د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان نېشنل پارټۍ له واکمن تحريک انصاف سره اتحاد وشلولی


د بلوچستان اسمبلۍ
د بلوچستان اسمبلۍ

بلوچستان نیشنل پارټۍ له واکمن تحريک انصاف سره د اتحاد ختمولو اعلان وکړ.

د ياد ګوند مشر اختر مينګل نن [د جون پر ۱۷مه] قامي اسمبلۍ ته وينا کې په رسمي توګه له حکومتي ګوند څخه د بېلېدو اعلان وکړ.

نوموړي وويل چې پارلېمان کې به خپلو مسايلو په اړه خبرې کوي.

بلوچستان نېشنل ګوند په ۲۰۱۸ز کال د اګست په مياشت کې په مرکز کې تحريک انصاف ګوند سره د اتحادیې ګوند په توګه مفاهمتي ياداشت لاسليک کړي وو.

په دې مفاهمتي ياداشت کې شپږ نکات شامل ول چې په کې ترې تم کړل شويو کسانو بازيابي، قامي ايکشن پلان عملي کول، په وفاقي حکومت کې د بلوچستان شپږ فیصده برخه عملي کول، د افغان کډوالو ستنول او په صوبه کې د اوبو بحران ختمولو لپاره ډېم جوړول شامل وو.

بلوچستان نېشنل پارټي په قامي اسمبلۍ کې څلور، په سېنېټ کې يوه او صوبايي اسمبلۍ کې ۱۰ څوکۍ لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG