسمبلۍ ګڼ شمیر غړي ژوبل هم شول.

تر دې وړاندې په پنجاب صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند او د هغوی د اتحادیانو حکومت و. په یاده صوبه کې د هغوی ۱۸۶ سیټونه دي چې د مسلم لیګ (ق) د ۱۰ ملګرو ملګرتیا هم ورته حاصله وه خو سرچینې وايي چې د تحریک انصاف ګوند نه ۲۱ او د مسلم لیګ (ق) نه پینځه غړي یې خپه وو.

د پاکستان په مرکز کې د وزیراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک له کامیابۍ وروسته، تحریک انصاف ګوند په پنجاب صوبه کې هم د خپلو مخالفینو لخوا د ماتي سره مخامخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG