د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتو کمیشن وايي په درې میاشتو کې انتخابات نه شي کیدای


د پاکستان انتخاباتو کمېشن یو کارکوونکی د ووټونو شمېرلو پر مهال، انځور له ارشیفه
د پاکستان انتخاباتو کمېشن یو کارکوونکی د ووټونو شمېرلو پر مهال، انځور له ارشیفه

د پاکستان انتخاباتو خپلواک کمیشن وايي په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو د شاملېدو وروسته په ځینو سیمو کې د نویو حلقه بندیو د نه کېدو له امله په دریو میاشتو کې عامې ټاکنې ممکن نه دي.

په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو کمیشن ویاند سهیل احمد د اپریل پر اوومه مشال ریډیو ته وویل چې تر څو حکومت په قبایلي ضلعو کې نوې حلقه بندۍ نه وي کړې، تر هغې عام انتخابات ممکن نه دي. د ټاکنو کمیشن ویاند په خبره په خیبرپښتونخوا کې د قبایلي سیمو د ضم کېدو پس دغلته د قامي اسمبلۍ چوکۍ له دولسو څخه شپږو ته راکمې کړل شوي دي.

د انتخاباتو کمېشن دا بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د اپریل پر درېیمه د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د حکومت مخالفو ګوندونو (اپوزیشن) لخوا د وزیراعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحریک رد کړ او د ایین د پنځمې مادې لاندې یې هغه تحریک غیرقانوني وبللو.

پر همغه ورځ سپریم کورټ له خپلې خوا د ډپټي سپیکر د اقدام د قانوني او اییني اړخ څېړلو نوټس واخیست. د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ پینځه کسیزه جرګګۍ د اتوار له ورځې راهیسې د کېس اورېدنه کوي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم د اپرېل پر درېیمه تر هغې وروسته قامي اسمبلي ماته کړه چې وزیراعظم عمران خان ورڅخه وغوښتل چې قامي او صوبايي اسمبلۍ دې ړنګې کړي. ولسمشر عارف علوي وروسته الیکشن کمیشن ته وویل چې د هیواد له اساسي قانون سره سم دې د عامو انتخاباتو لپاره نېټه اعلان کړي. د پاکستان له ایین سره سم ولسمشر د دې پابند وي چې د اسمبلۍ تر تحلیلېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې نوي انتخابات اعلان کړي.

د پاکستان انتخاباتو کمیشن د ولسمشر د لیک په ځواب کې ویلي دي چې وزیراعظم عمران خان او حکومت ته يې په تېرو دریو کالو کې درې وارې د حلقه بندیو د ژر کولو ویلي وو خو داسې و نه شول.

بلخوا له خیبر نه د واکمن تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپریدي د اپریل پر اوومه مشال ریډيو ته وویل چې په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي ضلعو د شپږو چوکیو د بحالېدو او په زړو حلقه بندیو د انتخاباتو د کېدو لپاره دوی له اسمبلۍ قانوني مسوده هم منظوره کړې وه خو هغه بل په سینیټ کې پروت وو او اوس پکې اسمبلۍ هم ماتې شوې. اپریدي له مشال ریډيو سره په خبرو کې پر الیکشن کمیشن تور ولګولو چې له ځنډه کار اخلي.

په پېښور کې د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې دی نیوز خبریال نثار محمود د اپریل پر اوومه مشال ریډيو ته وویل که حکومت او الیکشن کمېشن هم داسې په یوه بل تورونه لګوي نو اندېښنې دي چې ښايي راڼه انتخابات ممکن نه وي.

ولسمشر عارف علوي د اپریل پر درېیمه د اسمبلۍ تر ماتولو وروسته وزیراعظم عمران خان او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر شهباز شریف ته ویلي وو چې د نګران وزیراعظم لپاره دې ورته نومونه ورکړي. خو د شهباز شریف دریځ دې چې په یوه غیر اييني لاره اسمبلي تحلیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG