د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن ګوندونه دې له حکومت سره پر انتخاباتي اصلاحاتو خبرې وکړي: چودري


فواد چودري وايي، د انتخاباتي درغليو د مخنيوي غوره لار د رایو لپاره د برېښنايي مشينونو کارول دي - انځور له ارشیفه
فواد چودري وايي، د انتخاباتي درغليو د مخنيوي غوره لار د رایو لپاره د برېښنايي مشينونو کارول دي - انځور له ارشیفه

د پاکستان حکومت يو ځل بيا اپوزيشن ګوندونو ته پر انتخاباتي اصلاحاتو د خبرو اترو بلنه ورکړې ده.

د اطلاعاتو او نشرياتو وزير فواد چودري د جون پر پینځمه په لاهور کې له خبريالانو سره په خبرو کې پر مخالفه ګوندونو غږ وکړ چې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره دې له حکومت سره په ګډه کار وکړي.

نوموړي د حکومت پر هغه دريځ ټينګار وکړ چې د ټاکنو له درغليو پاکولو تر ټولو غوره لار د برېښنايي يا الېکټرانېک مشين په وسيله د رايو کارول دي.

خو د اپوزیشن سیاستوالان وايي، پر انتخاباتي اصلاحاتو کې دې په پارلېمان کې بحث وشي او دا چې د حکومت ځینې وړاندیزونه نشي عملي کېدای.

د پیپلز ګوند سیاستوال قادر خان مندوخېل چې د ۲۰۲۱ز کال په مې کې یې په کراچۍ کې د قامي اسمبلۍ ضمني انتخابات وګټل، وايي، د پاکستان په څېر ملک کې چې خلک يې د بجلۍ د نشتوالي له ستونزې کړېږي نو د انتخاباتو لپاره د برېښنايي مشينونو کارول هېڅ د عمل وړ وړانديز نه دی.

نوموړي د جون پر شپږمه له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه، که حکومت په ریښتيا هم اصلاحات غواړي نو اول دې له شناختي کارډونو او حلقه بنديو سره تړلې مسیلې حل کړي. "موږ د کراچۍ په څېر غټ ښار کې بجلي، اوبه او نور انفراسټرکچر نلرو. د ووټونو اليکټرانېک نظام چې دلته نشي چلېدای نو په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې به څنګه وچلېږي؟ ما تېره مياشت الېکشن وکړ. پوره ګډوډي وه، د ملک له نورو برخو کراچۍ ته راکډه شوي خلک پر يوه شناختي کارډ په خپل کلي کې او هم دلته رایې کاروي. حکومت پر ځای د دې چې شته ستونزې حل کړي، د الېکټرانېک ووټېنګ خبره يې رانيولې ده."

د اطلاعاتو وزير فواد چودري د لاهور خبري غونډې ته ويلي، پلان لري چې د هېواد د خبریالانو لویو مرکزونو او د وکیلانو شوراګانو (بار کونسلو) ته ورشي او د الېکټرانېکي مشين په وسيله د رايو دکارولو په ګټو خبرې وکړي.

د پاکستان د خبریالانو په مرکزونو (پرېس کلبونو) او بار کونسلونو کې هر کال انتخابات کېږي.

د رايې ورکولو الېکټرانېک نظام چې د کراچۍ په شان ښار کې نشي چلېدای نو په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې به څنګه وچلېږي؟
قادر مندوخېل

چودري زياته کړې، حکومت په دې هم غور کوي چې د رايو اچولو برېښنايي طريقه د ازاد جمو او کشمير په راتلونکو انتخاباتو کې وازموي.

چودري په خپلو خبرو کې هيله وښووله چې د هېواد اپوزيشن ګوندونه به د انتخاباتي اصلاحاتو په عملي کولو کې له حکومت سره مرسته وکړي.

خو په قامي اسمبلۍ کې د مسلم لیګ (ن) سیاستوال او د کراچۍ د خلکو استازي ساجد مهدي مشال راډيو ته ويل، که انتخاباتي اصلاحات او یا بله کومه موضوع وي، تيار دی چې په اسمبلۍ کې ورباندې خبرې وکړي.

خو نوموړي زياته کړه "ميا شهباز شريف ويلي دي چې پر هره معامله خبرې بايد په پارلېمان کې وشي. خو حکومت دې ته تيار نه دی، بلکې دونمبري کوي. موږ چې خپلو خلکو پارلېمان ته منتخب کړي يو خو پر مسلو خبرې بايد وکړو. اپوزيشن ګوندونه د اصلاحاتو په حق کې دي، خو حکومت تشې خبرې او تېر باسل کوي. انتخاباتي کمېشن بايد په يوه خپلواکه او پياوړې اداره بدل شي. په انتخاباتو کې هېڅ مداخلت بايد نه وي."

جليل جان د جميعت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې په استازيتوب وايي، حکومت د مخالفو ګوندونو نظر ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او ځکه دی او ګوند یې فکر نه کوي چې پر انتخاباتي اصلاحاتو د ګډ کار حکومتي وړانديز به ګنې عملي شي.

د ده په خبره، "حکومت له اپوزيشن سره د خبرو کولو صلاحيت نه لري. په درو کلونو کې يې پر يوه مهمه مسله هم د اپوزيشن باور ترلاسه نه کړای شو. د وزيراعظم له دفتره له اپوزيشن سره د رابطې هېڅ کوښښ نه دی شوی. پوښتنه دا ده چې انتخاباتي اصلاحات د الېکشن کمېشن او که نه د فواد چودري کار دی؟ کمېشن بايد خپل وړانديزونه له ټولو سياسي ګوندونو سره شريک کړي چې په پارلېمان کې بحث ورباندې وشي. زما او زما د ګوند نظر دا دی چې حکومت د اصلاحاتو په خبره کې مخلص نه دی."

اپوزیشن ګوندونه د ۲۰۱۸ز کال ټاکنې له درغليو ډکې ګڼي او پرضد يې په ټول هېواد کې غونډې کړې. انځور له ارشیفه
اپوزیشن ګوندونه د ۲۰۱۸ز کال ټاکنې له درغليو ډکې ګڼي او پرضد يې په ټول هېواد کې غونډې کړې. انځور له ارشیفه

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر فواد چودري ويلي چې حکومت غواړي له اپوزيشن ګوندونو سره اړيکې ښې کړي.

نوموړي زياته کړې، دا د هېواد د ۲۰ ميليونو خلکو د رايو زور وو چې د ۲۰۱۸ز کال د عامو انتخاباتو په نتيجه کې پاکستان تحريک انصاف واکمن شو.

خو اپوزيشن ګوندونه هغه انتخابات له "درغليو ډک" بولي او د نويو او رڼو ټاکنو غوښتنه کوي.

د جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان، چې د اپوزيشن ګوندونو د غورځنګ (پي ډي اېم) مشري هم کوي، د مې پر ۲۹مه اعلان کړی وو چې د راتلونکې جولای مياشت په لومړۍ اوونۍ کې به يو ځل بيا د حکومت ضد د غونډو لړۍ پيلوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG