د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد میر: د اپوزیشن سیاستوالان دې د پټو معاملو پرځای هر څه په ډاګه کړي


حامد میر: د اپوزیشن سیاستوالان دې د پټو معاملو پرځای هر څه په ډاګه کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:21 0:00

د پاکستان نومیالی خبریال حامد میر وايي، د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند یا جمعیت علمای اسلام (ف) مخکښه مشران دې د راتلونکي سیاست په اړه د پټو خبرو پرځای هر څه ولس ته په ډاګه کړي او د هغوی اعتماد دې واخلي. میر دا خبره د ډېسېمبر پر ۲۳مه پر داسې مهال له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړه چې رپورټونو سره سم، د اپوزیشن سیاستوالان اوسمهال د یوې سیاسي معاملې په اړه پټې خبرې کوي. داسې انګېرل کېږي چې دا خبرې د هغه هېواد له ځواکمن امنیتي اېسټیبلېشمنټ سره روانې دي. اپوزیشن او اېسټیبلېشمنټ دواړو په دې اړه څه نه دي ویلي او پوځ په بیا بیا وايي چې نه په سیاسي چارو کې کار لري او نه دې یې څوک پکې د ورګډولو هڅې کوي. د پاکستان تحریک انصاف حکومت هم دا ډول هلې ځلې ګټورې نه بولي او وايي، انتخابات به پر خپل وخت په ۲۰۲۳ز کال کې کېږي. حامد میر په مرکه کې په پاکستان کې د رسنیو پر حالت هم غږېدلی او وايي، په هغه هېواد کې رسنۍ ازادې نه دي. خو حکومت وايي، د پاکستان رسنۍ له ټولو ازادیو برخمنې دي. بشپړه مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG