د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاسم سوري وايي د لنډمهالي سپیکر په حیث یې د تحریک انصاف د غړو استعفاګانې منلې دي


قاسم سوري وايي دی د قامي اسمبلۍ لنډمهالی سپیکر دی او له قواعدو سره سم یې د تحریک انصاف ګوند د غړو استعفاګانې ورکړې دي.
قاسم سوري وايي دی د قامي اسمبلۍ لنډمهالی سپیکر دی او له قواعدو سره سم یې د تحریک انصاف ګوند د غړو استعفاګانې ورکړې دي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ مرستیال مشر (سپیکر) قاسم سوري ویلي دي چې د "لنډمهالي سپیکر په حیث" یې د تحریک انصاف ګوند "د ۱۲۳ غړو استعفا منظور" کړې ده.

نوموړي د اپرېل پر ۱۴مه پر ټوېټر د خپل امر انځور خپور کړی او لیکلي یې دي چې د لنډمهالي سپیکر په ډول یې استعفاګانې ترلاسه کړې وې چې د پارلېماني چارو له "قواعدو او ضوابطو سره سم" یې ومنلې.

تر اوسه روښانه نه ده چې د سوري اقدام څه قانوني حیثیت لري او که نه ځکه چې د اپرېل پر ۱۱مه د نوي وزیراعظم تر انتخاب وروسته د قامي اسمبلۍ غونډه د اپرېل تر ۱۶مې ځنډېدلې ده. البته د قامي اسمبلۍ پر ووبپاڼه اوس هم د تحریک انصاف ګوند د سیاستوالانو نومونه د "پارلېمان د غړو" په توګه درج دي. قاسم سوري خپله د تحریک انصاف ګوند سیاستوال دی.

د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه ۱۷۴ غړو د عمران خان په اړه د بې باورۍ رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې لیرې کړ.

تر دې یوه ورځ وروسته، د تحريک انصاف د مشر عمران خان په مشرۍ د ګوند پارلېماني استازو په غونډه کې پرېکړه کړي وه چې د قامي اسمبلۍ ټول غړي به استعفا ورکوي او پر هم هغه ورځ یې پر داسې مهال استعفاګانې ورکړې چې د قامي اسمبلۍ ۱۷۴ غړو شهباز شریف د نوي وزیراعظم په توګه منتخب کړ.

بلخوا د تحريک انصاف ګوند يو مخکښ فرخ حبيب هم د اپرېل پر ۱۴مه پر ټوېټر ليکلي دي چې د مرستيال سپيکر قاسم سوري له خوا د استعفا تر تایید وروسته د قامي اسمبلي مرکزي دفتر یې رسمي بیان (نوټيفيکېشن) هم خپور کړي دي.

ده زیاته کړې چې تر دې اقدام وروسته په هېواد کې له انتخاباتو کولو پرته بله لار نشته.

پخواني وزيراعظم عمران خان هم پر ټوېټر په بیان کې دا خبر تایید کړی او د خپل ګوند د ۱۲۳ پارلېماني استازو ستاینه یې کړې.

عمران خان د ده پر وزیراعظمۍ د عدم اعتماد تحریک وړاندې کېدل "بهرنی سازش" بللی وو او د امریکا نوم یې هم یاد کړی وو.

خو واشنګټن دوه ځلې د نوموړي دا تور رد کړ او ویلي یې ول چې د پاکستان د "اییني بهیر درناوی" کوي.

بلخوا د پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار د اپرېل پر ۱۴مه په خبري غونډه کې وویل چې د مارچ په پای کې د هېواد د ملي امنيت کمېټۍ د غوڼدې په بيان کې د حکومت پرضد د "بهرني سازش" کېدو ټکی نه دی استعمال شوي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د اپرېل پر ۱۴مه په واشنګټن کې د خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې د بابر افتخار څرګندونې تایید کړې او زیاته یې کړه چې حکومت یې د پاکستان په ګډون د نړۍ په هېڅ یوه هېواد کې د یو سیاسي ګوند پر ځای د بل هغه ملاتړ نه کوي او دا چې امریکا په پاکستان کې په "سوله ییز ډول د اییني او جمهوري او د بشري حقونو د درناوي اصولو ملاتړ" کوي.

XS
SM
MD
LG