د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د مخالفو ګوندونو خورې ورې هڅې به پر حکومت فشار راوړي؟


د مسلیم لیګ ن یوه مشره مریم نواز، د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو، د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان د یوې ولسي غونډې پر مهال. تصویر له ارشیفه
د مسلیم لیګ ن یوه مشره مریم نواز، د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو، د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان د یوې ولسي غونډې پر مهال. تصویر له ارشیفه

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د جنورۍ پر شپږمه په لاهور کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال اعلان وکړ چې د فېبرورۍ له ۲۷مې به د مرکزي حکومت پرضد له کراچۍ څخه د سرښار اسلام اباد پر لور لاريون کوي.

پيپلز ګوند په دې لانګ مارچ کې د ګډون لپاره ځينو نورو حکومت مخالفه ګوندونو ته هم بلنه ورکړې او له هغوی سره يې خبرې پيل کړي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان له يوشمېر حکومت مخالفه ګوندونو جوړ اتحاد "پاکستان جمهوري غورځنګ" يا پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان هم اعلان کړی وو چې د مارچ پر ۲۳مه به اسلام اباد ته د حکومت پرضد لانګ مارچ کوي.

دا چې د حکومت مخالفه ګوندونو بېل بېل احتجانونه به څه موثريت ولري او که نه؟ او ايا دغه احتجاجونه د پاکستان مرکزي حکومت ته سرخوږی جوړولای شي او کنه؟ په اسلام اباد کې مېشت خبريال او شنونکی حسن خان وايي چې له پي ډي اېم څخه د ځينو سياسي ګوندونو له وتلو وروسته د دې غورځنګ موثريت کم شوی دی او د ده په وينا د حکومت پرضد له بېلو بېلو دريځونو څخه د احتجاج اغېز د يو موټي کېدو پرتله کم وي.

"که چيرې تر اوسه پي ډي اېم وای نو حکومت ته به يې ډېر زيات سخت وخت ورکړی وای. اوس عوامي نېشنل پارټۍ ځان ته په يوه وړوکي کور کې لګيا ده، پيپلز پارټۍ ځان ته لګيا ده. د دوی چې کله مشترکه اتحاد وو نو د هغه فشار ځان ځان ته د احتجاجونو له لارې نه شي راتلای. که پي ډي اېم په خپل پخواني حالت کې وای نو دا به د حکومت مخالفه ګوندونو ډېره لويه کاميابي وای. دوی به د حکومت لپاره په پارلېمان کې دننه هم او دباندې هم ډېر لوی سرخوږی جوړ کړی وای."

پاکستان جمهوري غورځنګ د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې جوړ شو چې هغه وخت ۱۱ حکومت مخالفه ګوندونه پکې شامل ول. ياد غورځنګ د هېواد په يوشمېر ښارونو کې د حکومت پرضد لويې جلسې وکړې خو د ۲۰۲۱ز کال په اپرېل کې د ځېنو اختلافاتو له کبله پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند له دې غورځنګ څخه ووتل.

پاکستان جمهوري غورځنګ اوس هم وخت په وخت د حکومت پرضد مظاهرې او ولسي غونډې کوي خو پاکستان پیپلز ګوند په دا وروستيو کې د حکومت پرضد د احتجاج پيلولو اعلان کړی دی.

په پېښور کې خبريال او شنونکی محمود جان بابر وايي چې پاکستان پيپلز ګوند د دې هېواد په ټولو صوبو، په ځانګړې توګه په پنجاب کې هڅه کوي چې ځان د يو لوی سياسي ګوند په حيث مطرح کړي.

"دا وخت په پاکستان کې تر واکمن ګوند تحريک انصاف وروسته له مقتدره قوتونو يا ايسټېبليشمنټ سره چې د چا اړيکې لږ ښې ښکاري، نو هغه پيپلز پارټۍ ده. د پيپلز پارټۍ له خبرو خلکو دا تاثر هم اخيستی دی چې کېدای شي د پيپلز پارټۍ خبره [له ايسټېبليشمنټ سره] جوړه شوې وي او په پاکستان کې يې د حکومت څه امکان وي."

پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه تور پورې کوي چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ اوسنی حکومت د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ په نتيجه کې راغلی او پوځ يا ايسټېبليشمنټ يې تر شا ولاړ ول. دوی له وخت مخکې د بيا انتخاباتو غوښتنه کوي. خو حکومت، پوځ او انتخاباتي کمېشن په تېرو انتخاباتو کې د درغلۍ او لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

بلخوا د پاکستان مرکزي حکومت په وار وار ويلي چې دوی به خپله پينځه کلنه اييني موده پوره کوي چې په ۲۰۲۳ز کال کې پای ته رسېږي.

حکومت مخالفه ګوندونو په داسې حال کې احتجاجونو ته دوام ورکړی چې په پاکستان کې ګراني بېساري کچې ته رسېدلې او په دې هېواد کې اقتصادي مشکلات زيات شوي دي. خو حسن خان وايي، په داسې حالاتو کې حکومت مخالفه ګوندونه د حکومت ترلاسه کولو پرځای پر حکومت فشار اچولو ته لومړيتوب ورکوي.

"د پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ دننه حلقې دا وايي چې هغوی پر حکومت فشار اچوي خو ليرې کوي يې نه، ځکه که دې وخت کې هغوی [وزيراعظم] عمران خان ليرې کړ نو له هغه څخه به په اصطلاح يو "سياسي شهيد" جوړ شي، او بيا به خلکو ته وايي چې ماته خو پوره وخت رانکړل شو ګنې ما خو دا کول او هغه کول. نو د دوی دا پاليسي ده چې عمران خان دې خپله موده پوره کړي. پر دې سربېره حکومت مخالفه پارټيانې خپل کارکنان هم فعاله ساتل غواړي. دوی به خلکو ته ځي او هغوی ته به د عمران خان خلاف خبرې کوي چې د ده ټولې پاليسۍ ناکامې دي."

پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه پر حکومت تور پورې کوي چې د ناسمو تګلارو له کبله یې په هېواد کې ګراني زياته شوې او هېواد له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، خو حکومت بيا د دې هر څه تر شا د پخوانيو حکومتونو درغلي يادوي چې هغوی تل انکار ورڅخه کړی دی.

حکومت همداراز وايي، د کورونا وبا له کبله په ټوله نړۍ کې ګراني زياته شوې چې دوی يې هم اغېزمن کړي، خو په وينا يې د اقتصاد سمولو هڅې روانې کړې دي.

XS
SM
MD
LG