د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان امنيت: واک د ځواکونو، که د حکومت په لاس کې دی؟


بلوچستان کې نن د هغه ماتم دوهمه ورځ ده چې د شنبې يا خالي په ورځ د شلو مساپرو د وژنې په غبرګون کې حکومت اعلان کړی وو. له پاکستانه د بېلېدو لپاره وسله واله مبارزه کوونکي، بلوچ ليبريشن آرمي دا بريد په سختو ټکې کې غندلی وو او دا يې د پښتنو او بلوچو ترمنځ د دشمنۍ پيدا کولو يو سازش بللی دی.

د بلوچستان په صوبايي حکومت کې د وزيراعلی ډاکټر مالک بلوچ په مشرۍ د نيشنل پارټۍ سره شريک، پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي چې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف به کويټې ته ورځي او د خراب شوې امنيت د سمولو لپاره به د ټولو سياسي ګوندونو د غړو سره تر خبرو وروسته د امنيتي پلان اعلان کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر، سينټر عبدالرووف چې په رووف لالا مشهوره دی، نن مشال ريډيو ته وويل:

د غيب کړل شوو بلوچانو لپاره مظاهره
د غيب کړل شوو بلوچانو لپاره مظاهره

((لومړۍ خبره دا ده چې بايد د لويو لارو د امنيت لپاره ټينګ ګامونه واخيستل شي. د بلوچستان د حالاتو په اړه، نواز شريف په دي ورځ دوه کې کويټې ته راروان دی. هغه به د بلوچستان د امنيت په اړه ټول ګونديزه غونډه کې برخه اخلي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي حکومت برخه ده نو بايد چې د وفاقي حکومت سره په شريکه او د نورو سياسي ډلو په سلا مشوره داسې عملي ګامونه واخيستل شي چې امنيت ورسره راشي.))

خو بلوچستان کې حکومت مخالفه سياستوال او ازاد څيړونکي وايي چې دغلته هر څه د ايف، سي ځواکونو په لاس کې دي نو ځکه منتخب حکومت په خپل زړه نه فيصلې کولی شي او نه هم د امنيت ښه کولو لپاره ګامونه اخيستلی شي.

د بلوچستان نيشنل ګوند (مينګل) يو مشر اغا حسن بلوچ مشال ريډيو ته وويل چې منتخب صوبايي حکمرانان واک نه لري او امنيتي ادارې په خپل سر داسې ګامونه اخلي چې امنيت ورسره نور خرابيږي.

د بلوچستان منتخب حکمرانان هيڅ اختيار نه لري

نوموړي زياته کړه: ((تېرو دوو کلونو کې د بلوچستان حالات لا نور خراب شوي دي. دا جعلي حکمرانان دي. دوی هيڅ واک اختيار نه لري چې حکومت وکړي. امنيتي ځواکونه بايد د خبرو او سياسي لارې د بلوچستان امنيت پر ځای کړي. خلکو ته دي دا باور ورکړي چې رياست ورسره مخلص دی. د دوی اعتماد دي پر ځای کړي چې پوه شي چې رياست د بلوچستان مسله حلول غواړي. تر اوسه خو يوازې د بلوچانو نسل کشي شوې ده.))

بلوچستان کې فرقه ييزو نښتو کې ګڼ خلک وژل شوي دي. دغلته د پاکستان امنيتي ځواکونه وخت په وخت د بلوچ بيلتون غوښتونکو پر ضد عمليات کوي. پر دوی ملت پالو بلوچانو د غيبولو او بيا هغوی په تشدد د وژلو الزام هم پورې دي. د پاکستان پوځ وايي د ورکو بلوڅانو شمېر په زرګونو يعني هغومره نه دی چې د بشري حقونو ادارې يې يادوي.

بلوچستان کې فرقه ييزو نښتو کې هم ګڼ خلک وژل شوي دي
بلوچستان کې فرقه ييزو نښتو کې هم ګڼ خلک وژل شوي دي

د بلوچستان په صوبايي حکومت کې اتحادي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سينيټر عبدالرووف لالا د امنيتي ځواک د ډېر زور يا واک او د منتخب حکومت د کمزوري اختيار په اړه وايي.

((پاکستان کې وفاقي حکومت او صوبايي حکومت دواړه دا ستونزه لري. دلته جمهوريت لا هغومره قوي نه دی چې هر هغه واک اختيار دي ولري چې آييني حق يې جوړيږي. داسې مسايل خو شته.))

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د بشري حقونو کميشن هم تېره ورځ په يوه خبرپاڼه کې له حکومته غوښتي وو چې بلوچستان کې د امن پر ځای کولو لپاره دي هيڅ هغه کس يا ډله بې له سزا نه پريږدي چې د امنيت په خرابولو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG