د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پیپلز ګوند راجه پروېز اشرف د قامي اسمبلۍ نوی سپیکر وټاکل شو


نوموړی بلا مقابله نوی سپیکر وټاکل شو ځکه چې د هغه په مقابل کې کوم مخالف نوماند نه وو ولاړ: انځور له ارشیفه
نوموړی بلا مقابله نوی سپیکر وټاکل شو ځکه چې د هغه په مقابل کې کوم مخالف نوماند نه وو ولاړ: انځور له ارشیفه

راجه پروېز اشرف د قامي اسمبلۍ نوی سپیکر وټاکل شو. نوموړی د پاکستان پیپلز پارټۍ او د هغوی د اتحادیانو شریک کاندید وو.

نوموړی بلا مقابله نوی سپیکر وټاکل شو ځکه چې د هغه په مقابل کې کوم مخالف نوماند نه وو ولاړ. هغه ته دقامي اسمبلۍ د پینل چیرمین ایاز صادق سوګند ورکړ. پخواني سپیکر اسد قیصر د اپرېل پر نهمه له خپلې څوکۍ استعفا اعلان کړې وه.

له دې انتخاب نه وړاندې د پاکستان د قامي اسمبلۍ ډېپټي سپیکر قاسم سوري د اپریل پر ۱۶مه، له خپلې څوکۍ استعفا وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د اپریل د ۱۶مې نېټې په غرمه ۱۲ بجې د قامي اسمبلۍ غونډه بلل شوې ده او تمه وه چې په غونډه کې به د مرستیال سپیکر قاسم سوري پر ضد د بې باورۍ په تحریک رايه اچونه وشي. خو قاسم سوري له غونډې پیلېدو وړاندې په خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې خپله څوکۍ پرېږدي. نوموړي ویلي چې د هغه استعفا د هغه د ګوند د بصیرت او د جمهوریت سره د تړون علامت دی.

پر قاسم سوري وروسته له هغې ډیرې نیوکې وشوې، کله چې یې د یو رولنګ له لارې، د اپریل په درېیمه د وزیراعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحریک مخه ونیوله. سپریم کورټ وروسته دغه اقدام له ایینه سرغړونه بللې وه.

قاسم سوري د پاکستان تحریک انصاف ګوند له مهمو غړو څخه دی. د عمران خان په مشرۍ کې د یاد ګوند خلاف د پاکستان جمهوري غورځنګ او پاکستان پیپلز ګوند له تېرو څو میاشتو نه په پراخه کچه اعتراضونه، مظاهرې او لاریونونه پیل کړي وو چې په نتیجه کې یې د اپریل پر ۱۰مه نېټه د عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک کامیاب شو او له هغې وروسته د اپریل پر ۱۱مه نېټه شهباز شریف د قامي اسمبلۍ د ۱۷۴ رایو په ترلاسه کولو د پاکستان نوی وزیر اعظم وټاکل شو. اوس د پاکستان پیپلز ګوند د اوسني حکومت خلاف لاریونونه او مظاهرې کوي.

راجه پروېز اشرف د پاکستان پيپلز ګوند له مخکښو مشرانو څخه دی او تر دې وړاندې هم په مهمو حکومتي منصوبونو په کار پاتې شوی دی. هغه د ۲۰۱۲ کال د جون له ۲۲مې د ۲۰۱۳ د مارچ تر ۲۴مې د پاکستان ۱۹م وزیراعظم په حیث کار کړی دی. پر دې سربېره هغه د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د پاکستان د اوبو او برېښنا وزیر هم پاتې شوی دی.

راجه پروېز اشرف اوس مهال ۷۱ کلن دی او ۱۹۵۰ کال د ډېسېمبر میاشتې پر ۲۶مه د پاکستان په سیند صوبه کې زوکړی دی.

XS
SM
MD
LG