د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان ولې "مذهبي شعارونه" ورکوي؟


عمران خان
عمران خان

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د ګرانۍ له امله وار له مخه د اپوزيشن ګوندونو تر سخت تنقید لاندې دی، ځينې ديني عالمان او شنونکي وايي حکومت له مهمو مسلو د خلکو د پام اړولو لپاره مذهبي شعارونو ورکولو ته مخه کړې ده.

په پاکستان جهموري تحريک کې شاملو اپوزيشن ګوندونو د اکتوبر پر ۱۶مه د فيصل اباد ښار په جلسه کې د ګرانۍ له امله پر حکومت خپلې نيوکې تکرار کړې او له خلکو يې وغوښتل چې د حکومت ړنګولو لپاره د تحريک ملګرتيا وکړي.

په همدغه ورځ د پاکستان وزيراعظم عمران خان پر ټوېټر په يوه ويډيويي پيغام کې د دې هېواد پر وګړو، مطبوعاتي ادارو او اقلیتي ډلو غږ وکړ چې دا ځل عيد ميلاد النبي له حکومت سره په ګډه او په بې ساري توګه ولمانځي.

خو په پېښور کې د جامعه اشرفيه مهتمم مولانا محمد ارشد د اکتوبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل، حکومت د مدينې د رياست په څېر د يوه حکومتي نظام جوړولو او له هغه لارې د خلکو د ستونزو د حل خپلې ژمنې پوره نه کړای شوې. نوموړی زياته کړه، حکومت د ربيع الاول لمانځلو خبره د خپلو سياسي ګټو لپاره کوي. "زموږ حکمرانانو چې د مدينې د رياست کوم تصور ورکړی وو، پکار ده چې د هغې لپاره يې عملي ګامونه پورته کړي وای. د عدل او انصاف يو ماحول يې جوړ کړی وای. يوې خوا ته ګراني او بلې خواته بدامني ده. زه وايم د ربيع الاول لمانځلو د وزيراعظم وينا يوازې د خلکو له مذهبي جذباتو د سياسي ګټو پورته کولو لپاره ده. نور موږ هغه ګامونه نه وينو کومو ته چې واقعي اړتيا ده او د خلکو ژوند ورسره ښه کېدای شي."

د مولانا محمد ارشد د نيوکو په ځواب کې د لوړو زده کړو او اطلاعاتو لپاره د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار کامران بنګش وايي، د وزيراعظم د وينا هدف په هېواد کې مذهبي روادارۍ ته لار هوارول دي. د بنګش په خبره، ګراني او د پټروليم مصنوعاتو بيې لوړېدل يوازې د پاکستان نه بلکې د ټولې نړۍ مسلې دي او دا چې د خاصو اسلامي ورځو له لمانځلو سره بايد و نه تړل شي.

هغه زیاتوي: "وزيراعظم عمران خان د خپلې وينا په ترڅ کې ټولې نړۍ او د هېواد خلکو ته د مذهبي اجاره دارۍ ضد يو پيغام ورکړ. د ربيع الاول له لمانځلو د وزيراعظم هدف دا دی چې په پاکستان کې مذهبي رواداري رامنځته شي. که د ګرانۍ خبره کوو نو د کورونا وايرس وبا ټوله نړۍ له دې مسلې سره مخ کړې ده. بل د پټروليم مصنوعاتو بيې هم ځکه لوړې شوي چې په نړۍ کې د خامه تېلو نرخ په وروستيو کې په بې ساري ډول پورته شوی دی. پر دې سربېره حکومت پر ځان بوج وړي او د خلکو د سهولت لپاره سبسډيانې ورکوي. زه وايم چې په هېواد کې د ګرانۍ مساله د خاصو اسلامي ورځو له لمانځلو سره بايد و نه تړل شي."

دا وخت په پاکستان کې د هېواد د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) د مشر د ټاکلو پر سر د وزيراعظم او د پوځ د مشر ترمنځ د اختلافاتو موضوع ګرمه ده. سياستوال، پخوانی سينيټر او د چارو شنونکی افراسياب خټک وايي، وزيراعظم د ربيع الاول په تړاو د خپل ويډيويي پيغام له لارې غواړي د هېواد د خلکو همدردۍ ترلاسه او د پوځ پر مشر فشار واچوي. "دا وخت په پاکستان کې ډېر ژور بحران راغلی دی. ګراني له حده زياته شوې. په مجموعي توګه هېواد په قرضو کې ډوب دی. دويمه خبره دا ده چې عمران خان دا مهال د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره په تصادم کې ګېر دی. وزيراعظم غواړي د ايي اېس ايي مشر جنرال فيض حميد د يو څه مودې لپاره نور هم پر خپله څوکۍ پاتې شي، او ځکه نو د ربيع الاول د اعلانونو له لارې پر جنرال باجوه فشار اچول غواړي. ربيع الاول خو خلکو مخکې هم لمانځلی او اوس به يې هم لمانځي، خو وزيراعظم يې ځکه په زور او شور يادوي چې خپله سياسي ايجنډا مخ ته يوسي."

خو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د حکمران تحريک انصاف ګوند يو غړی ساجد مومند وايي، د وزيراعظم هېڅ يوه وينا له اسلامي حوالو خالي نه وي او دا چې حکومت واضح کړې چې له پوځ سره يې اختلاف نشته. "د عمران خان هر يو تقرير چې وګورې، په لاسو کې يې تسبې وي او پر سيرت النبي خبرې کوي. هېڅ يوه وينا يې له اسلامي خبرو خالي نه وي. نوموړي دا هم واضح کړې چې د حکومت له پوځ سره اړيکې ډېرې ښې دي. نو د پوځ پر مشر د فشار له خبرې سره زه اتفاق نه کوم."

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اکتوبر پر ۱۴مه د “رحمت اللعالمين اتارټي” په نوم يو ارډيننس جاري کړ. دا کار په پاکستان کې د مدينې د رياست په طرز د يوه حکومتي نظام جوړولو پلو د يوه قدم په توګه ياد شوی دی. حکومت ويلي، رحمت اللعالمين اتارټي به د هغه يوه پاکستان د خوب ريښتيا کولو لپاره کار کوي چيرته به چې وګړو ته انصاف او د هغوی د خير ښېګڼې چارو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG